دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګي ټولني پيښليک

 

 

                        سلام فرهنګي ټولني انترنيټي پاڼه يو کلنه شوه

                              د سلام فرهنګي ټولني پيښليک

لومړۍ خبري :

په افغانستان کي 1368   او   1369   کالونه ها د چا خبره د فرهنګي ټولنو اواتحاديو د جوړيدو کالونه وه ، دا ټولني د سيمه ايزو موخو د پلي کولو  څخه بيا د ملي هيلو د پلي کولو تر کچه يو په بل پسې تر يوه او بل نوم لاندي جوړي شوې ،  د دې  ټولنو څخه يوشمير د وړو او کمزورو موخو په هيله منځ ته راغلي او له څه مودې وروسته يې نه يوازي داچي خپل هويت له لاسه ورکړ بلکي د هڅونکو او فعالينو د نومبدۍ سبب هم وګرځيدلې. خو يوشمير نوري بيا په رښتني توګه  د زمانې اړتيا وه او دهيواد د کلتوري او فرهنګي ودي  لپاره يې په زړه پوري او ګټور ګامونه اوچت  کړل ،  په دې برخه  کي تر ټولو وتلي ټولني د خوشحال کلتوري ټولنه ، د سيد جمالدين کلتوري ټولنه ، د ناصرخسرو انجمن ، د امير علي شيرنوايې  انجمن ، د سنائي انجمن ،د  حضرت بيدل ( ع ) انجمن او يوشمير نور يادولای شو .

د هيواد يوشمير فرهنګيانو  او کلتوري شخصيتونو د بيلا بيلو لا ميلونو په وجه د منځ راغلو ټولنو سره د خپل خيال يوالۍ نه ليدۍ ، په يوه ټولنه کي دهغوۍ په نظر يو کنډو او په بله کي بل کمبود د دې لاميل شو چي د يوې داسي ټولني لپاره هڅي وکړي چي خپلواکي يې رښتينې او موخي يې دسياسي چاپيريال بهر په ملي کچه ټاکل شوي وي . دې هڅو هغه وخت لا زور واخست چي د سلواغې په مياشت کي د  ((  سلام  )) په نوم يوه خپلواکه خپرونه خپره شوه . د يوشمير کلتوري شخصيتونو او فرهنګي فعالينو په وړانديز د((   ديوه خيال خاوندان   ))  تر نوم لاندي  يوه  غونډه په دې نيت   را وبلل شوه چي د يوې خپلواکي ټولني لپاره زمينه برابره کړي . دا لومړنۍ غونډه د  ((   سلام   )) خپروني په کار کوټه کي جوړه شوه . غونډي د  کب ( حوت ) مياشتي لومړۍ اونۍ ته د يوې پراخي غونډي  درابللو پريکړه  وکړه .

د کب نهمه ( 9 ) د  جمعي ورځ د کابل  کارته پروان  په دريمه برخه ( چمن ببرک   ) رابلل شوې غونډه دسهار په  لسو بجو  پرانستل شوه او بيله وقفې يې د ماښام تر شپږو بجو دوام وکړ.

د غونډ ي په ترځ کي  د بي  پرې رښتيني کلتوري ټولني پر جوړيدو موافقه وشوه او د ټولني لپاره يې د   ((   سلام   فرهنګي ټولنه   ))  نوم غوره کړ. )دټولني لپاره د سلام نوم ټاکل دوه لاميله درلودل لومړۍ داچي يوه خپرونه دهمدې ټولني د مخکښانو له خوا منځ ته راغلي او خپرول يې پيل شوي وه ، دوهم داچي د سلام افاده هم هاغه ډول چي د خپروني لپاره کارول سوې وه ، دټولني لپاره هم وکارول شوه .د سلام افاده هماغه ده چي ټول افغانان يې يو دبل سره د مخامخ کيدو په وخت وايې ؛سلام))   د نوم تر ټاکلو وروسته يې   د ټولني دموخو په توګه لاندي بنسټيز اصول ومنل :

1 _  ټول هغه افغانان چي د افغاني کلتور او فرهنګ لپاره کارکوي او د دې هيوادکلتوري  ودي او پراختيا سره مينه لري د دې ټولني غړيتوب تر لاسه کولای شي ؛

2 _ د ټولني  يوتن غړۍ او يا ډيرغړي په هيڅ ډول  نظامي او سياسي تشکيلاتو کي د ټولني په استازيتوب نه شي يوځای کيدای .

