دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
بريالۍ يون ؛ يوه اونۍ په هلند کي
  ليکوال : پوهنوال رسول باوري   

       

               ( د افغانستان د ملي موزيم د رئيس  ښاغلي مسعودي دبريالي يون په اړه )

 

د هلند هيواد عام اولس  د لويديځي اروپا د نورو هيوادونو د وګړو په څير د  تلويزيوني  ،  را ډيويې  او اخباري خبرونو او  راپورونوسره زښت روږدي دي . دلته هغه خبره چي  ميډيا د ذهنونو واکمنه ده ؛ په بشپړه توګه  رښتينې ده . په سلګونو بيلا بيل تلويزيوني پروګرامونه ، په زرګونو ډول ډول را ډيو يې خپروني  او په مليونونه تيراژه بيلا بيل اخبارونه  په څلورويشت ساعتونو کي  د اولس د خوښۍ او خبرتيا لپاره خپريږي . ټول وګړي د خپل ايالت ،  هيواد ، سيمي او نړۍ د ورځنيو پيښو څخه د همدې رسنيو له لاري خبر تيا تر لاسه کوي  ،د زيات شمير  هلنديانو لپاره  د افغانستان او د افغانستان په تړاو د خبرونو د رسيدو لاره هم همدا رسنۍ دي  .

افغانستان د تيرو شلو پنځويشتو کالو په ترځ کي د هلندي  خبري رسنيو لپاره لومړۍ ، دويم او دريم ځای درلودلۍ دۍ . يو وخت  د روسي ځواکونو پر خلاف  د افغانانو د وسله والي مبارزې خبرونو  ، د دې هيواد د رسنيو لوۍ سر ليکونه  جوړول  ، بيا په هيواد کي  د خپل منځي جګړو خبرونه د رسنيو غټ ټکي وه  ، خو هغه وخت چي  پر افغانستان د واکمن د طالب رژيم په وړاندي نړيواله ټلواله جوړه شوه ، په هلند کي هم  د اخبارونو تر ټولو ستر ټکي د افغانستان  څخه تازه  خبرونه وه  ، او  د خبرونو دا لړۍ لا تر اوسه په يوه او بل شکل روانه ده .

له بده مرغه د هلند هيواد عام اولس  که د افغانستان  او افغانانو په تړاو لږ ډير اوريدلي وي  هغه به زيات په افغانستان کي    د جګړې او ورانيو په اړه خبرونه  وي ، او تر دي هاخوا که بل کوم کلتوري او فرهنګي خبر هم سر ليک ته ځان رسولۍ وي هغه  به هم د هيواد د کلتوري ورانيو په اړه خپور شوې وي . لکه د موزيم تالان ، د سترو مجسمو ورانول ، د لرغونو توکو قاجاق  او داسي نور . د دې تر څنګ هغه شمير افغانان چي د کډوالۍ په نيت دې هيواد ته راغلي او ميشت شويدي ، هغوۍ هم  همدا جګړې ، ورانۍ او تالان  د خپل راتګ لاميل ګڼلۍ او د خپلو ادعاوو په سپينولو سره يې په دې هيواد کي د اوسيدو زمينه تر لاسه کړيده .

خو په تير ٢٠٠٤ ميلادي کال کي يوداسي کلتوري خبر د هلند خبري رسنيو سر ليک ته ورسيدۍ چي په تيرو زمانو کي يې هيڅ ساري نه وو . دا  دافغانستان د  نامتو موزيم پوه ښاغلي عمراخان مسعودي  د هغو زيارونو او ربړونو په تړاو خبرو چي  د هلند هيواد  ديوې نامتو جايزې په ورکولو سره    د نوموړي ستاينه وکړل  . دا جايزه چي د پرينس کلاوس په نوم ياديږي  هر کال د نړۍ هغو فرهنګي او کلتوري شخصيتونو ته ورکول کيږي چي د خپل هيواد په کلتوري لوړتيا  ، کلتور پالني اوکلتور غوړوني کي  يې نوښت کړي وي او يا يې د ودي لپاره ځانګړتيا ښودلې وي .  د پرينس کلاوس د نړيوالي کلتوري جايزي لپاره اړوندي  ادارې ته د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه په لسګونو کانديدان  ور پيژندل شوي وه ، چي  له نيکه مرغه  ښاغلۍ عمراخان مسعودي د افغانستان د کلتوري ميرا ثونود يوه سر سپارلي ساتندوۍ په توګه  د دې جايزي  وړ وګڼل شو ، او دا وياړ يې  هم د خپل هيواد لپاره د چوپړ او خدمت په  لاره کي تر لاسه کړ .

