دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
داروين : دانواعو پيدايښت ،طبيعي انتخاب او وده( څلورمه برخه )

 

د انواعو اوښتون ؛ ژباړه  ( څلورمه برخه )

 دا مطلب نوۍ خپور شوۍ دۍ ؛
جان محمد ټکور | ټوکيو - جاپان   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۲۸ - مه
د انګليسی او جاپاني پوهانو يوې ډلي خبر ورکړی چي په ډېرو انساني کوپړيو باندي له څېړني او ځيرني وروسته يې د انسانانو د پيدايښت په اړه هغه مفکوره چي وايي د انسان د پيداښت ځای د افريقا د صحرا سيمه ده،  منلې ده. د جاپان )ان. اچ. کی( ټلويزيون نن پينځه نۍ )پنجشنبه( خبر ورکړی چي دغو پوهانو ويلی چي له ډېرو څېړنو وروسته دې پايلې ته رسېدلي چي د بشر نسل له افريقا څخه راپورته شوی او ورسته يې بيا ټولي نړۍ ته پراختيا موندلې.
د جاپان د ساګای پوهنتون پوهاند هني هارا له انګليسي پوهانو سره يوځای په دغه برخه کي  شپږ زره انساني کوپړۍ  د نړۍ په تر سلو ډېرو ځايونو کي تر څېړني لاندي نيولي دي،  دغه څېړونکي وايي چي دوی موندلې ده چي د افريقا د سيمي کوپړۍ د نړۍ د نورو ځايونو د انسانانو له کوپړيو سره د ډول او سايز له پلوه ډېر توپير لري.  دغه خبره دا په ګوته کوي چي په افريقا کي اوسېدونکو انسانانو د نړۍ د نورو ځايونو د انسانانو په پرتله ډېر ژوند تېر کړی دی.  پوهاند هارا وايي چي دی اوسمهال په دې اړه چي له افريقا څخه انسانان په کوم مهال کي د نړۍ نورو ځایونو ته خواره شوي دي څېړنه کوي.
دغه چاپاني ټلويزيون ويلي چي دغه څېړنه نن  د پنځه نۍ  په ورځ د انګلیستان د علمي نشريې نيچر؛  په  وروستۍ ګڼه کي خپره شوې ده.  بايد زياته کړو چي دا ډول څېړني ډېري تر سره کېږي  خو ځيني يې وخت ناوخته بېرته باطلي اعلان شوې دي،   بايد ووايم چي دېره اړينه برېښي چي  د انسان د پيدايښت په اړه د قرآن او  اسلام  په اساس يوه پراخه څېړنه تر سره شي.  ))))))

 داروين د خپلي  ځوانۍ پنځه کاله ژوند د سهيلي امريکا د ستر اوقيانوس په يون او سفر کي تير کړ . ځوان داروين  زياتي  شونتياوي تر لاسه کړي چي  د ژويو په اړه د پام وړ او زيات مالومات را ټول او وڅيړي ، او د ا يې څرګنده کړه  چي  په يوشمير  طبيعي سيمو کي  د توازن او زمينې نشته والي د انسان د نه څرګنديدو لاميل ګرځيدلۍ دۍ . په واقعيت کي دا د هغي نظريې لومړنۍ پيدايښت دۍ ، چي  د لومړنيو پيښو او په هغو پوري اړوند حالات  يې را څرګند کړل ،  او ورسره يې  هغه عمومي  ، ورو او تدريجي  بشپړ شوۍ  تکامل   (  وده  ) او د هغو لپاره دلايل او لاميلونه هم  را برسيره کړل  .   د دې نظريې  تدوين او څيړنو تر شلو کالو زيات وخت په بر کي ونيوۍ  ، چي  دا هڅي د زيات احتاط  ،  پاملرني او تفکر سره ملګري وې  . د هر اړخيزه کار وروسته د يوې داسي  نظريې بشپړ فورم او چوکاټ  تر لاسه او وپيژندل شو چي  (( د انواعو پيدايښت  ، طبيعي انتخاب او وده  )) تر نوم لاندي  وپيژندل شوه .

  تر داروين وړاندي  د  انتخاب  مفهوم  په همدې افاده نه وو کارول  شوۍ  .  او څيړونکو  د مځکي پر مخ د ژويو ديوه ځانګړي ګروپ  د مبارزې او مجادلې پر له پسې څيړنه د ودي د سپيناوي او ثبوت لار ګڼل . داروين  هغو اندونو ته په پام سره چي  د اقتصاد پوه  مالتوس  ( Malthus     ) له لوري  د موادو په نسبت  د انسانانو د چټکي ودي   په اړه خپرې شوې ،   اوپه هغه  ( اندونو ) کي وړاندوينه شوې وه چي دخوارکي موادو کمښت  د راتلونکي لپاره ستر خطر دۍ ؛  او دا  هغه مالومات  او وړاندوينه وه  چي هم ها غه مهال  هم  د ځاني خطر پړاو ته رسيدلې وه  . په دې ډول انسان  نه شي کولای په خپل  هغه مهالي چال چلند ،  ژوند ته دوام ورکړي  . 

