دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
موږ له کومه ځايه راغلي يو ؟

د نشنل جغرافيا مجلۍ څخه

نوامبر ٢٠٠٥  ميلادي کال

ليکوال : Jamie Shreeve

 

ژباړونکي : نجيب باوري  او شفيق باوري 

                                                                         

 

زموږ د نيکونو ( D.N.A  ) موږ ته دا را په ګوته کوي چي زموږ پخواني نيکه ګان څنګه په نړۍ کي ووېشل شوه

زموږ تير ژوند له افريقا څخه پېل کيږي چي هلته ښکاريان او را ټولونکي اوسيدل  .  او اوس دادۍ٢٠٠٠٠٠ دوه سوه زره کاله  وروسته شپږ نيم مليارده وګړي  د نړۍ پرمخ  ژوند کوي . هغوۍ  په تيرژوندکي جګړې او  سولي ازمايلي   ،  په بيلا بيلو عقيدو  ، يوه  لوی خداۍ  عقيده ،  بوديزم او په زرګونو نورو مذهبونو سره يې د ژوند تړاو وساتۍ  . دا يون د انسانانو يوشمير ټولګيو د اور لګولو تر  مهاله  ورساوه او يوشمير نورو بيا وکړای شول چي  دايون  د کمپيوتر تر پاڼو  ورسوي   .

د پخوانيو انسانانو ليږد ، ميشت  او ويش  د دې ليکني  منځپانګه ده . د انسانانو د پخواني تاريخ تر ټولو ستر پير همدا برخه ده .په دې برخه  کي زياتي داسي پوښتني شته چي لايې ځواب نه دئ موندلۍ  ، لکه : د افريقا په وچه کي لومړني انسانان څوک وه ؟  څه پيښ شول چي د پنځوس زرو کالو څخه تر اتيا زرو کالو پخوا زمانو  انسانانو خپله پخوانۍ مېنه ( افريقا ) پرېښودل  اسيا اواروپا ته يې لېږد پېل کړ ؟  هغه کسان چي دې سيمو ته راغلل هغوۍ د همو ارکټس او که نياندر تال سر يوځای شول  ؟ او دا چي کوم څوک د لومړي ځل لپاره  سهيلي او منځنۍ امريکا ته ولاړل او  څنګه هلته ميشت شول ؟ تر کومه ځايه محيطي او جغرا فيايې شرايطو د انسانانو په وده او پر مختګ کي رول  ولوباوه ؟ لنډه دا چي  موږ څنګه وده وکړل  ، څوک يو اود کومه ځايه راغلۍ يو ؟

دې پوښتنو ته به د نشنل جغرافيا هغه  نړيواله جنيتيکي پروژه  چي په   

( Worldwide Genographic Project  (   نوم يادېږي ،  ځواب ووايې چي دروان کال په اپريل مياشت کي پيل شوه . د دې پرو ژې مالي لګښت  ای . بي . ام  ( I.B.M.   ) شرکت له لوري ورکول کيږي او د پوهانود يوې لويې  ډلي له لوري به يې ملاتړ کيږي  چي د بيلا بيلو زرګونو وګړو  جنتيکي  ازموينه به تر سره کړي   .  د دې ميتود په کارولو سره هيله من يو چي د پخوانيو ليږديدونو او د ليږد لارو په پوهيدلو سره و کولای شو چي د بيوجيوګرافيکي پيژندني په اړه ترهغه چي اوس پوهيږو  لا زيات مالومات تر لاسه کړو .

د دې جينو ګرافيکي پروژې  لګښت ته  ٤٠ څلويښت مليونه  امريکايې ډالره تخصيص ورکړل شوۍ  اوتر  پنځو کالو پوري به دوام وکړي . اټکل کيږي چي د دې پروژې په پلي کيدوسره به يوشمير ناڅرګنده برخي برملا شي . خو لا يوشمير کسان په دې باور دي چي زيات نوي څه به تر لاسه نه شي . د دې پروژې ملاتړي کسان په دې باور دي چي  هغه انساني ډلو  ( بومي وګړو ) ته به  زياته پاملرنه کوي چي د ورکيدو پر مخ درومي . خو د دې پروژي په پلي کيدو هغه بومي وګړي تشويش لري  چي دا پرو ژه به هغوۍ ته تر ګټه تاوان ډير کړي . د دې پروژې مشري د  جينتيکپوه  او په  نشل جغرافيا ادارې   کي شامل  څيړونکي  او د   د انسان يون      (  The Journey of Man  ) په نوم ليکلي کتاب ليکوال   ښاغلي  سپينسر ويلز ( Spencer Wells   ) په غاړه ده .هغه په منځنۍ اسيا او سايبريا کي هم څيړني تر سره کړيدي .نوموړي داسي لېري پرتو سيمو ته د څيړني په نيت تللۍ چي د څيړنو لپاره هلته پخوا څوک نه دي تللې  ، او له هغو سيمو څخه يې د هغوۍ د ليږد په اړه داسي معلومات تر لاسه کړيدي  ، چي نوي او تازه دي .  هغه وايې چي : زه يو مورخ يم او په علمي توګه پخوانۍ زمانه څيړمه ؛

