دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د علامه رشاد څو اړخيزه شخصت او پر افغاني ټولنه د هغه اغيزي

      

                               ( زما خاطرې او يادونه )

 

په نړيواله کچه  د پوهانو په منځ کي د استاد درناوۍ

تر همدې سرليک لاندي مي يوه ليکنه هغي غونډي  ته واورول چي  د استاد د رحلت  د لومړي کال په  ياد د سويدن هيواد په مالمو ښار کي  د دوستۍ کلتوري ټولني له خوا جوړه شوې   وه  .  او دادۍ د هغې ليکني دويمه برخه   د سلام فرهنګي ټولني درنو مينه والو ته  وړاندي  کوم  .

په هيواد کي د ننه د علامه  رشاد ټولنيز او سياسي نفوذ

هغه وخت چي په هيواد کي د اسلامي امارت تر نوم لاندي د مدرسيې نظام  بشپړه برلاسي وه ، د هيواد په اداره او سياسي څوکيو کي د مکتبي نظام لوستي کسان يا ليري شوي او يا يې د واک لمن تر هيڅ رسيدلې وه ، د کابل پوهنتون وروتړل سو او اړوندان يې  د خپل ژوند د عادي چارو د سمون په نيت نور کارونو ته مخه وکړه ، او په دي لړ کي زه هم د څه وخت لپاره د ارزګان ولايت د هراوت ولسوالۍ ته ولاړم . زما د رسيدلو سره سم په هغه ولسوالۍ کي د  دوستانو او عزيزانو له لوري په پوره ورورۍ اوګرمۍ وپالل شوم .

زما د دې يون پر مهال د لومړۍ اوني په ورستۍ ورځو کي د د هراوت ولسوالۍ يو تن مامور محمد اسماعيل جان  چي  زموږ قومي هم دۍ ، زما د ستړې مشې په نيت راغۍ او په ترځ کي د ولسوال له لوري  د پيام په توګه راته و ويل چي  : موږ هم مشکلات لرو ، که زه ستړې مشي ته  ونه رسيدم ، بې پروايې يې مه ګڼۍ . د دې پيام  څخه دا ښکاريدل چي دا مشکلات چي ولسوال صاحيب ورسره مخ دي ، نور څه نه دي بيله دې چي د مدرسيې نظام او مکتبي نظام تر منځ توپيرونه او بدبينۍ دۍ ، چي حل او يا له پام غورځول يې د ولسوال تر توان لوړ وه . د هغه مهال ادارې او واکمنو ته ، نه يوازي داچي د رسمي تعليم  او لوستو کسانو ته د وړ او مناسب کار ورکول شوني  نه وه ، بلکي  کله ناکله به د توهين او تحديد تر بريده ورته سپکاوۍ  هم کيدۍ .

په داسي يوه ناوړه سياسي  چاپيريال کي  زما په ګډون يو زيات شمير  روڼ اندي نهيلي شوي اويو زيات شميرنورو ته بيا  ديوه هيوادوال افغان په توګه د ژوند کولو او پر مخ بيولو په لار کي زيات کږليجونه پراته وه  . هغه مهال هرڅه د شريعت له سترګو کتل کيده ، او شريعت  هم هغه مهال  د افراط تر ټول ځورونکې او ازارونکې وسيله ګرځيدلې وه . هر منبر او هر  جومات  د همدې ډول شريعت د تبليغ  مرجع وه . امر بالمعرف او نهي عن المنکر  بنسټيزه دنده د عامه اذاهانو وينځل او په قرون اوسطا يې ډول د هغو عيارول وه . د هيواد عام اولس او په ځانګړي توګه روڼ اندي او د رسمي زدکړو لرونکي  ورځ تر بلي زيات د دې ناوړه شرايطو تر جبر لاندي تسليمۍ او ماتي ته اړ کيدل  .