3 _  د ټولني غړي په هيڅ ډول حق الشمول او حق العضويت  مکلف نه دي .

4 _ ټولنه به د ټولو هغو کلتوري او فرهنګي هڅو ملاتړ کوي چي  د افغاني کلتور او فرهنګ  د ودي او پراختيا په نيت کار او مرسته کوي .

5 _ د (( سلام  )) خپرونه خپلواکه ده ،که چيري ټولنه د ځانګړي   ګڼې خپرول غواړي  ،  د خپروني اداره  به يې غوښتنه  مني او د پلي کولولپاره به ورسره مرسته کوي ؛

__ په غونډه کي د دې او نورو پريکړو تر څنګ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ  وټاکل شوه . همدا ډول د غونډي برخه والو د پټو رايو په ورکولو ښاغلۍ محمد جان باوري د ټولني د مشر په توګه  غوره کړ .  

                          

                          د سلام کلتوري ټولني پيښليک

 

 __ د ټولني مشر تابه جرګه ګۍ د 1370 لمريز کال د وري مياشتي په پنځمه نيټه پريکړه وکړه چي  د کابل ښار په يولس ښونځيو کي ممتازو زده کونکو ته د خپروني يوکلن ګډون رايګان ورکړل شي ؛

__  د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ د خپلواکۍ ورځ د زمري اته ويشتمه نيټه  د خپل مالي توان سره سمه  ونمانځل  ، او په دې اړه يې د (( سلام  ))  خپروني ځانګړې شماره تردې سر ليک لاندي چي :   (( د خپلواکۍ له مهاله تردې کاله دهيواد تکنوکراتان وپيژنۍ )) خپره کړل ، چي د هيوادوالو له خوا يې په زياتي ميني ستاينه  شوه   ؛

__ دټولني مشرتابه جرګه ګۍ د پښتونستان ورځ  د خپل خپروني په ځانګړې ګڼه چي ټوله تر يوه سرليک لاند (( پښتانه څوک دي ؟ )) تر تيب شوې وه ،  ونمانځل ؛

__ د ټولني مشرتابه د کندهارپوهنتون سره د  دوو ميليونو  افغانيو مالي مرستي په برخه کي د  خپله اړخه د مالي ونډي په پريکولو او د نورو هيوادوالو د هڅولو په چارو  کي بنسټيزه ونډه درلودل ، د کندهار پوهنتون سره د بسپني راټولي شوي پيسې د کندهار يوتن پانګوال ښاغلي حاجي بابک په لاس د وخت صدراعظم ښاغلي فضل الحق خالقيار ته ورکړل شوې ؛   

__ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ په  هيواد کي د ماينو نو د ليري کولو نړيوال پروګرام سره  د خپروني  له بوديجي  ((  سلام جريدې  )) څخه  لسزره افغانۍ بسپنه منظور او د ټولني د رئيس محمد جان باوري له خوا د معيوبينو ادارې د مرستو جاري حساب ته وسپارل شوې ؛

__ د ټولني مشرتابه جرګه ګۍ له خوا  د هيواد د يو شمير ليکوالو ، پوهانو او هنر مندانو په وړانديز او ملاتړ د هيواد يوه تن ليکوال  او دعلومو اکاډمۍ غړي ښاغلي څيړنمل محمدين ژواک ته د بديع الکلام لقب ورکړل شو ؛

__ د ټولني له لوري د سلواغې 27 مه نيټه چي د وخت واکمنو د نجات ورځي په نوم ونومول، د يوې ځانګړي مطلب په خپرولو (( روز نجات ملي و حقوق محبوسين سياسی )) سره يې  زيات شمير هيوادوال و حاکمي سياسي متناقضي فضا  ته متوجه کړل  او هم يې دوخت دواکمنو چاري  تر پوښتني لاندي راوستلې ؛

__  د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په نوښت او هڅونه په  1370 لمريز کال د تلي مياشتي په لومړۍ اونۍ کي د کابل پوهنتون د استادانواو او دهيواد يو تن رياضي پوه صديق افغان ترمنځ د افکارو د تبادلي په نيت د کابل پوهنتون کتابتون ( د سيد جماالدين تالار ) کي دوي ورځي پرله پسې غونډي تر سره شوې ؛