شهزاده کلاوس د هلند هيواد د اوسنۍ واکمني مليکې ( بيا تريکس ) ميړه وو ( ١٩٢٦ کال زيږيدلې او په ٢٠٠٢ زيږد کال ومړ ) په ١٩٩٦ ميلادي کال يې د کلتوري هڅو د ستايني او پالني په نيت  يو نړيوال مرستندويه فوند د پرينس کلاوس په نوم جوړکړ. چي د خپلو کلتوري موخو  تر څنګ ،کالنۍ نړيواله جايزه د کلتوري هڅو د پالني او هڅوني لپاره هم لري . دا جايزه په بيلا بيلو هيوادونو کي د کلتور په برخه کي زيارکښو او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي .

د پرينس کلاوس  مرستندويه ادارې له خوا  ښاغلۍ مسعودي  ته  رسمي بلنه وليږل شوه چي د هلند هيواد  د يوشمير علمي ، کلتوري موسيسو  او شخصيتونو سره د پيژندګلوۍ  په نيت هلند ته د يوې اونۍ لپاره  ورشي . ښاغلۍ مسعودي    د روان ٢٠٠٥ ميلادي کال  داکتوبر مياشتي په د ويمه نيټه  ،  د هلند هيواد پلازمينه امستر دام ته ورسيدۍ . د پرو ګرام سره سم  په هوايې ډګر کي  د هلند هيواد د يوشمير کلتوري او علمي مخورو له خوا ورته  هر کلۍو ويل شو .

ښاغلۍ مسعودي د اکتوبر د ٢ دوهمي نيټې څخه د اکتوبر تر ٩ نهمي نيټې پور ي   د هلند په بيلا بيلو کلتوري او علمي ادارو  کي  د افغانستا ن د تاريخي او لرغونو اثارو په اړه  سمينارونو ته ويناوي واورولې او د هلند د نامتو ورځپاڼو سره يې مرکې او مصاحبې تر سره کړې ، او د يوشمير علمي او کلتوري ادارو سره يې د افغانستان د کلتوري او علمي  ادارو په وړاندي  دپرتو ستونزو په تړاو  خبري وکړي او د يو شمير تفاهمو نو او سپارښتونو له لاري يې  د افغانستان سره په کلتوري چارو کي  د مرستو ډاډ تر لاسه کړ . اوهم يې  په هلند کي د ميشتو افغانانوسره  ليد ه  کاته وکړل  . په دې  لنډه ليکنه کي شونې نه ده چي  د ښاغلي مسعودي د يوې اونۍ ټولي برياوي  را يادي کړو ، يوازي د يو شمير هغو خپروشويو مضامينو او ليکنو د  بيلګو په  يادولو بسنه کوو   چي په  هلندي ورځپاڼو  کي يې انګازې  کړيدي  .

دهلند  يوې نامتو اوپه مليونونو تيراژه خپريدنکي ورځپاڼي   (  Spits  )  خبريال  ( John Maes      )   د ښاغلي مسعودي  هغه وينا د خپلي ليکني سر ليک ګرځولۍ دۍ چي ويلي يې وه : د افغانستان ملي  موزيم په کابل کي ډير ناوړه حالت درلود ، موزيم چور شو ، اور يې واخست ،  اثار يې مات شول ، يو شمير يې په راکټونو ټوټه ټو ټه شول  ؛  او تر دې  کرښو ورسته سمدستي  ليکي چي :  خو د موزيم مشر عمراخان مسعودي  راتلونکي ته  ګوري ، هغه هيله من  دۍ چي  د نړيوالې ټولني په مرسته به  بيا  هم هاغسي  ډير ښه موزيم ودان کړي ، چي پخوا وو  .