د تاريکيو او نهيليو څخه د ډکو حالاتو واکمني هيولا او بلا ته  علامه رشاد په زغرده ودريدۍ او د تورتم سکوت او چوپتيا يې ماته کړل . د لومړي ځل لپاره د هيواد په پلازمينه کابل کي د روڼ اندو د ملاتړ ږغ د استاد رشاد له لوري پورته شو او په ډاګه يې د روڼ اندو د مرستي پرته د هيواد رغونه او جوړونه ناشوني وګڼل او د هغه مهال چارواکي يې د رسمي زدکړو لرونکو ته په پام اړ وګڼل او د روڼ اندو په وړاندي بي پروايې ، يې د هيواد او اولس سره  دښمني وګڼل  .  علامه  استاد رشاد په خپلو  پر له پسې بيانيو او مرکوکي  چي د نړيوالو اژانسونو له خوا خپرې شوې ، له يوېخوايې دحاکم تورتم په وړاندي  د علمي مقاومت بنسټ کښيښود او له بله پلوه يې  د هيواد په بيلا بيلو سيمو  کي د زيات شمير روڼ اندو او لوستوکسانو لپاره د نفس کښلواو سا ايستلو زمينه برابره کړل . 

زما په ياد دي چي علامه رشاد د امريکا ږغ سره د يوې مرکې  په ترځ کي  د خبريال دا پوښتنه  چي : تاسو خو دولتي ادارو کي ګډون نه غوښت ، څنګه راضي شوۍ چي اوس د علومو اکادمي  پالنه کوۍ ؟ استاد په جواب کي وويل چي : ما خپل ژوند د هيواد چوپړ  ته وقف کړيدۍ ، هغه وخت چي مي د دولتي ادارې بهر ځان موثر ګاڼه ، نومي دولتي ادارو کي کار  نه دۍ کړۍ ، خو اوس چي د يوخوا دهيواد بيا رغوني ته سخته اړتيا ده او له بلي خوا هغه څوک چي دهيواد د بيا رغوني وړتيا لري د اوسنۍ ادارې څخه ليري پاته شوي او يا پام نه ورته کيږي . زه غواړم په دې حساسو شرايطو کي  اوسنۍ ادارې ته دا وروبرېښوم او ورته څرګنده يې کړم چي بيله روڼ اندو او مسلکي کسانو د هيواد پرمختيا او روغاونه ممکن کار نه دۍ ،او هڅه مي داده چي اوسنۍ اداره دا ومني  چي د روڼ اندو پرته  د هيواد بيا روغونه شونې نه ده او که دا رښتنې حقيقت ونه منل شي  زما په ګمان دا به تيروتنه نه بلکي د هيواد او اولس سره دښمني وي او په هغه صورت کي به زه د خپلو اصولو له مخي له دې اداري لاس په سر کيږم .

دا او دې د ته ورته مرکې يو په بل پسې په نړيوالو اژانسونو کي خپرې شوې ، چي د پلازميني سربيره يې د هيواد په نورو سيمو کليو او بانډو کي  داسي اغيزي وشندلې چي د اولس تر څنګ د هغه مهال ادارې واکمن هم په خود او هوښ راغلل ، همهاغه سهار چي د امريکا ږغ سره د علامه رشاد نوموړې مرکه خپره سوه ، غرمه يې د دهراوت ولسوال   د ستړې مشي په بهانه  زموږ کو رته راغۍ ، په دې ترتيب يې  زما او د نورو لوستوکسانو سره خپل ملاتړ څرګند کړ  .  دا اغيزه يوازي  په هغه سيمه کي نه بلکي د هيواد په هره برخه کي محسوسه او څرګنده وه ، په لوړو تحصيلاتو ، د ښوني او روزني او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونوکي د اړوندو کارکونکو پر ژوند او کړو يې سمدلاسه اغيزي څرګندي شوې ،د  پوهنتون د بيا پرانستلو هڅي ګړندۍ شوې ، د علومو اکادمي کارکونکي بيرته را ټول او خپلو کارونو ته يې  دوام ورکړ او په ښوني او روزني وزارت کي هم څه ناڅه کارونه پيل شوه .

مرحوم علامه رشاد په عملي ډګر کي هم د هغه وخت د واکمنو په وړاندي د مقاومت سپيڅلۍ مرکز وو . د کابل پوهنتون او علومو اکاډمي په استادانو او اړوندانو کي هغه پيښه لا تر اوسه پر ذهنونو حک ده چي د امر بالمعروف د مشر ( مولوي  قلم الدين )   او د علومو اکادمۍ د اړوندانو ترمنځ  د علومو اکادمۍ په دوانۍ کي ، واقع شول . د امر بالمعروف ادارې د تعامل له مخي ، د هغي ادارې اړوندانو کولای شول چي د شريعت د پلي کولو تر نوم لاندي د هيواد په هر برخه کي هر هيواد وال  ودروي او پوښتني ګرويږني ترې وکړي ، دا کړه وړه به په ادارو کي هم تر سره کيدل او د امر بالمعروف وګړو به د ادارو په ودانيو کي د اړوندي ادارې کسان  څيړل ، پوښتني به يې کولې او د هغوۍ د اصولو په نه اجرا کولو متهم به توهين او تحديد کيدل .