__ د ټولني د مشرتابه په نوښت د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ او د مجاهدينو تر واکمنيولاندي د دوو تعليمي نصابونو تر منځ د يو وا لي په نيت پر له پسې هڅي چي د وخت د ښوني  وزير پوهاند رسولي ملاتړ ورسره مل وو ، تر سره شوې  ؛

__ د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ خپلواک دريځ د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي بينن سيوان د پنځه فقره ايز پلان په اړه د  ((   سلام   )) خپروني په ورستۍ ګڼه }د 1371 لمريز کال د وري 20  مه نيټه {کي د (( د هيواد په شمال کي د پيښو لاميل څه دۍ ؟ )) تر سر ليک لاندي خپور شو چي د يو شمير نويو واکمنو غضب يې راوپاراوه ؛

__ د ټولني دمشرپه نوښت د ټولني مشر د يوه درې کسيزه پلاوي سره يوځای د لر او بر پښتنو دفرهنګي او کلتوري چارو د سمون او ودي په نيت د 1371 لمريز کال د غبرګولي  مياشت په 25 مه نيټه پيښور ته ولاړۍ او هلته د پښتنو د مشر ولي خان او په ځانګړي توګه د ميرمن نسيم ولي له لوري يې تود هر کلۍ وشو او  دعبدالرحمن خان سره د يوې مياشتنۍ ميلمستيا په ترځ کي يې زيات شمير شخصي کتابتونونه وليدل او  يوشميرپښتو قلمي ليکني يې د خپريدو په نيت په ګوته کړې ، خو کله چي د ا پلاوۍ  له يوې مياشتي وروسته بيرته کابل ته راستون شو ، له بده مرغه په کابل کي خپل مينځي جګړۍ پيل اود کابل هرڅه وسوځيدل  ؛        

__  د خپل مينځي جګړو په لومړي کال د ټولني يوشمير غړي د ناوړه شرايطو په وجه له هيواده کډوالۍ ته اړ شول ، خو د ټولني مشر او يوشمير نورمخکښ غړي يې  د خپل مينځي جګړو  ټول پير  په متناوب ډول د هيواد په پلازمينه کابل او نورو لايتونو کي په فرهنګي او کلتوري چارو کي بوخت پاته شول  ، هم يې  د نورو فرهنګي هڅو په ملاتړ کي برخه اخستل او يايې د نورو فرهنګي هڅو د سمبالتا په هيله د هيواد د فرهنګي مخکښانو او موسيسو سره مرسته  کول  ؛ د دې کالونو په ترځ کي يې لاندي د پام وړ هڅي تر سره کړيدي :

__  د ټولني مشر په خپل نوښت د افغانستان د کړکيچن حالت د پای ته رسيدو په هيله د (( باوري پلان  )) تر سرليک لاندي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي محمود مستري ته د جلال اباد ښار په غونډه کي چي د 1373   لمريز کال دوري په لسمه نيټه دايره شوه ،  وړاندي کړ . د  ((  باوري پلان   )) درې د منځ ټکي  په دې توګه بيان شوي وه :

1 =  د جهاد پير نامتو قوماندانانو ته چي شمير يې په ټول هيواد کي د 75 اويا 85  تنو څخه نه زياتيږي  ، هغوۍ ته دي د اعزاز په نيت و  بيت الله شريف او مبارکي کربلا ته د نفس تذ کيې او ثواب ګټلو لپاره د ملګرو ملتونو په لګښت پنځه کلن بورسونه ورکړل شي ؛

2 =  ملګرو ملتونود نظامي افسرانوپه مشور ه دي د هغو افغاني نظاميانو ترلا ر ښوني لاندي چي په جګړو کي ښکيل شوي نه دي ، د هيواد له هر ګوټه ملي اردو او څارندوۍ تر تيب او د هيواد د امنيت ساتلو دنده دي ورته وسپارل شي . د هيواد دسياسي چارو د سمون  لپاره دي د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د پير تکنوکراتان وګمارل شي  او د دوو کالو په ترځ کي دي مشروطه شاهي نظام ته لاره پرانيزي ؛

3 =  د ملګرو ملتونو امنيت شورا دي د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو څخه تعهد واخلي چي د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه ونه کړي، او هم دي د هغه تعهد د تطبيق او څارلو چاري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر غاړه وي ؛

ښاغلي محمود مستري داوړانديزونه له ځان سره واخستل او د ټولني مشر ته يې د هغو د څيړلو او هغو ته د پام کولو ژمنه وکړه .