د انسان جنتيکي رمز په سلو کي٨، ٩٩     يو او بل ته ورته دۍ .  په تر تيب سره يوشمير بيلګي شته چي د انسانانو تر منځ په پاته په سلوکي ٢، ٠  د سترګو د رنګونو بيلوالۍ  ، د پوست  يا پوټکي رنګونه  ، د يوشمير ناروغيو ډولونه ، او په دې پاته صفر  اعشاريه دوه کي  دا هم کيدای شي چي ناڅرګنده حالات چي ورته ګوته ونه نيول شوه شامل وي .کله ناکله  بې تاوانه اوښتونونه  هم ځای نيولۍ  چي د هغو ټولو  لپاره ګټور تمام شويدي . د جنتيک پوهانو په وينا د همدې  کوچنۍسلنۍ ( فيصدي ) دننه هم  دا څرګنديدای شي چي  د  دو انسانانو نيکه ګان بايد  يوه تن ته ورسيږي  .

هغه جينيتيکپوه  څيړونکي چي د بيلا بيلو ډلو د (  D.N.A.   )  په څيړنه بوخت دي کولای شي هغه اړيکي بيا راجوړي او وپيژني او په دې ترتيب موږ هغه اصلي ټاټوبي  ته  وروګرځوي  چي  په رښتني توګه  هغو انسانانو لومړۍ کارولۍ دۍ . يا په بله وينا ويلای شو چي زموږ د نيکه ګانو لومړنۍ ټاټوبۍ افريقاوه .

داسي چي وويل شوه هسي هم اسانه نه ده ، د جنيتيکپوهانو لپاره يوکوچنۍ بدلون هم   ارزښتمند دۍ د دوتنو په D.N.A کي   د هر ځل يو وړوکۍ بدلون پيښيدل کولای شي چي د راتلونکي  انسان په جوړښت کي ستر رول و لري . بدلونونه په D.N.A. کي پر ډيرو لږو برخو څرګنديږي  يو له هغو څخه په ( Mitochondriaal    )  ميتو کاندريايې جوړښت  کي بدلون دۍ ، چي هره مور يې خپل ماشوم ته ليږدوي . او يو بل يې هم د( Y-Chromosoom  )  y  کرو موزوم دۍ . هغه چي د پلار په وسيله  خپل ماشوم ته ليږدول کيږي او د هغه نارينه جنسيت ټاکي . د انسانانانو  د نېکونو تاريخ  او دهغوۍ د ودي  پړاونه په ميتو کاندريايې  D.N.A.  او  دنارينه  y  کروموزوم  کي نسي  څرګنديدلای . دا په يوه لويه تنه کي يوازي وده واړه مزي دي  ،  هغه چي انسانان يې هر وخت لري  او هغه  يې بشپړ کړيدۍ . که  ميتوکاندريا يې  D.N.A.   او د Y   کروموزوم په بيلا بيلو وګړو کي سره پر تله کړو ، جينتيکپوهان کولای شي چي د هغو څخه په ګټه اخستني سره  دا ووايې چي  دا ټوله يو له بل سره اړيکي لري  او له هغو څخه يو نړيوال تصوير جوړ کړي . ځکه دا ويل کيږي چي د ودي څرګند بهير منظم دۍ .  کولای شو ووايو چي په کومو حالاتو کي دوه جمعيتونه سره بيل شويدي . د دې څانګو په تعقيب سره پوهانو لومړۍ هغه اتلس طرح کړۍ چي په هغه کي دلومړي ځل لپاره د انسانانو هومو سپين ډلو افريقا پريښودل او ليږد يې وکړ . مګر په دې اطلس  کي ډيري نيمګړتيا وي ښکاري . زياتي پوښتني لا زموږ د نيکه ګانو د ليږد په اړه بي ځوابه پاته دي .

