دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پيدايښت او ودي اندونه (تيوريګاني ) ( دويمه برخه )

  د ژويو اوښتون  د ژباړي دويمه برخه

 

دا لا تر اوسه  نه پوهيږو چي د مځکي پر مخ  په څه ډول ژوند پيل شويدۍ  . دپوهانو په وړاندي لا تر اوسه  دا ستونزه پر ځای پاته ده او حل شوې نه ده . دا سي بريښي چي د مځکي پر مخ لومړني ژوي  د ساده او پرايميت يا نيمګړي ژو يو په څير ژوند پيل کړۍ دۍ  .  لومړني ژوي  د خپل مناسب چاپيريال په دننه کي ، هلته چي ساحل او  يا اوبو ته څيرمه ځايونه وه منځ ته راغلي دي  . وروسته د هغو څخه زيات  پيچلي ژوي منځ ته راغلل ( وزيږيدل  )  . دې ژويو تر هغه ژوند وکړ چي په بيلا بيلوډولونو و ويشل شوه او له هغو ژويو  څخه يوه  هم انسان ته وده وکړه . او نورو يې بيلا بيل ډولونه جوړ کړل . که چيري د مځکي پر مخ  په ژويو کي د انواعو د منځ ته راتلو په اړه پام وکړو دوې شونتياوي  ( امکان ) به مخ ته راشي :

١ : د ژويو ډولونه او د هغوۍ شکلونه بدلون نه کوي .  دا ډولونه يو د بل څنګ ته او يو له بله بيل منځ ته راغلي دي .  ( د پيدايښت  ( تناسل  ) تيوري  . ( Scheppingstheorie   )

٢ : حيوانات او نباتات  دا شونتيا لري  چي  په خپل دننه   او بهر کي د اوسنۍ پوهي پر بنسټ ورو او تدريجي وده وکړي  او اوښتون  ومومي  ، او دا لړۍ تر  هغه دوام کوي چي  ژوي يو له بله  بيل شي ،  پخوانۍ  ورته والۍ له لاسه ورکړي  او د ژوي يو بل ډول منځ ته راوړي  .  ( د ودي تيوري   ؛ Evoluitietheorie     

                               

                             ګريګوري  يوهان  ميندل ( ١٨٢٢ _ ١٨٨٤  ) د وراثت تيوري پنځوونکۍ

 

همدا يوازنۍ شونتيا  په ګوته کيدای  شي  چي  د ژويو زيات شمير ډولونو وکړای شول ، په زرګونو ميليونو کاله  د مځکي پر مخ د ودي لاره طۍ کړي  .  هغه وخت  هم  د لومړۍ نظريې  ، ( يا د پيدايښت  تيوري   ) په څير  د ډولونو پر زياتوالۍ   باندي چا زيات باور نه درلود   .  دا نظريه په هغه مهال  کي د لوۍ لينايوس  ( Linnaeus  )   له لوري ملاتړ کيدله ، چي  د دې نظريې د مدرني برخي  موسيس  هم شميرل کيږ ۍ .  د هغه مدرن ويش  د  نباتي  او حيواني برخو په حد کي لنډ وو . د هغه په باور د انواعو ډولونه د بيلا بيلو ژويو  هغه ډولونه دي چي  د پيدايښت پر مهال  وه . او هغه د بدلون پرته رارسيدلي دي  .  د هغه تر څنګ  فرانسوي  کو وير  ( Cuvier    ) هم د پيدايښت  ( تناسل ) تيوري  کلک پلوي وو  .  د کو وير  په باور کولای شو چي د ژويو بيلا بيل ډولونه په بيلا بيلو زماني واټنونو کي وښيو . دا تيوري  د رامپين تيوري (  Rampentheorie    ) يا د تصادفاتو تيوري  په نوم ياده شويده . د دې تيورۍ په بنسټ  په مځکه کي په پر له پسې توګه طبيعي تصادفات او اتفاقات منځ ته راغلي دي  ، په دې تر تيب  د ژويو هر ډول د يوې بيلي پيښي او تصادف زيږنده دۍ . د مځکي پر مخ  تر هر تصادف وروسته يو نوۍ  جوړښت او تولد  په خپل خاص فورم او ډول منځ ته راغلۍ دۍ . په دې ډول نوۍ شکل جوړشوۍ ، او بيا يې د هم هغه  لومړي  ځل جوړشوي   ژوي  په څير  انکشاف کړيدۍ .  د دې  مباحثې څخه څرګنديږي چي دې حقيقت  ته  پخوا هم پام شويدۍ ، په داسي حال کي چي هيڅ لاسوند يې هم نه دۍ  وړاندي کړۍ .  خوپه دې  ترځ کي پوهانو څرګنده کړل چي د مځکي پر هره برخه تغيير  منځ ته راغلۍ دۍ  چي هيڅکله تصادفي نه وو ، بلکي  ټوله طبيعي پيښي وې .  خو د اوښتونونو پروسې ورو او د پيښو سره يوخاي انکشاف او وده  کړيده .

دويمه تيوري  چي د ژويو ډولونه توضيح کوي د ودي تيوري   ( Evolutietheorie   )  ده . په دې تيوري کي  د ژويو  ټول ډولونه بدلون مومي او د بدلون دالړۍ تر اوسه هم روانه ده  او ور سره سم  د  ژويو بدني جوړښت  هم پر مختګ  کوي   . په دې تر تيب بيشميره ژوي د مځکي په اوږده تاريخ کي  چي له کله ژوند پيل شوۍ بيا تر اوسه په بيلا بيلو ډولونو اوښتي او ځانګړي بڼي يې غوره کړيدي . په دې تيورۍ  کي يو زيات شمير   ډاډمني  او رښتيني برخي منځ ته راغلي دي  ، يو شمير له هغو څخه نيمګړي څرګندي شويدي  ، خو زيات شمير يې  په علمي توګه منل شويدي .  په تيرو څه نا څه  ( ١٠٠ ) سلو کلونو کي  مو وليدل  چي  زيات شمير علمي څانګو دا پوښتني و څيړلې . په دي توګه  په اوس وخت کي موږکولای شو چي دزيات شمير ژويو په اړه  مالومات تر لاسه کړو چي په اړه يې څيړني شويدي ، او هم هغه نور پخواني  ( ژوي ) چي کله او څنګه به وه ، تصور کړو . د ودي تيوري  تر اوسه په څرګنده د منلو ده  په همدي ډول دې تيورۍ د انواعود بدلونونو  په اړه دزړي تيورۍ  نيمګړتيا دي په علمي توګه څرګندي کړيدي .

د دويمي برخي پای

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006