دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
تاريخي وياړونه او کلتوري ارزښتونه ملي ملاتړ ته اړتيا لري

                                              

                                              (( د افغانستان پارلمان ته وړانديز ))

پوهنوال رسول باوري

 

د خپل مېنځي جګړو پر مهال  زموږ د هيواد  هرڅه وران او ويجاړ شول  ، د دې ناورين په ترځ کي تاريخي وياړونواو کلتوري ارزښتونو ته هم  ستر زيانونه واوښتل   . موزيمونه چور شول ، لرغوني سيمي په خپلسري ډول وسپړل شوې  ، تاريخي  ودانۍ  يا خپله ونړېدې او يا عمدا وراني شوې  او په دې ډول نور . له بده مرغه  زموږ د هيواد تاريخ او کلتور ته  د دې ستروزيانونودا  لړۍ لا تر اوسه هم په پر له پسې توګه جاري ساتل شوېده .

يوازي دا ستر زيان نه دئ چي زموږ د هيواد تاريخي او کلتوري وياړونه يا وران شول او يا په بهرنيانو وپلورل شول، له دې ها خوا داسي  زيات  زيانونه هم  را اوښتې دې  چي  مخامخ يې لمس او پوهېدل ګران  کار دئ ، د بيلګې په توګه دا شونې نه ده چي د  ورانو شويو اثارو تاريخي ، هنري او کلتوري ارزښت  په خپل پخواني کېفيت او کميت بيا تر لاسه کړو . ددې توان نه شو موندلای چي  د لرغونو سيمو څخه  ايستل شوي او بهر شوي توکي بيرته پر خپل ځای هغسي تنظيم کړو چي د علمي څيړنولپاره مرستندويه وګرځي ؛ دا هم نه شو کولای چي د خپلسري  سپړل شوي سيمي  څخه علمي او منطقي  استنباط او نتيجه تر لاسه کړو ؛ يو ستر زيان دا هم دئ چي د خپلسري سپړنو له امله مو د يوشمير لرغونو سيمو هغه پرله پسې والۍ او علمي اوډنه يا لړۍ له لاسه و وتل چي زموږ د لرغوني تاريخ  د ښه پوهيدلو او پيژندلو لپاره ورته اړتيا شته او په دې تر تيب نور زيانونه .  

د زيانونو د دې لړۍ د بشپړ مخنوي  په نيت د لرغونواثارو او تاريخي ميراثو نو لپاره  ملي ملاتړ ته اړتيا  شته .  د افغانستان دولت  ( درې ګوني ځواکونه ) افغان اولس  اود ملي  تړون پر بنسټ د  نړېوالو مرسته  د ملي ملاتړ هغه درې  خواوي دي چي د دې کلتوري غميزي د مخنوۍ لپاره اغيزمن  دي .  يوازي د همدې مثلث په دننه کي پياوړي تدبيرونه او د هيواد او اولس سره د ميني په روحيه کار او زيار د دې ناورين مخنيوۍ کولای شي .

دولت او دولتي ادارې تر ټولو وړاندي د دې ملي ملاتړ د پيل ، پرمخ بيولو او بري ته د رسولو دنده لري ، هغه چاري چي لومړئ بايد ورته پام واړول شي هغه د هيواد لپاره د دولت له لوري د يوې پراخي ملي کلتوري پاليسۍ جوړول او د هغې د پلي کولو لپاره د اړينوزمينو برابرول دي  . دوهم ګام به د دې ملي ملاتړ لپاره په ملي روحيه او افغاني  باور په هيواد کي د کلتوري او علمي  ادارو سمون او بدلون وي چي  له بده مرغه يې د جګړو په کلونو کي ستر زيان موندلئ او لا تر اوسه  يې هم د ملي ادارو په توګه  ملي  هويت  نه دۍ څرګند کړئ . د دې چارو تر څنګ دا هم اړينه ده چي د عامه پوهاوي او روښانتيا لپاره پر له پسې او اغيزمن تبليغات او خپروني تر سره شي ، چي له يوې خوا د افغاني هويت  بشپړ تيا ته مرستندوۍ وګرځي  ،  او له بل پلوه د ملت جوړوني لړۍ ګړندۍ شي .

