دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دبريتانيا سنډې ټايمز ورځپاڼې څخه

 

                                             د بريتا نيا سنډې ټايمزورځپاڼې څخه

 

دبريتانيا سنډې ټايمز ورځباڼې دافغانستان د لرغونوآثارو د لوټ او تالان په باب په يوه راپور كې كښلي چې له افغانستان څخه دلرغونو اثارو لېږد او قاچاق نه يوازې دا چي مخنيوۍ نه دئ شوئ  بلكې اوس په دغه هيواد كې په غير قانوني ډول د خپلسرو له لورې دلرغونو اثارو د موندلو لپاره تربل هروخت ډېرې كيندنې روانې دي.

د ورځپاڼې له ليكنې سره سم د افغانستان په هر ګوټ كې د لرغونواو عتيقه اثارو قاچاقبركيندنې كوي او حتى د دې كار لپاره له بهر څخه ماهر كسان ورولي.

سنډې ټايمز وايي په افغانستان كې اوس د لرغونو اثارو لوټمار چاودونكي پړاو ته رسېدلى او يوازې د بريتانيا ګمركي مامورينو په تېرو دوو كلونو كې دافغانستان نژدې څلورټنه لرغوني اثار ضبط كړي دي. د هغوى په قول نيول شوي اثار دهغو اثارو چې له افغانستان څخه لېږدول كېږي په اوړو كې د مالګې حيثيت لري.

دلندن د پوليسودلرغونواوعتيقه اثارو دڅانګې مشر وايي دنړيوالو ډېر پام د عراق لرغونواثارو ته اوښتى حال دا چې دبل هيڅ هيواد تاريخ او لرغونې شتمني داسې نه لوټل كېږي څرنګه چې د افغانستان پر لرغونواثارو تالان ګډ شوى دى.

دسنډې ټايمز د مقالې ليكوال افغانستان د تمدنونودڅلورلارې پر سر پروت هيواد بللى او ليكلي يې دي چې له سكندره رانيولې تر مغول بابره پورې دا هيواد دسترو يرغلګرو په لاره كې د واقع كېدو له امله دنړۍ يوله هغو هيوادونو څخه دى چې خورا بډاى كلتوري ميراث لري خو له بده مرغه په بې رحمانه ډول تالان كېږي.

د لندن د لرغونو اثارو د كشف پوليس وايي د افغانستان هغه اثار چې دوى نيولي دي ډېريې له ميلاد مخكې درېمې پېړۍ سره اړه لري.په هغو كې د بودا مجسمې،دګندهاراتمدن اثار او د ژېړو(برونز) وسلې او سكې شاملې دي.اوس دا اثار د لندن په بريټش موزيم كې ساتل كېږي. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له حكومت سره يې د دغو اثارو په بېرته ورسپارلو خبرې كړي خو دواړه خواوې لاهم اندېښنه لري چې په افغانستان كې د دغو اثارو د ساتنې لپاره لازم امكانات نشته.

دبريټش موزيم د اسيا دڅانګې مسوول رابرټ ناكس وايي افغانستان د كلتوري او تاريخي آثارو له نظره داسې استثنايي هيواد دى چې هر ځاى يې وكينې نو يو نه يو څه پكې موندل كېږي،ليكن له بده مرغه چې دا شتمن ميراث له منځه ځي.ناكس همداراز وايي څه چې تاسې په بريټش موزيم كې وينئ دا دافغانستان دهغو آثارو يوه ډېره وړه برخه ده چې دلته راوړل شوې ده.

سنډې ټايمز ليكلي چې د طالبانو له پرزېدو وروسته نه يوازې داچې د افغانستان د لرغونوآثارو د تالان مخه نه ده نيول شوې بلكې لا يې شدت موندلى دى.د يونسكو مسوولان وايي چې فقر او بې خبري هغه غبرګې ستونزې دي چې د افغانستان د دې لويې شتمنې د لوټ لاره يې اواره كړې ده خو د بريټش موزيم مامورين او مسولان بيا وايي پكار ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د لرغونواثارو د خونديتوب لپاره هماغسې پرېكړه ليك تصويب كړي لكه څرنګه چې يې د عراق دآثارو لپاره منظور كړى دى

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006