داروين  څرګنده  کړل چي  دا يوازي د انسان لپاره خطر نه بلکي د ټولو ژويو او انواعو لپاره دۍ .  او هغه ژوي  چي  په هندسي لوړتيا زياتيږي په خپل  ډول او نوع  کي د ژر بدلون او اوښتون وړ تيا هم لري .که چيري د اوسنۍ نړۍ پر مخ د حيواناتو بيلا بيلو ډولونو ته پام وکړو ، ډير ژر به را ته څرګنده شي چي  ، په هغو حيواناتو کي  زيات بدلون ليدل کيږي   چي ،   دپيښيدو ( زيږيدو ) شميره يې زياته وي  ،  نسبت  هغو ته چي د د پيښيدو شميره يې لږ وي  ، زيات پيښيږي  چي يوه جوړه مور او پلار  تر يوې جوړې زيات ماشومان  و زيږوي  او دا شميره د دې تيورۍ  د منلو لپاره  بس ده ، په نويو نسلونو کي يو شمير  په فردي توګه  ورته والۍ او مشابهت ساتي . که چيري دې ليدني ( مشاهدې ) ته دوام ورکړو وه به ليدل شي چي  تي لرونکي  ژوي  لږ  ډولونه لري . د بيلګي په توګه  ماهيان يا ذو معيشتېن  وينو چي د نور حيواناتو څخه يې د هګيو شمير غير عادي او  زيات دۍ . او  کله داسي هم پيښيږي چي په يوه کال يې  شميره  تر مليونو زيات  شي  . په دې ترتيب  دا يو ساده تپلې  ( جبري ) خبره ده  ، چي   له  هغو څخه يوازي  يوه لږ ارزښته سليزه (فيصدي  ) ستر شوۍ او بالغ  شوۍ  نسل مخ ته راځي .

په  ټوليزه توګه څرګنديږي چي د ژويوبيلا بيلو ډولونو شميره  زياته وه ، ولي د هغو څخه  يوازي  يوې وړوکي برخي  تکامل کړېدۍ ، خو زياته برخه يې مړه شوې او له منځه تللې ده ،او د يوشمير سره يې جنسي اړيکي پرې شوي دي . يو شمير له دغو ځانګړو ژويو څخه  ، هغه چي ګډ او مخلوط شوي نه وه ، په تصادفي پيښو کي ( هغه چي طبيعي روند پيښ کړي )  مړه شويدي  ، خو دا څرګنده ده چي د ټاکني او انتخاب  وړتيا   د بيلا بيلو ژويو په منځ کي يوه ځانګړتيا وه . منطقا داسي ويلای شو چي چيري  او کوم ځای   مناسب  او وړ وو ،  هلته  چي  ژويو د ژوندي پاته کيدو لپاره ښه چانس درلود (  په دې اړه بايد هر اړخيزه پوهه ولرو چي نور ژوي هم په  همدې  حوزه کي موجود وه . ) وروسته موږ د بيلګي په توګه يوازي  د ماهيانو  ډيرښت ( تکثر )  ته فکر وکړو،  د اوبو په يوه ډنډ کي  چي هلته  خوړونکي ماهيان هم ژوند کوي  ، په هغو کي يوشمير په چټکۍ سره غښتلي  او زورور ماهيان  جوړيږي . دا ډول ماهيان  چټک وي ، د ژر ليدلو توان لري  او د يوه عادي رنګ  په خپلولو سره د نورو ( ماهيانو  ) په  رارسيدو د هغود وژلو دزيات چانس خاوندان  کيږي  .  او همداسي  نور چي زيات چانس د نباتاتو تر څنګ لري  . خو دا  يوازي  د لومړي مهال ياد شوي ( زورور ماهيان ) او په ګوته شوي نيکمرغه نه وه ،  بلکي د  هغو راتلونکي نسلونو  لا وده کړې او تر پخوانيو کرښو اوښتي  دي  .

په طبيعي ډول د ودي په وړاندي دا مبارزه او مقابله شته  او دې ( تيورۍ )  به ارزښت نه درلود ،که چيري  دا ټوله متفاوت  ( ژوې )    د يوه  ثابت او ورته ډول څخه  وای .  خو اوس  څرګنده شوېده چي هيڅکله نه دي واقع سوي ، چي اولادونه دي  په خپل شکل او ډول داسي  وزيږوي لکه مور او پلار چي يې دي . يو شمير خو په  ظاهري بڼه هم ورته نه دي . او همداشان په دننه کي هم څرګند بدلونونه  منځ ته راځي . د هر ډول يا سورت څخه زيات يا لږ  په ځانګړي  توګه هوښيار او زيرک مخ ته راځي . رښتني لاميل دادۍ چي په طبيعت کي د انتخاب  يا  ټاکني امکانات شته  . يوه بله مسئله   چي د ودي تيورۍ لاس نيوۍ  کولای شي  ، هغه  دوراثت ظرفيت او توانمندي   ده  . ځکه د داروين د ودي تيوري پر دريو ټاکلو مفاهيمو تکيه شويده : بدلون ؛ وراثت ؛ او انتخاب ؛دادرې مفاهيم  هرکله د  ودي مدرنيزه تيورۍ بنسټ  هم جوړوي .  هغه  مفاهيم چي اوس د اوښتون او بدلون تيوري بلل کيږي  ،  په دقيقه توګه  د داروين له مهاله  په پوره توان راڅرګند او پيل  شويدي  ، او  اوس د انواعو په منځ کي داوښتون او بدلون مفاهيم  هر چا ته د پوره درک وړدي .  

نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006