تر ټولو ښه طريقه زموږ د پوهي د لوړولو لپاره د بيلګي تر لاسه کول دي . دا بيلګه  تر ممکنه حده د هغو انساني ډلو څخه ترلاسه کيدای  شي چي   په لېرو پرتو سيمو کي ميشت وي  . د ( ٩٠ ) نوي يمو کالونو په پيل کي پاليو جنيتکپوه لوکا کوالي سفورزا ( Luca Cavalli- Sforza   ) د ستان فورد پوهنتون  استاد ، غوښتل  چي د D.N.A د ډاټا ستره ذخيره د نړۍ د هغو وګړو څخه جوړه کړي چي بومي  پاته  دي  او لايې  دنورو سره اړيکي نه شته . د دې  پروژې ( Humam Genome Diversty Project  ( ملاتړکونکو  په بيړه داپروژه  پلي کړل . دا ځکه  چي  دا وګړي  د جګړو ، مريضيو اولوږي  له  امله د مرګ تر پولي تحديديږي  او د دوۍ په څير د نورو وګړو جنيتيکي بيلګي هغه وخت  له لاسه ووتلې وې ، چي نړۍ وال کيدل پېل شول .

کوالی سفور زا په دې باور دۍ چي د انساني جنتيکي څيړنو  له لاري  د انسان جنتيکي اوښتني  او ريښه پيدا کولای شو . خو د دې پلان په وړاندي دا ستونزه شته چي هغه څنګه پلۍ شي . يوشمير کلتوري اتنوګرافرانو د بيلا بيلو جنيتيکي ډلو په تړاو د دې پروژې څخه د راسيسسم تر بريده کار واخست . يوشمير اتنکي ډلو د دې پروژي د پلي کيدو مخه ډب کړه ، د هغوۍ په اند ښايې د دوۍ د هغو اخستل شويو وينو څخه به دا څيړونکي د دوا په څير زياته ګټه واخلي  ، خو موږ ته به يې مالي ګټه نه وي رسيدلۍ . يوشمير بيا دا څيړنه د مذهب توهين ګڼي ، د هغوي له انده ښايې د هغوۍ د وينو اخستلو وروسته به د هغو وينو څخه  د نويو حجرو په جوړولو کي کار واخلي  او بيا به د  نيويو جوړو شويو حجرو څخه د نورو څيړنو لپاره کار واخلي . د همدي منفي عکس العملونو په نسبت د (  H.G.D.P.    ) دې  وړاندي شوي پروژې  د اړتيا وړ مرسته ترلاسه نه کړل   ، چي د ودي لاره يې طۍ کړې واې .

 

يو بل څيړونکي ستيفان ويلز چي په ايتاليا کي يې د دکتورا دپلوم د تيزيسس لپاره څيړنه کړي وه ،  د کوالي سفور زا د ناکامو تجربو څخه  پوره  ګټه واخستل   . نوموړي د خپلو نويو اندونو په رڼا کي د  ( H.G.D.P.  ) ادارې ته نوۍساه ورکړل . د تيرو تيروتنو څخه يې زده کړه وکړل  .  ويلز  نشل جغرافيا ټولني  ته د څيړونو نوي لاره وښودل  . د دې اند پر بنسټ د  فينيسېرس  (Feniciers    ) د سيمي  پر اوسيدونکو د څيړني وړانديز کوي ، چي د هغوۍ له لاري پخواني ويشل شوې ډلي را وپيژني .  دا سيمه د مديترانې بحيرې پر څنګ پرته ده . په نوموړي سيمه کي د ميشتو اوسنيو انسانانو د (  Y  ) کروموزوم  په وسيله  د هغوۍ پخواني نېکونه پيدا کړي . دا پروژه په چټکۍ د نړۍ يبلا بيلو برخو ته ورسيدل او د پلي کيدو لپاره يې   (Waitt Family Foundation ) ويت فاميلي فونډيشن څخه د پنځو مليونو امريکايې ډالرو مرسته تر لاسه کړل .  دا مرستندويه اداره  د ( Gateway   )  په نوم د يوه کمپيوتري شرکت  خاونده هم ده . اود دې پروژې سره د   IBM   شرکت هم مالي او تخنيکي مرسته کړيده .

