دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د يوې ستري کلتوري غميزي په ياد

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

په دې هيله چي د دې کلتوري جنايت  عاملين ژر تر ژره محاکمه او په سزا ورسيږي  ، د هغه ناورين پنځم کال په وير او ماتم يادوو    

 

صلصال تر ورانۍ و وروسته

له بده مرغه ، پنځه کاله وړاندي د مارچ مياشت په لومړۍ اونۍ کي د يوه ګړندي  تبليغاتي کمپاين تر پوښ لاندي  د عربي بنسټپالو کړيو په مخامخ لمسون طالب واکمنانو د بودائي پيرزياتي  مجسمي او له هغې جملې د صلصال او شمامې په نوم دوې ستري مجسمې چي يوه (٥٣) متره لوړه او د بلي لوړوالۍ (٣٥ ) متره ته رسيدۍ ، د شرعي فتوی تر نوم لاندي وراني او ويجاړي کړې .  دا چي ولي نوموړي مجسمي وراني او وچوول  شوې ؟ هغه پوښتنه ده چي لا يې بشپړ ځواب ويلو ته هيڅوک چمتو نه دي . له پېله ديني پوهانو دهغې فتوی شرعي توب ونه مانه ؛ ټولو افغانانو د دي نا وړه کړو مخنيوۍ غوښت ؛نړيوالو علمي او کلتوري موسيسوهم تر زياته بريده زيار وه ايست چي د هغه  امر د پلي کيدو مخه ونيسي ؛ خو دا ټول ونه توانيدل . داسي بريښي چي د بودايې مجسمو ورا نول هم د يوه اوږده پلان يوه برخه وه چي مخنوی يې شونۍ نه وو ، داسي لکه د نيويارک او واشنګټن د سترو برجونو او ودانيو په څير ،  چي د ورانۍ مخنيوۍ يې ونه شو .

په افغانستان کي د بودايې مهال  د مجسمو  او نور  اړوندواثار موجوديت  نه يوازي د دې هيواد د لرغوني تاريخ لپاره ارزښتمن دۍ ،  بلکي د سيمي او نړۍ لپاره هم  هغه مرستيال توکي دي چي د شتون پرته يې د نړۍ تاريخ نه شي بشپړ کيدای .  خو له بده مرغه  زموږ د هيواد د کلتور او تاريخ دښمنانو د بودايې پير زياتي مجسمې له مينځه يوړې  ، چي په هغو کي  د باميانو ولايت هغه   دوې ستري مجسمې  هم وراني شوې چي د هر افغان لپاره د تير تاريخ يوه ستره  بيلګه وه .  هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنشکا (احتمالا ١٢٠ ميلادي ) د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوۍ مدنيت زيږيدلۍ اود پراخيدو زمينه يې برابره شوې وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي  د ګريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دا مدنيت  په افغاني کلتور پاله چاپيريال   کي   ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي . د دې مدنيت ځانګړتيا دا وه  چي  له يوې خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې روحانيت په ځان کي ونغښت  . د دې  تمدن رښې  په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو ګاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ .

 تر هغه چي ستر کنشکا  بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، بوديزم د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توګه د هند په محدوده کي بندي پاته شوې و . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو هم د خپلو هنرونواو د ختيځو خيالاتو سره د هغود يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا ستونزي ليري شوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په نتيجه کي  د يوه ستر تاريخي تمدن  بنسټ کښيښودل شو . دګريکو بوديک تمدن   پر هيواد او سيمي هر اړ خيز  اغيزي  وښندلې ، د جاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هندڅخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي يې تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان ،  په افغانستان کي د ودان شويو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو او  په ځانګړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول .
د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل شوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي شته . ((فاهيان )) تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکۍ دۍ  چي د باميانو په اړه  ليکني لري . نوموړي په ٤٠٠  ميلادي کال د باميانو دره ليدلې او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . هغه  ليکي چي :  د باميانو دره شنه او پاکه ده ،د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې شته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداګران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د را هبانو لپاره ځانګړي صومعي جوړي شوي ،او د مواشيو او بوده ګانو لپاره بيل ټاټوبي شته .
تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ (( هيونتسنګ )) وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول کړيدي ،  نوموړي په ٦٠٠  ميلادي کال د افغانستان سفر کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي شته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته ګمارل شويدي . په لسګونو مدرسې شته چي هره مدرسه کي  لږ ترلږه زرتنه زده کونکي  روزل کيږي  . هيونتسنګ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانګو به هغې مجسمې طلايې رنګ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه شوي وي . تر هيونتسنګ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په ٧٢٧ ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي .
د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه ( ٣٠٠ )کاله د باميانو او په ځانګړي توګه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل شوي ،د دي سره سره چي د يوشمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه شوې ، چي د بيلګي په توګه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رايادولای شو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وشوه چي د تموچين يا چنګيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم په دې  ونه توانيدۍ چي د لویی مجسمي سر ته  خپل غشۍ ورسوي . او تر هغو ورانکارو وروسته   د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنګ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي مخ ته زيان واړاوه .
د افغان انګليس د لومړۍ جګړي پر وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودايې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وشوې ، برنس په ١٨١٩ ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودايې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه  يې زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل .چارلس مسون په ١٨٣٥ ميلادي کال د بودا دوې ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړو برخو ته رسيدل .کپتان متلاند په ١٩٢٢ _١٩٢٤ ميلادي کالونو په ترځ کي  باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړې .
په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته ( ١٩٢٢ ميلادي کال ) د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه ( الفرد فوشه ١٩٢٢ ميلادي کال ) لخوا وڅيړل شوي .  د نوموړي په اند دا مجسې د هندي راورتي مجسمو سره يوشان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرګنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صلصال او بله د شامامه په نوم يادېدې  ، جوړي شوي وې  . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هغو څيړنو ته دوام ورکړيدۍ چي د بيلګي په توګه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي شو .
د باميانو لرغوني اثار د ګريک بوديک او په ځانګړي توګه د ګندهارا د هنر ارزښتمني بيلګي او يادګارونه دي،    خو له بده مرغه په راورسته شلو کالونو کي په پرله پسې توګه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ شول . فرانسوي نامتو اونيزي
L.Xpress د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په ١٩٩٦ ميلادي کال وليکل چي (( د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه شويده  ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای شويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر شته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي شوي وې ،  هغه هم يوشمير يا له منځه تللي اويا د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه شوي او وراني شويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نشته يوازنۍ څه چي هلته په ستر ګو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل شوي چي (( قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ( ١٩٩٥ ميلادي کال)) .

 په باميانو کي د لرغونو اثارو دمصونيت او ساتني چاري   زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غميزي د پيل سره يوځای له مينځه ولاړې او ور  ورو يې د لوټ  تا لان  او ورانۍ لړۍ داسي پيل شوه چي  په ٢٠٠١ ميلادي کال  د مارچ مياشتي په لومړۍ اونۍ کي خپل لوړ بريد ته ورسيدل  ، او د افغانستان په تاريخ کي ديوي غمجني پيښي په توګه هغه  دوه ستر او ارزښتمن وياړونه ( صلصال او شا ما مه  )  د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په  کارولو سره  د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچوول شوه  ، چي نن  د هغه ناورين  پنځه کاله پوره شول ، خو لا تر اوسه هغه مجرمين او ورانکاري  د هغه ملي خيانت  او ويجاړونکي عمل  په جزا نه دي رسيدلي  . په دې هيله چي د دې کلتوري جنايت  عاملين ژر تر ژره محاکمه او په سزا ورسيږي  ، د هغه ناورين پنځم کال په وير او ماتم يادوو .   

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006