دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
غور، لرغوني غوريان او دهغوئ وياړونه ( ورستۍ برخه )

 

( دريمه او ورستۍ برخه )

د غوري پاچاهانوڅخه پاته ودانۍ د اوسني غور ولايت له اداري کرښو څخه بهر د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي شته  اود دی مهال اړوند يو شمير ودانۍ بيا د هيواد له اوسنيو کرښو بهر په نورو ګاونډيو هيوادونو کي د لرغوني او تاريخي وياړ په توګه تر اوسه ساتل شويدي  . د داسي ودانيويوه بيلګه د هند نامتو څلۍ   قطب منار  دۍ  چي نړيوال شهرت لري . که د ليکني  رالنډولو په نيت  د غوري پير د نړيوالو ودانيو د پيژندني راتير شو، بيا هم نه شو کولای چي په هيواد کي دننه د غوري پاچاهانو په واکمنۍ کي جوړي شوي ودانۍ ، يو په يوه را وپيژنو .اړينه ده چي د بيلګو په توګه د هغو ودانيو لنډ جاج واخلو چي د هيواد په دننه کي د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلی دي . خو د اوسني غور ولايت په اوسنيواداري کرښو پوري تړلي نه دي . په دې برخه کي  د هرات نامتو جومات او د بست کلاه ( ششک )  يادوو ، دا د غوري پاچاهانو د مهال هغه دوې بيلګي دي چي  داوسني  افغانستان  لپاره د پيژندګلوي سمبولونو هم دي .

لومړۍ د هرات ستر جومات : د هرات نامتو تاريخي جومات د سلطان عيا ث الدين غوري د واکمنئ پر مهال ودان شويدۍ . دا جومات د هيواد د يوه نامتو ديني عالم امام فخرالدين رازي د ځانګړو هڅو د تنظيم او اغيزمنتيا لپاره جوړ شويدۍ . دا وينا د هغه څو جملو څخه بيله شکه څرګنديږي چي د همدې جومات په يوه برخه کي په عربي ژبه ليکل شوي دي چي : دا جومات د سلطان ارض الله حافظ بلاد الله معين خليفۀ الله غياث الدين معز اسلام وا لمسلمين له لوري ودان شويدئ . خو يوشمير مورخين په دې باور دي چي د دې جومات ودانۍ د غياث الدين په ژوند کي بشپړه نه شوه ، د هغه تر وفات وروسته د هغه زوۍ سلطان محمد بشپړه کړه .

دا جومات چي د هرات ښار پخوانۍ برخه کي د شپاړس جريبه مځکي پر مخ ودان شويدئ ٣٦٠ ګنبدې ، يوسل ديرش رواقه او ٤٤٤ پيل پايې لري . دا جومات د خپل څه زيات اته سوه کلن ژوند په اوږدو کي وران شوۍ هم دئ او د پراختيا او ودانولو چاري يې هم په بيلا بيلو زمانو کي تر سره شويدي . د تموچين د يلغار پر مهال وران شو، خو د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پرمهال يې د پراختيا هڅي وشوې او د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ يې نوي ممبرونه او رواقونه ورته ودان کړل . د هرات په ستر جومات کي د تيموري پير وداني شوي برخي د دې جومات ښکلا او ارزښت لا زيات کړيدۍ ، د امير علی شير نوايی تر لارښوني لاندي د نامتو انجنير ( بنا ) خواجه ميرک په وسيله چي د ستر استاد کماالدين بهزاد استاد هم ګڼل کيږي ،  د ودانۍ هڅي شويدي . دا جومات د شاه اسماعيل صفوي د واکمنۍ پر مهال ( ١٠٤٥ هجری قمری ) يو ځل بيا وران شو، خو په ١٢٥٣ هجري قمري کال د وزير يارمحمد خان دراني په سپارښت بيا ودان شو .او په دې تر تيب په يبلا بيلو وختونو کي وران شوۍ او بيا ودان شويدۍ ، د اعليحضرت عبدالرحمن خان دواکمنۍ پر مهال او بيايې  د حبيب ا لله خان په وينا  د بيا جوړوني او ترميم يوشمير کارونه تر سره شول . او په ١٣٤٠ څخه تر ١٣٤٣ هجري قمري کال د اسماعيل بنا په وسيله يې يو ځل بيا د ودانۍ چاري تر سره شوې . او تر هغه ورسته هم په بيلا بيلو مهالونو کي د اړينو ترميمونو او سمونو لپاره پر له پسې هڅي شويدي .

