دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د مرنجان غونډۍ يا د لرغوني کابل تاريخي پا ڼه

                             

د کابل  بالا حصار ختيځ لورته د څلور کيلو متره په واټن  د ختيځ لويديځ په اوږدوالي پرته لرغونې غونډۍ ده چي اوس د مرنجان  او کله  هم د نادرخان تپې په نوم ياده شوې ،او په دې ورستيو کي د شهيدانو په نوم هم نومول شوېده .

د مرنجان نوم يو فکلوريک بنسټ لري چي ريښې يې د کابل پاچاهانو( کوچيني کوشانيان  ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ ميلادي کلونو پوري )  مهال ته رسيږي  او مرنجان د هغه پاچاهانو له ډلي  د يوه پاچا لايق وزير ګڼي چي جوله او ښايست  يې نه درلود  او هم  يې  په دربارکي د يوه  جوګي او غېب وينوکي  وزير په توګه دنده درلودل  ، نوموړي غوښتل چي د هغه پاچا لور خپل کړي ، خو ونه توانيدۍ . د نادرخان تپه ځکه ورته ويل کيږي چي  د همدې  غونډۍ پر بر سر د نادرخان  زيارت پروت دۍ او د لويديځ لور ته يوڅه لاندي برخه کي د سياه سنګ  سيمي پر خوا د سلطان محمد خان طلايې زيارت دۍ ، ځکه يې خلک د نادر خان په نوم هم يادوي ، او ورستۍ نوم ځکه ورکړل شو چي د اوښتون په کالونو کي د انقلابي بهير د يو شمير پلويانو هديره ده .

د مرنجان تپه  د کابل ښار يوه لرغونې سيمه ده چي د اسلامي پير وړاندي زمانو زيات ارزښتمن اثار يې په خپل لمن کي ساتلي دي . د لومړي ځل لپاره په ١٩٣٣ ميلادي کال په تصادفي توګه يوه بودايې مجسمه د همدې لرغوني سيمي څخه تر لاسه  شوه ، چي همدې پيښي د هغه وخت د موزيم ادارې د کارکونکو او په ځانګړي توګه د فرانسوي لرغونپوهانو ټيم پام ځان ته واړاوه ، لومړۍ فرانسوي لرغونپوه ژان ګزل  ، او بيا ژوزف هاکن  د ١٩٣٣ ميلادي کال د جون په مياشت کي لومړنۍ سپړني تر سره کړې ، او بيا د همدې سپړنو سره مسيو هاکن هم مل شو .

د مرنجان غونډۍ هغه لورته چي د سلطان محمد خان طلايې زيارت ودان دۍ  ، د مځکي له مخه څه ناڅه د زرو مترو په لوړالي د ختيځ لورته د فرانسوي لرغوپوهانو له لوري  دسپړنو چاري پيل شوې، د سپړنو څخه ډير ژر جوته شوه چي دا سيمه د بودايې پير د اثارو يوه بډايه زيرمه ده . د سپړنو په نتيجه کي يوشمير داسي ودانۍ چي په کوشاني پير پوري يې اړه لرل را څرګندي شوې ، د خاورينو لوښو ټوټې ، د هغه وخت يوشمير زينتي وسايل ،ايکۍ( مسکوکات  )، مجسمې او يو شمير نور اثار چي د کوشاني پير او کابلي پاچاهانو دمهال استازيتوب يې کاوه راڅرګند شول  . د مرنجان غونډۍ په لومړنيو کلتوري طبقو کي داسي اثار هم په زياته پيمانه تر لاسه شول چي د يفتلي پاچاهانو مهال پوري يې  اړه لرل  ،  د هغو تر څنګ د ساساني پير اثار اوپه ځانګړي توګه د  شاپور د مهال  ٣٧٣ ايکۍ ، اوهم د  دويم شاپور چي د  ٢٧٩ څخه يې تر ٣١٠ ميلادي کالونو تر منځ يې  پر پارس واکمني چليدل ، په نوموړي پوري اړوند ايکۍ هم تر لاسه شويدي .