بيله دې  مالي مرستو  هغه و غوښتل  چي ديو مرکز په شمول د نړۍ په يبلابيلو برخو کي سيمه ايزي ادارې پرانيزي او د هغو لپاره مرستيال ملګر ومومي  . په دې معنی چي په دې   لسو مرکزونو کي هر مرکز سل تنه ملګري ولري چي هغوۍ په سلو بيلا بيلو جنتيکي ډلو کي څيړني وکړي . 

په سلګونو زره را ټول شوي د وينو بيلګي  اود هغو ډل بندي ، د دې پروژي د ملا تير جوړوي . دا بيلګي ښايې يوه داسي هم اهنګه ټولګه په لاس راکړي چي په هغو کي  د ژبپوهني او لرغونپوهني له اړخه د انسانانود ليږد لپاره ښه لاسوندونه ولري . همدا شان په دې څيړنيزه پروژه کي دسره ورته  او يوشان په لاس راغلو منابعو په وسيله هغه فوسيلونه هم وڅيړو چي د لرغونو انسانانو څخه راپاته دي .

هڅه بايد وشي چي د نشنل جغرافيا داوړاندي شوې پروژه  د ورکيدو څخه وژغورل  شي داسي نه  لکه چي د  ( H.G.D.P.   ) وړاندي شوې پروژه ډوبه شوه . که داسي شول نو ويلز به هيڅ کله ددې پروژې بشپړتيا ته زړه ښه نه کړي . د دې پروژي په پاې کي کولای شو  دا ټوله معلومات بې ارزښته او د نښانو پرته پرانيستي معلوماتي بانک ته وسپارو . 

 

 

١ _ د زيږيدو ځای افريقا : د مدرن انسان اناتومي ٢٠٠٠٠٠ دوه سوه زره کاله پخوا منځ ته راغلې ده . د اتوپيا په کيبيش ( Kibish    ) نومي سيمي کي  د لرغوني انسانو په لړۍ کي  تر ټولو پخوانۍ فوسيل لاس ته راغلۍ دۍ . او د اسرائيلو په قافضه ( afzeh Q   ) نومي سيمي کي د پخوانيو انسانانو هغه مسير څرګند شويدۍ چي د افريقا څخه د لومړي مدرن انسان د وتلو نښي لري . مګر د ليږد دا لړۍ  به په مرګونو سره  پای ته رسيدل .

٢ _  د افريقا څخه د وتلو دوهم پړاو : د اتيا زره څخه تر شپيته زره کاله پخوا زمانو کي دوهمه ډله له افريقا څخه ووتل . د ليږد د دې لړۍ د وګړو کورنۍ ( پلار او مور ) ټوله د افر يقا څخه نه دي ستانه شوي . د کارپوهانو له لوري دې ډلي ته د انسان ډوله نوم ورکړل شويدۍ  ، چي د  ( Eurazie   ) يورو _ اسيا په نوم يې د نورو ډلو څخه بيل کړيدي .  جنتيکي مسير يې څرګند شويدۍ ، چي له عربي بحيرې څخه يې  د اسيا په لور ي  پخوانۍ سيمه پرايښې ده .

٣ _ لومړني استراليا ئيان : تر پنځوس زره کاله  پخوازمانو کي  لومړنۍ مدرن انسان استراليا ته رسيدلۍ دۍ . د هغوۍ په ميشت ځايونو کي د هغوۍ له لوري کارول شوي توکي هم تر لاسه شويدي . په( Malakunanja   ) ملاکونانژه  او لاکي مونګو ( Lake Mungo   )  کي دا ډول اثار تر لاسه شويدي . لومړنۍ نژادونه په هغو وچو کي اوسيدل  چي د ځان عيارولو لپاره يې وړتيا پکښي ليدل .

٤ _ لومړني اروپائيان : لومړني مدرن انسانان د پنځوس زره څخه تر څلويښت زره کاله پخوا زمانو کي اروپا ته رارسيدلي دي . د هلند په ګډون په يوشمير سيمو کي يې په لسګونو زره کاله تير کړيدي .