د همدې ورځپاڼي  په راپور کي راغلي چي : د دې سره سره چي په لسګونوزره  ارزښتمن اثار د افغانستان د ملي موزيم څخه لومړۍ پاکستان او بيا اروپايې هيوادونو ته په ناقانونه  او قاچاق توګه وړل شويدي ، لا هم تر څلور ويشت زرو زيات ارزښتمن تاريخي او لرغوني اثار د افغانستان په ملي موزيم کي شته چي په لرغونو زمانو کي د افغانستان کلتوري ، تجارتي او سياسي ارزښت  جوته وي . په دې تاريخي توکو کي د منځنۍ اسيا ، مصر ، روم ، يونان  ، هند او چين لرغوني اثار ساتل شويدي ، چي د لرغوني افغانستان د هغه مهال د نړيوال ارزښت او وړتيا  سپيناوۍ کوي . ( Donderdag 6 Oktober 2005  Sp!ts      )    

  

                                    د ښاغلي مسعودي انځور په  ( Sp!ts  ) ورځپاڼه کي

 

                                         

                        په  (  Sp!ts  ) ورځپاڼه کي د افغانستان د يوه تاريخي اثر انځور

 

د هلند هيواد يوې بلي  نامتو ورځپاڼي  ( Het Financieele Dagblad       ) د ښاغلي مسعودي  سر ځانګړې مرکه په بشپړه توګه خپره کړيده ، د ورځپاڼي خبر يال  (  Chris Reinewald     ) د ښاغلي مسعودي په باب د راپور  لپاره د  ( د يوه موزيم د مشر زړه ور توب    ) سرليک غوره کړۍ ، او بيا يې  د ښاغلي مسعودي تر لوۍ  انځور لاندي  دا  جمله کښلې چي  :  (( په افغانستان کي  د هر چا ژوند ته د زيان رسول  شوني وو  )) او تر هغه ورسته يې  په خپل  راپور کي هغه ټول معلومات چي د ښاغلي مسعودي له خوا د سيمنار په څير وړاندي شوي وه ، خپاره کړيدي  .  

د دې ورځپاڼي  د راپور په يوه برخه کي داسي لولو  چي :  د کورنۍ جګړې پر مهال  موزيم  نه کړکۍ  درلوده  او نه  ور  ، په ساړه ژمي کي چي سوړ شمال به لګيدۍ  په خپلو کارونو د خپلو زړورو کارکونکو سره  د اثارو د سانتي او ژغورني  په نيت په پر له پسې کار بوخت وو ، او زموږ سره  يوځاې نورو دوستانو لکه نانسي دوپرې . کارلا ګريسمان   ، د هلند هيواد  يت   پان   کريکن  او د هغو ملګرو به د موزيم په کارونو کي برخه اخستل  او يا به يې په وخت او موقع مالي  مرسته کول   . او د ژوند په ډيرو ناوړه حالاتو کي مو د خپلو کلتوري او تاريخي وياړنو ساتنه او پالنه کړيده . ؛؛  د ښاغلي مسعودي په زيار ساتل شوي اثار   په حقيقت کي د نړۍ د يوې داسي برخي د اثارو څخه ساتنه وه چي په شتون يې د نړيوال تاريخ  زياتي ناڅرګندي برخي راڅرګنديدلای شي   ( Zaterdag 22 Oktober 2005 Het Financieele Dagblad      ) 

 

                     

                           په ( Het Financieel Dagblad  ) کي د ښاغلي مسعودي انځور

 

د هلند هيواد يوه بله نامتو ورځپاڼه  چي  ( Volkskrant   ) نوميږي  ،د هغې خبر يال  هم د ښاغلي مسعودي سره ځانګړې مرکه کړيده  . دې ورځپاڼي   د ښاغلي مسعودي  له خوا د ورکړل شويو  سيمنارونو او لکچرونو څخه ارزښتمن مطالب را ټول کړي  او د ورځپاڼي په ځانګړي کالم کي يې  خپاره کړيدي . د نوموړي ورځپاڼي  خبريال  ښاغلي  ( Cor  Speksnijder    ) د خپل راپور  سرليک د ښاغلي مسعودي  په يوه  وينا پيل کړې  او ليکي  چي  د افغانستان ملي موزيم مشر وايې چي :  زه ځان مکلف ګڼم دا زما   دنده  ده ؛ او په دې باور يم چي خامخا بايد  د خپل هيواد  کلتوري ميراث  وساتو . ما او زما ملګرو په دې لار کي   حتی خپل ژوند ته  خطر منلۍ دۍ .