افغان اولس هم د هيواد د کلتوري اثارو او تاريخي وياړونو د خوندي کولو او پاللو په  برخه کي د دې ملي ملاتړ يواغيزمن او ټاکونکۍ اړخ دۍ . د دولت سره د ټول  افغان اولس  او دمحلي ادارو سره  په اړوندو سيمو کي د  ميشتو وګړو  پر له پسې مرسته ،  د دې ملي ملاتړ د بري ضمانت کولای شي  . د کلتوري اثارو او تاريخي وياړنو د پاللو لپاره د اولس هڅونه او پر کلتوري چارواکو د اولس باور پيدا کېدل   پر له پسې ژمنتيا او هر اړخيزي سپېڅلتيا ته اړتيا لري . داولس ملګرتيا هغه وخت شونې ده چي اداره  او ادارې کارکونکي خپل اولس  د ځان له لوري د هرډول کرغيڼو چارو څخه په  پر هيز کولو ډاډ من کړي . له بده مرغه اولس ته د تجربو پر بنسټ  د دې کلتوري اثارو او تاريخي  وياړونو په اړه  د دولتي چارواکو سره ملګرتيا کول  او يا په دې اړه د مرستي ډاډورکول د هغو اثارو د له منځه وړلو او يا په بهرنيانو د پلورلو د پيل په مانا ده . بد بختانه هر ورځ داسي خبرونه او خبرتيا وي د نړيوالو رسنيو له لوري خپريږي چي د نورور قاچاقبرانو په څير د اوسنۍ ادارې د کلتوري چارو لوړ پوړي  کسان  هم د لرغونو او فرهنګي  اثارو د پيريدلو او پلورلو په پروسه کي ککړ دي .

نړيوال د دې ملي ملاتړ بل اغيزمن اړخ دۍ ، په دې برخه کي د نړيوالو هڅي په دوو لورو کي بشپړه مرسته کولای شي  . لومړئ د نړيوالو تجربو پر بنسټ د نړيوالو کلتوري ادارو او د دوستو هيوادونو په مرسته  په سيمه ئيزو او نړيوالو مارکېټونو کي د افغانستان د لرغونو او کلتوري اثارو د پلورلو او پېرودلو پر کارو بار قانوني بنديزپلي کول او په اغېزمنه توګه د اړوندو چارو تعقيب او څارل  دي . د دا ډول هڅو يوه څرګنده بيلګه  د عراق هيواد  د لرغونو او  تاريخي اثارو د مصونيت او ساتني لپاره نړيوال بنديزونو اعلانول دي چي  د نړۍ په هر برخه کي په پوره غور پلي کيږي  .  دنړيوالو د مرستي دوهم لوري په هيواد کي دننه د علمي او څيړنيزو ادارو او  نړيوالو علمي موسيسو تر منځ  د افغاني کلتور  دودي او پراختيا  په نيت د اړيکو  تنظيم  او د دې تر څنګ په هيواد کي  د اړوندو  کلتوري او علمي ادارو سره مالي  ، فني او علمي مرستي دي  ، چي په دې  ډول به په هيواد کي  د خپرونو ، څيړنو او د عامه پوهاوي لپاره  داړينو تبليغاتود  ترسره کولو زمينه برابره شي .  

د وړانديزپه توګه  د لرغونو اثارو او تاريخي ميراثونو د ساتني او پالني  لپاره د ملي ملاتړ په لار کي لومړني او اړين ګامونه :   

لومړئ ؛ تر هرڅه وړاندي د  ملي کلتوري پالېسۍ د تدوين او تنظيم لپاره د کلتوري  چاروکارپوهانو ملي کمېسون  جوړيدل (  د مصلحتونو پرته د علمي  پوهي پر بنسټ  د  لوړو زدکړو وزارت له پوهنتونو څخه کلتورپوهان ، د علومو اکاډمي د کلتوري څانګو کارپوهان او په کلتوري چارو کي تجربه لرونکي ملي شخصيتونه کولای شي چي  د ا ملي دنده تر سره کړي .) 

دوهم : په دولتي ادارو او په ځانګړې توګه د کلتوري چارو اړوندادارو کي  افغانستان  ته ژمن  مسلکي  او کارپوهه کسانو ګمارل ، لومړنۍ او نه هيريدونکې دنده ده .

دريم : په اساسي قانون او قانوني لوايحو کي د کلتوري چارو په اړه د دولت دريځ ، د اولس دندي او د ملي کلتور اوملي وياړونو درنښت اوپه قوانينو کي  دهغو بشپړ سپيناوئ ، د ملي ملاتړ لپاره اړين ګام دئ .  

    په درنښت                                                                                               

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006