 د همدې لړ ۍ په ترځ کي يوه ورځ د امر بالمعروف مشر د علومو اکادمۍ ودانۍ ته تللې او هلته يې  بيله دې چي د ادرې مشر ته خبر ورکړي  په خپل سر يې د اړوندو کسانو څخه په پوښتنو او ګرويږنو پيل کړۍ وو . په دې ترځ کي يوه تن مرحوم رشاد ته د دې جريان خبر ورساوه ، او استاد هم د خپل دفتر څخه د حالاتو د ليدلو په نيت د علومو اکادمۍ  د ودانۍ  بهر ساحې ته را وتلۍ وو ، د علومو اکادمي د هغو کسانو په وينا چي په همدې مهال يې شتون درلود ټولو د ا وينا کوله چي پوهاند رشاد په هغه ورځ  خپل ژوند ته د خطر په منلو د هغو مسلحو کسانو مقابله وکړه چي هغوۍ د علومو اکادمي اړوندان د پښتونو په نيت د خپلو دفترونو څخه بهر را ايستلي وه .

د سر څيړونکي مرستيال عبدالصمد عزيزي  چي د کابل پوهنتون  د حقوقو پوهنځۍ استاد او بيا دعلومو اکادمۍ  د حقوقو په څانګه کي  دنده درلودل ، هم د دې پيښي ناظر او شاهد وو ، د نوموړي   په وينا استاد رشاد هغه مهال راورسيدۍ چي د امر بالمعروف د پوښتني وار تاريخ پوه ښاغلي مددي ته رسيدلۍ وو ، استاد رشاد چي کله د مولوي قلم الدين لکړه د ښاغلي مددي په لور وليدل نو يې د ليري  په لوړ اوز ورته و ويل چي : ګوره پام کوه چي ښاغلي مد دي ته په لکړه اشاره ونه کړي ، هغه زموږ د تاريخ څانګي مشر او څيړونکۍ دۍ .  د استاد په جواب کي مولوي و ويل چي رشاد صاحيب موږ په دې ودانۍ کي يو مشر پيژنو چي هغه ته يې ، نور نو شرعي اوامرو ته مشر او کشر نه شته  ، او بيا يې د مددې لوري ته لکړه اوږده کړه او هغه يې مخاطب کړ چي  : ((وجهه دي نه ده سمه کړې ))  او ، خو د مولوي او نه شو بشپړ چي استاد رشاد د هغه لکړي ته لاس اوږ دکړ او لکړه يې پر مځکه ووهل او بيا يې و ويل چي  دا وداني د علومو اکادمۍ حريم دۍ ته حق نه لري چي د  ادارې د خبرتيا پرته د ادارې د منسوبينو سره خبري وکړي . او همدا اوس غواړم چي ته  د خپلو شلاق والاو سره يوځای له دې ودانۍ څخه ووځې  . مولوي غوښتل څه ووايې خو استاد ورته د ويلو موقع ور نه کړه او په نور لا جديت يې خپله وينا تکرار کړل ، او زياته يې کړل چي : که ته نه وځۍ نو بيا موږټوله وځو ، د همدې خبري سره سم يې د اکادمي غړو او ولاړ کسانو ته وويل چي ځۍ ولاړسۍ که دا شلاقوالا ونه وتل ، بيا به ټوله يوځای وځوو. د دې  وينا تر ويلو وروسته  د اکاډمي ټوله کارکونکي  مولوي ته په بې پروايې د خپلو دفترونو پر خوا ولاړل  ، او مولوي هم چي نور يې  خپل د بېځايه کار نتيجه وليدل ، د خپلو شلاقوالاو سره د اکادمۍ له ودانۍ څخه ووت  او استاد د علومو اکادمۍ د ټولو کارکونکو څخه په دفاع کي لا نور هم د زړونو تل ته لاره وکړل او لا ګران او د احترام وړ وګرځيدۍ .

د دويمي برخي پاې

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006