٥ _ د اسيا پريښودنه : د څلويښتوزرو کالو پخوا کلونو کي لومړني انسانان د منځنۍ اسيا د هماليا غرونو  په شمالي سيمو کي ميشت شويدي  . او هم هاغه وخت  له هغه سيمو څخه ويشل شوي سهيلي اسيا ، چين سايبريا او  جاپان ته تللي دي . دا جنيتيکي لړۍ د اسيا له شمالي سيمو څخه سهيلي امريکا ته رسيدلې ده .

٦ _ او په نوې نړۍ کي : د پنځه ويشتو زرو کالو څخه بيا تر پنځلسو زرو کالو پخوا هو مو سپين انسان امريکا ته ورننوتۍ دۍ . د هغه ورته والې له امله چي د سايبريا او الاسکا د اوسيدونکو د  ( D.N.A   ) تر منځ ليدل کيږي هغه اړيکي برملا کوي چي د چيلي او امريکا متحدو ايالاتو د پخوانيو اوسيدونکو څخه د هغوۍ په ميشت ځايونو کي تر لاسه شويدي  ، چي  تاريخ يې د ١٥ پنځلس زره کالو څخه تر   ٩ نه زرو کالو پخوا  زمانو شا اوخواکي ټاکل شويدۍ .  

چينتيکي ناڅرګندتياوي :

په راتلونکي پنځو کلونو کي به  د جنتيکپوهانو لس ډلي دنړۍ په بيلا بيلو سيمو کي د استراليا څخه تر برازيل او د لبنان څخه تر روسېې پوري  د بومي ډلو  د D.N.A.    بيلګي واخلي . او په نړۍ کي ديولسم مرکز دنده به د پخوانيو انسانانو دD.N.A.     او فوسيلونو تحليل او کره کول وي . هر مرکز به په پوره پاملرني د يوې بنسټيزي پوښتني ځواب وايې چي د کومه ځايه  يې د دې مو دا بيلګه ترلاسه کړيده . دا لس مرکزونه عبارت دي له :

١ : شمالي امريکا : داکتر تيودوری سخور ؛ د پنسلوانيا پوهنتون څخه .

1: Dr. Theodore Schurr University of Pennsylvania.

 

٢ : سهيلي امريکا  : داکتر فابريسيو . ار. سانتوس ؛ د برازيل د ميناس خيرايس  د فدرالي ادارې څخه .

2: Dr.Fabricio R. Santos Universidade Federal de Minas Gerais , Brazille.

 

٣ : لويديځه او منځنۍ اروپا : داکتر لليوس کوينتانا ؛ د فرانسې د پاستور د انستيوت څخه .

3: Dr. llius Quintana-Murci ( gespecialiseerd in mitochondriaal D.N.A. Frankrijk.

 

٤ : منځني ختيځ او شمالي افريقا : داکتر پايري  . ا . زالوا ؛ د بيروت د امريکايې پوهنتون څخه .

4: Dr.Pierre A. Zealous American University of Beirut Medical Center, Libanon

 

٥ : شمالي اروپا _ اسيا : داکتر الينا بالانوفسکي  ؛ د روسېې د دواجوړولو انستيوت څخه .

5: Dr.Elena Balanovska Russische Academie voor Medische Wetenschappen .

 

٦ : استراليا _  لوۍ سمندر : داکتر جان مشيل  ؛ د استراليا د تروبو پوهنتون  څخه .

6: Dr.Johan Mitchell La Trobe University, Australie .

 

٧ : ختيځ او سهيل ختيځه اسيا : داکتر  لې ين  ؛ د چين د پودان پوهنتون  څخه .

7: Dr. Li Jin Fudan-Universiteit, China .

 

٨ : هند : داکتر راما سامي پيتچاپين ؛ د تاميل نادو د مدورا کامراج پوهنتون  څخه .

8: Dr. Ramasamy Pitchappan Madurai Kamaraj University,Tamil Nadu .

 

٩ : افريقا او سهيلي صحرا : داکتر هيملا سوديالي  ؛ د سهيلي افريقا د ملي روغتيا د لابراتوار  څخه .

9: Dr. Himla Soodyall National Health Laborattory Service,Zuid Afrika .

 

١٠ : لرغونې  D.N.A.   : داکتر الان کوپير ؛ د استراليا د ادلايدي  پوهنتون څخه .

10: Dr. Alan Cooper University of Adelaide, Ausralie .

 

يادونه : د دې ليکني ټول انخورونه به په دويمه برخه کي خپاره شي.

د لومړۍ برخي پای

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006