فرانسوي لرغونپوهانو په همدي سپړنو او څيړنو بسنه وکړل او تر ١٩٨٢ ميلادي کال پوري د مرنجان غونډۍ په اړه نور نوي مالومات وړاندي  نه شول ، خو په   ١٩٨٣  ميلادي کال د افغاني   لرغونپوهانو له لوري چي مشري يې د افغانستان د علومو اکادمي د لرغونپوهني انستيوت له  خواکيدل ،  له  سره سپړني پيل  شوې چي  پوره درې کاله يې په بر کي ونيول   . په دې کالونو کي  د سپړنو چار و د پر مخ بيولو لپاره د علومو اکادمۍ د لرغونپوهني انستيوت له لوري   مير احمد جوينده ، ظاهر يوسفزۍ ، عبدالروف ذاکر ، محمد نادر رسولي ، عبدالواسع فيروزي  ، او د کابل پوهنتون له لوري د لرغونپوهني څانګي د محصيلينو لارښوونه د رسول باوري  پر  غاړه وه .

د دريو کالو په ترځ کي اوه دورې سپړني  د مرنجان غونډۍ په هغو برخو کي تر سره شوې چي فرانسوي لرغونپوهانو هلته د سپړنو چاري نه وې تنظيم کړي ، دا د لرغونپوهني انستيوت د ځوانو لرغونپوهانو زيار وو چي له هغه  لرغوني سيمي  څخه يې  زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل ، د بودا يو زيات شمير ډبريني او خاوريني مجسمې ، چي په بيلا بيلو حالاتو کي  يې د بودا د ژوند تمثيل کاوه ، د همدې سپړنو په ترځ کي د يوه معبد څخه د طلا متبرک صندوق تر لاسه شو چي بيا وروسته د زياتو څيړنو او اثارو ته  د لا مقاومت  ورکولو په نيت  په ١٣٦٨ لمريز کال د پخواني شوروي  د ختيځ پوهني انستويت  د لرغونپوهني څانګي ته وليږل شو . او په ١٣٧٤ لمريز کال د افغانستان له لوري د يوه علمي  _ سياسي لوړ رتبه هئيت په وسيله بيرته افغانستان ته راوړل شو .

 

                         

                   د مبارکو شيانو د ساتني لوښۍ چي د مرنچان تپې څخه تر لاسه شويدۍ

 

په مرنجان غونډۍ کي د سپړنو چاري په ١٣٧٠ لمريز کال ودريدې ، خو هغه يوشمير اثار چي د غونډۍ په محوطه کي ساتل کيدل ،  ملي موزيم ته يوړل شوه ، او د هغو اثارو سره يوځای   شول  چي پخوا په مرنجان غونډۍ کي پيدا شوي او موزيم ته سپارل شوي وه . د دريو کالو په ترځ کي چي په  نوبتي  ډول  په اوو دورو کي  د سپړنو چاري تر سره شوې زيات ارزښتمن اثار  په لاس راغلل چي نه يوازي د کابل په لرغوني تاريخ کي د پام وړ ځای لري بلکي د بوديزم او بودايې پير په روښانه کولو کي  هم زيات ګټور ګڼل شويدي  . او په ځانګړي توګه د مرنجان غونډۍ ورستيو لاس ته راوړنو دا خبره بيخي پخه کړه چي  د بالا حصار څخه تر شېوه کيو او خاکجبار پوري ټوله  حوزه د بودايې پير اړوند ګڼ ميشته  سيمه  وه  .

 

                                

    د مرنچان غونډۍ څخه تر لاسه شوې ډبرينه مجسمه چي د افغاني لرغونپوهان په زيار را برسيره شول

 

                                     

                      د مرنجان غونډۍ څخه د تر لاسه شوي ستوپې  د زينتي ديوال يوه برخه

 

اخځونه  د الفبا په تر تيب  :

١ __   باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه  . کابل ، کابل پوهنتون  . ١٣٧٠ .

٢ __   پولاديان ، جليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانوڅيړني . افغانستان لرغونپوهنه . کابل ، دولتي مطبعه . ١٣٦٥ .

٣ __    کهزاد ، احمد علي . افغانستان در پرتوتاريخ .  کابل ، مطبعه کابل . ١٢٤٦ . 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006