دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لا مارک او د وراثت پيژندنه ( دريمه برخه )

د انواعو اوښتون ژباړه ( دريمه برخه ) 

د ١٨٠٠ ميلادي کالو نو پر مهال  نامتو عالم  کوير  ( Cuvier   ) د ودي تيورۍ ټول ممکن څه را ټول او خپاره کړل .  د هغه وخت يوه بل  نامتو پوه  او فيليسوف جان لا مارک ( Jean Lamark     )   چي  ((د حيواناتو فلسفه ))   (  Zoologique   )  تر سر ليک لاندي يې د ژويو او حيواناتو د اوښتون  او د هغو يو او بل ته د بدلون   او هغه اثرات چي د ژويو پر موقعيت  يا پړاو  او د هغوۍ پر اړتياو برملا او څرګندي  وي  ، د هغوۍ   په اړه يې  خپل  اندونه خپاره کړل . لا مارک دا هم سپينه کړل چي  د ژويو دبدن  هغه برخي  چي  د کارولواړتيا ولري   ، کارول  کيږي او په راتلونکو  نسلونو کي  پايښت مومي  او بشپړ يږي   . او هغه برخي چي د کارولو اړتيا  نه لري   هغه  ناتوانه کيږي او په پای کي ورکيږي   ،   او  نوي نسل په  خپل جوړښت  (اورګانيزم )  کي  هغه  راغلي بدلونونه  ساتي   او هم يې نورو راتلونکو نسلونو ته ليږي . په دې ډول د يوې اوږدې مرحلې په پاې کي يو نوۍ ژوۍ  منځ ته راځي . دا تيوري په  يو شمير  بيلګو کي په څرګنده ليدل کيدای شي  ، خو  هغه ستونزه چي د دې په وړاندي شته  ، هغه  دا ده چي پخوا تر دې چي د هغه (  ژوي )  لومړنۍ حالت  څرګند وي ،  اکثرا د  وده کړيو ( پر مخ تللو= تکامل يافته   ) سره مخ  ده . دا تيوري  پر بشپړ علمي  بنسټ تکيه نه وه  . د دې  تيورۍيو ه نيمګرتيا داده چي  وايې  : ښايې  د اوښتونونو ميراث او پايله به اوسني ژوي وي  .

د دې تيوريو مخکښانو  لامارک او کووير  او د هغو پلويانو به  تر  خپل منځ  په پوره شدت او کله هم په عصبانيت   رقابت کاوه . دا مسابقه او رقابت به هر وخت دوستانه    او صميمي نه و  . کو وير به زيات مهال   مشهوره  نامتو او ځواکمن ويونکي  ( نطاقان ) د رقابت لپاره کارول ، تر څو د لامارک د تيورۍ  ضعيفي او ناتوانه برخي را څرګندي کړي .  په رښتيا چي د لا مارک تيوري د زيات وخت لپاره هيره شول . داسي بريښيدل چي بيولوژي هم  د لوي کو وير د پايلو پر لور درومي .  دهغه تيورۍ پلويانو چي د اوښتون ملاتړ  يې کاوه نور له ډاره و نه شوه کولای چي سيالۍ ته وړاندي شي .مګر په ١٨٥٩ ميلادي کال داروين د هغه له مشهور کتاب سره  يوځای  ( The origin of species by means of selection   ) (  د انواعو پېدايښت د ټاکني په وسيله  ) ډګر ته راغۍ .  نوموړي  په پوره پياوړتيا د هغوۍ په وړاندي بحث وکړ چي د اوښتون او بدلون  مخالف وه  . او په دې مهال يې برۍ په برخه شو.

 

                               

                                هوګو د  وريس  د ١٨٢٢ څخه تر ١٨٨٤ ميلادي کال پوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006