د دې ورځپاڼي  د راپور په يوه برخه کي لولو چي : د ښاغلي مسعودي سره هغه کتاب هم وو چي په هغه کي د افغانستان د لرغونو او تاريخي اثارو عکسونه  خپاره شوي وه . په دې  کتاب  کي د داسي توکو انځورونه ځای شويدي  چي نه يوازي د افغانستان بلکي د سيمي او نړۍ د تاريخ لپاره ارزښتمن ګڼل کيږي .  په هغو کي يوشمير هغه انځورونه خپاره شويدي  چي د دويمي ميلادي پيړۍ څخه تر شپږمي ميلادي پيړۍ پوري زمانه په بر کي نيسي  چي په افغانستان کي د بودايې  مذهب مهال ګڼل کيږي  . او  دا اثار او تاريخي توکي د بهرنيو هيوادونو  د يوشمير نامتو لرغونپوهانو په زيار د افغانستان د بيلا بيلو لرغونو سيمو څخه تر لاسه شويدي ، چي ملي او نړيوال ارزښت لري . ( Volkskrant 10- 10- 2005     

 

                              

                        په  ( Volkskrant  ) ورځپاڼه کي د ښاغلۍ مسعودي خپور شوۍ انځور  

 

 لنډه دا چي ،  ښايې د هلند اولس به د افغانستان په اړه د تيرو شل پينځه ويشتو کلونو په ترځ کي د خپلو رسنيو له لاري د افغانستان د کلتور او تاريخ په اړه دومره زيات او ارزښتمن مطالب نه وي اوريدلي او لوستلي  ، لکه چي هلند ته دښاغلي مسعودي د رسمي بلني پر مهال يې واوريدل ، او يايې ولوستل  . او ښايې هلند ته په يادشويو کلنو کي د افغانستان بيلا بيل دولتي او سياسي استازي ، او چارواکي راغلي وي خو د هلند خلکو به يوازي د هغوۍ  د سفر خبرتيا اوريدلي او لوستلې وي ، ولي  دا ځل د ښاغلي مسعودي له برکته  په هلند کي د افغانستان د وياړلي  لرغوني تاريخ   په تړاو مقالې ، مرکې ، او راپور تاژونه خپاره شول ، چي  په هلند کي د مسلکي  او علمي کړيو  او موسيسو برسيره  د زياتوعامو هلنديانو د پاملرني وړ وګرځيدل .  

 

           

                     ښاغلۍ مسعودي په هلند کي  ميشتو افغانانو غونډي ته د وينا په حال کي 

 

             

                         د ښاغلي مسعودي په وياړ د افغانانو د جوړي شوي غونډي  يوه برخه

 

             

                                      ښاغلۍ مسعودي  او د غونډي نور برخه وال

 

ښاغلۍ عمراخان مسعودي   ( ٥٧  )  اوه پنځوس کاله وړاندي د لوګر ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کي سترګي نړۍ ته پرانستي دي . لومړنۍ زدکړي يې په محمد اغه کي تر سره کړي  ، بيا يې د منځنۍ ښونځۍ او لېسې زدکړي   د هيواد پلازمينه  کابل کي بشپړي کړي او د کانکور تر ازمويني وروسته يې د کابل پوهنتون  د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ څخه  د ليسانس  دپلوم تر لاسه کړيدۍ . د زدکړو د پای ته رسيدو سره سم يې   د هيواد په فرهنګي چارو کي چوپړ ته دانګلي او  پر له پسې ديرش کاله يې  د افغانستان ملي موزيم  کي   د مسلکي کارپوه په توګه دنده تر سره کړيده .  د خپلي کورنۍ  سره يوځاې د هيواد په غيږ کي  اوسيدلۍ او د ټولو ناخوالو سره سره  د کابل د اسمايې غره په شان هسک پاته شويدۍ .

 

                              ښاغلي مسعودي  ته  په کلتوري هڅوکي د لا نورو بريو په هيله

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006