دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د وياړونو نمانځنه داولسونو د پايښت اړتيا ده

د وياړونو نمانځنه  داولسونو د پايښت  اړتيا ده

د وياړ يادونه د شتون  يادونه ده  ؛ يوازي هغه څوک ، هغه اولس او هغه ټولنه د خپلو وياړونو يادونه کولای شي چي شتون يې رښتينۍ وي  .او له بله اړخه  ديوې ټولني  دوياړنو پيژندنه   د هغه  اولس  او ملت  د ښې پيژندني  بنسټيزه  لار ده  ،  ځکه د اولسونو لپاره د وياړونو نمانځنه  د هغوۍ د پايښت  اړتيا ګڼل کيږي . او اوس  د نړۍ ټول اولسونه او هڅاندي  ټولني د تيرو وياړونو ياد ،  نه هيروي او لا د نويو وياړونو د زياتيدو په هڅوکي  پر مخ  ځي .

د نړۍ وبښ او پوه اولسونه  او ملتونه د وياړونو نمانځنه يوازي د خپلي خوښۍ ، غرور او تکبر د زياتوالي په نيت نه کوي ، بلکي د وياړونو د نمانځني څخه د هر اړخيزي ګټي پورته کولو چارو ته پام کوي .  وياړونه  د نوي نسل لپاره  د الهام  اخستلو په نيت نمانځي ؛ د وياړونو نمانځنه کوي تر څو هغه ښه وپيژني او د نويو وياړونو د ترلاسه کولو او خپلولو لاري په ګوته کړي ؛ وياړونه نمانځي چي د خپل اولس ګډ شتون او برخليک  په هغو کي برملا کي  ؛ او په دې ډول  د وياړونو د نمانځني نورو اړخو نو ته پام کوي  او د نمانځنو لړۍ پر له پسې ساتي .

له نيکه مرغه په دې ورستيو پنځو لسيزو کي د افغاني ټولني  دکلتوري او علمي مخکښانو په زيار دوياړونو د نمانځني دود منځ ته راغۍ  ، خو د پاللو چارو يې هغه ډول چي  وړ وې، پرمختګ ونه کړ . دا چاري کله ورو او کله هم ګړندۍ شويدي  ، چي ښايې د دې دود نوۍ والۍ له يوې خوا او له بله پلوه  د هيواد سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو ناخوالو اود واکمنو کسانو  دريځونو  به له بلي خواد دې اړين دود چاري  تر اغيزي لاندي راوستي وي . په تيره بيا د تيري مېلادي پيړۍ ورستۍ لسيزه په دې برخه کي  نه يوازي نيمګړي وه بلکي  د وياړونو نمانځنه يې د خپلو فکري ارونو پر بنسټ د نه منلو بلل  .

د دې سره سره چي د تيري پيړۍ  ورستۍ لسيزه  په هيواد کي  دننه  د تاريکو پيړيود اندونو واکمني وه ، خو د هيواده بهر د يوشمير روڼ اندو هيوادوالو  او  کلتوري ټولنو  په زيار او هڅو د وياړونود نمانځني  دود وپالل شو او هم يې په دې لاره کي نوښتونه را وپنځول ،بهر ميشتو هيوادوالو په تير ه لسيزه کي نه يوازي داچي د تيرو وياړونو نمانځنه يې وکړل ، بلکي د خپل پير وياړلي څيرې او وړ شخصيتونه  يې هم را وځلول  ، چي پر ځای او د ستايني وړ کار دي .

د سويدن هيواد په مالمو ښار کي د دوستۍ کلتوري ټولني  هڅي او زيار په دې لړ کي هغه ارزښتمن ګامونه دي چي په پر له پسې توګه يې په افغاني او اولسي مينه  پر مخ وړاندي اخستي دي  . لا  د هيواد د پوهي او ادب پر اسمان وتلي ستوري خدای بخښلي  ګل پا چا الفت د ياد غونډي خاطرې  له زړونو وتي نه وې ،  چي د هيواد د نامتو شاعر او ليکوال  عبدالباري جهاني  وياړ يې ونمانځۍ او دادۍ اوس د هيواد د ستر اديب ، نامتو پوه خدای بخښلي  علامه اکادميسن  پوهاند عبدالشکور رشاد لومړي تلين  ته يې د علمي غونډي تيارۍ نيولۍ دۍ . زه د دوستۍ کلتوري ټولني ټولو اړوندانو او ملاتړو ته په دې هڅو کي د زړه له کومي د  بري دعا کوم  .

په درنښت  

      پوهنوال رسول باوري

هلند _ اسن

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006