                

                               د هرات ستر جومات يو انځور

دوهم د بست کلا : د بست کلا چي د بست شيشک په نوم يې زيات شهرت موندلۍ دئ ، د غوري مهال د ودانيو يوه بله بيلګه ده . فرانسوي لرغونپوه فيشر په دې باور دۍ چي د بست کلا د غوري مهال ځانګړتيا وي لري ، خو د بست کلا تر بيا ترميم وړاندي عکسونه دا سي بريښي چي ګويا د هندي سبک تر اغيزي به لاندي به جوړ شوۍ وي . دا شيشک د ځانګړو مراسيمو لپاره کارول شويدۍ او د ښار هغه دروازه وه چي  ښارته د تللو او راوتلولار وه يا په بله مانادا شيشک د ښار په مدخل کي واقع شويدئ .

روسۍ لرغونپوه پوګا چينکوا هم د بست ښار او داتاريخي شيشک د غوري مهال ودانۍ ګڼي او د هغې په باور دا د خپل مهال د ودانيو يوه ځانګړې بيلګه ده ، هغه نقشونه او ډيزاين چي د خښتو په وډلو او سمون کي کارول شويدۍ ، لا تر اوسه دهر ليدونکي د حيرانتيا سبب ګرځي . په منظمه توګه هندسي اشکال کارول شويدي ، او داسي بريښي چي ښايې د يوه لوۍ جومات خواته به دا شيشک ودان شوۍ وي . د شيشک ها خواد خاورينو غونډو په څير دنړيدلو ديوالونو يوه لړۍ شته چي د ښار په لوري به د هغه ديوالو نو ترمنځ د پخوانيو اوسيدونکو لاره وه  . په دې ودانۍ کي د خښتو او تراشل شويو ډبرو څخه کار اخستل شويدئ . د اريک شرو ، په باور د بست د کلا د يوشمير څيړونکو له نظره د غزنوي پير ودانۍ ده خو دهغو نښانو او بيلګو پر بنسټ چي په پوره څرګند تيا ليدل کيږي دا ودانۍ د غوري پاچاهانو د مهال ودانۍ ګڼلای شو . د بست د کلااو د هرات د لوۍ جومات تر منځ ورته والۍ شته چي دا په خپل وار د غوري مهال د ودانيو د سپيناوي لاسوند ګڼل کيږي . د هغو انځورونو او نقاشيو څخه چي د هرات په جومات او د بست په شيشک کي ليدل کيږي په پوره يقين سره د دې دو ودانيو تر منځ د سبک او ډول ورته والۍ ليدل کيږي .

د هاروارد کرن  او  ويليم تروزدل  د څيړنوپر بنسټ چي د بست څخه د نويو تر لاسه شويو ليکلنو او يو شمير نور توکو په اړه يې  تر سره کړېدي داسي بريښي چي دا ليکني په کوفي ليک دي خو د مسعود او بهرامشاه د هغو کوفي ليکنو تر اغيزي لاند نه دي چي په غزني کي شته . د هغوۍ په نظر په زيات شمير کتيبو کي د ( ف ) حرف داسي ليکل شويدي چي د غوري مهال ليکنو استازيتوب کوي او داسي ليکني هم شته چي د ليکني تاريخ  يې د سبکتګين د ليکنو د مهال سره ورته والۍ لري ، او يو شمير نورې بيا تر هغه مهال وړاندي زمانې په بر کي نيسي . چي ښايې تاريخ يې د نهمي پيړۍ څه تر دولسمي ميلادي پيړۍ پوري ومنل شي .

 

                           

                                          د بست کلايو انځور

 

ګران لوستونکي د دې ليکني په اړه د لاندي اخځونو څخه لا زيات مالومات تر لاسه کولای شي :

١ : علامه حبيبي . تاريخ افغانستان بعد از اسلام .١٣٥٧.

٢ : هار وارد ... د بست څخه ځني تراشل شوي خښتي . د افغانستان لرغونپوهنه١٣٦٠ .

٣ : سالک ، شکيب . معماري دوران غوری . د افغانستانو لرغونپوهنه . ١٣٦٨ .

٤ : محمود،  شاه محمود قطب منار . د افغانستان لرغونپوهنه . ١٣٦٤ .

٥ : باوري ، رسول . افغانستان در عهد باستان . ١٣٦٧ .

او نور

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006