__ د ټولني د مشر په نوښت  د (( باوري پلان )) د ملاتړ لپاره د ننګرهار د حصار شاهي کمپ په زرګونو کډوالو غونډه وکړه او د ښاغلي محمود مستر ي څخه يې د وړاندي شوي پلان د عملي کيدو غوښتنه وکړه ؛

__ په هيواد کي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ټولني زيات شمير مخکښان يو ځل بياکډوالۍ ته اړ شول ، خو د ټولني مشر بياهم په هيواد کي اوسيدل غوره وګڼل او له هيواده بهر د ټولني غړي يې د افغاني کلتور د ودي او پراختيا چارو ته وهڅول ، چي له نيکه مرغه په هلند هيواد کي د دې ټولني يوه څانګه په 2000  دوه زرم ميلادي کال پرانستل شوه .

__ د ټولني مشر ښاغلۍ محمد جان باوري په  اضطراري لويه  جرګه کي د دهراوت ولسوالۍ د خلکو له خوا د وکيل په توګه وټاکل شو  ،او د لويې جرګې په غونډو کي يې د يوه هڅونکي فرهنګي شخصيت په توګه کارنده برخه واخستل.

__  د ټولني مشر د اساسي قانون د جرګې لپاره د انتخاباتو په کميسيون کي د فعال غړي په توګه کارنده برخه واخستل ،او هم يې د هغې جرګې د تنظيم په چاروکي ارزښتمنه ونډه درلودل .

__ د ټولني مشر ښاغلې محمد جان باوري د خپلو فرهنګي کارونو تر څنګ همدا اوس د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکي ټولني د منشي په توګه د هر ډول امتياز پرته په وړيا توګه دنده لري . د يادوني وړ ده چي  د ژورنالستانوخپلواکي ټولني اوسنۍ مشر د هيواد نامتو سياسي او اداري شخصيت ښاغلۍ کانديد اکاډميسن سرمحقق دکتور محمود حبيبي ، دۍ . 

__ د ټولني مشر ښاعلۍ محمد جان باوري په هيواد کي د فرهنګي هڅو سره يوځاي د هيواده بهر هم د خپلو اړوندانو چاري څاري او د هڅونو لپاره يې اړيني مشورې او لار ښوني کوي .چي له نيکه مرغه په هلند هيواد کي هم د ټولني د پرانستل شوي څانګي چاري په پرله پسې توګه څاري . 

__ په هلند کي د سلام فرهنګي ټولني له خوا کلتوري او دوديزي ورځي نمانځل شوي ، د هيواد په کلتوري پيښو کي يې خپل دريځ په موقع اعلان کړۍ او د دې تر څنګ يې  تر اوسه پنځه عنوانه کتابونه  هم خپاره کړيدي:

1 =    ((   د  څو ګلونو بيلګه   )) د يوشمير پښتنو شاعرانو د شعرونو بيلګي ؛ ليکوال  امين باوري .

2 = (( بنګ حبيب الله ))  پښتو ناول   ليکوال امين باوري .

3 =  ((   افغانستان در عهد باستان  )) نويسنده  رسول باوري .

4 =  (( مدنيت های اوليه افغانستان )) نويسنده  رسول باوري .

5 =  (( د افغانستان د لرغونپوهني لنډيز )) په انګليس ژبه ، ليکوال رسول باوري .

__  په هلند کي د ټولني څانګه په پر له پسې توګه د((   سلام فرهنګي ټولني   )) ځانګړې انټرنيټي پاڼه د]]   ټول افغان   [[   نامتو انټريټي پاڼي د چلوونکي  پياوړي  فرهنګپال ښاغلي شيرزاد کامه وال  په مرسته له يوه کال راپه ديخوا کارنده ساتلې سويده ؛

پای

په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006