دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د انواعو اوښتون

ليکوال : هوګو  دي  وريس

ژباړه  : پوهنوال باوري

 

دا ليکنه د ليکتوراما ،د انسکلوپيديا د  (( تي لرونکي ژوي ) د ( L   ) ټوک څخه د ( د انواعو اوښتون )  مقالې ژباړه ده چي  پر له پسې به يې په وړو وړو برخو کي خپريدوته وړاندي کړم  . ژباړونکۍ

 

لومړۍ برخه :

 

د انواعو  د پيدايښت   ستونزه  او د هغې حل د عملي ازمايښتي څيړنو  له لاري شونۍ دۍ  .  

هوګو دی وريس  

                                          د انواعو اوښتون

 

د ١٨٦٠ ميلادي کال د جون په مياشت کي داروين يو لنډ خو ارزښتمن کار تر سره کړ  . هغه د انواعو اوښتون  تر سرليک لاندي  يو کتاب خپور کړ . په دې کتاب کي نوموړي   د خپلو هغو خيالاتو په اړه خبري وکړې چي د چينيتيکي پوهي په اړه يې نوي بدلونو نه رامنځ ته کړل .  نوې تيوري چي د ( داروين د ودي تيورۍ ) په نوم ياديږي  (van Darwin  Evolutie – theorie    )   .  دانوې تيوري  په انواعو کي دننه  دوروراوښتونونواو بدلونونو پر شتون   وډل شوۍ وه . په پيل کي زياته وننګول شوه .يو له هغو مخالفينو څخه د اکسفورد عيسوي ټولني  مخکښ  ښاغلۍ ويل بير فورد   ( Wilberford  Samuel  ) وو   . نوموړۍ تر ډيره وخته د جنتيکي ودي په وړاندي ودريدۍ ، تر څو چي په دې اړه يو شمير پوښتني د  ها هوکسلي  (  H . Huxley  ) په وسيله حل شوې . د ودي تيورۍ ملاتړ د انسان  د ريښې  په اړه تر زياتو پوهيدو وروسته وشو، هغه چي   د لوۍ انا او لوۍ نيکه  جرړه ورته  څرګنده شول  .هوکسلې  هغه ګروپ ته يو مناسب جواب ووايه چي : زه لا تر اوسه هم  ترجيح ورکوم چي   زما جرړه يوې بيزو ته رسيږي  نه يوه پادري  ته .  په هغه وخت کي دا يو ډير ناڅاپي او لوۍ بدلون وو چي د علمي څيړنو لپاره يې لاره پرانيستل .

                                       Darwin

                                                داروين د ژوند په ورستيو کي

 

په دې منځ کي تر سلو کالونو لا زياته زمانه تيره شوه چي د داروين  تيوري ميدان ته راوتې  او خپره شوې وه . د (ودې تيوري ) د لا مارک ( Lamarck   )  له لوري  پر مخ يوړول شوه . دا لړۍ د هغو نويو موندنو پر بنسټ چي د ګريګوري مندل ( Gregor Mendel   )   له خوا وړاندي شوه  چي  په هغو کي د وراثت  منځپانګيزه  وده او پر مختګ څيړل شوې وو . دا څيړنه  چي اوس وړاندي کيږي  د نباتپوه هو ګو د وريس  ( Hugo Vries  ) له لوري  د اوښتونونو او بدلونونو او په دې اړه د اوس مهال د نامتو څيړنکو ټوليزي لاس ته راوړني  دي  چي  په دې لاره کي نوۍ پيل دۍ .   دا يوه  وړه برخه د هغو وړاندي شويو جوابونو ده چي د بيلا بيلو پوهانو له خوا د پښتونو په څير مطرح شوي وې .او اوس د دې پوهي  يا د مځکي پر مخ د ژوند  تاريخ   په څير ورته کتل کيږي .

                                      

                                                      لا مارک ( ١٧٤٤ -- ١٨٢٩ )

دارودين ، ميندل  او  دی  وريس  ، فرضيې او لاسوندونه :

زيات بيلا بيل ډولونه  : د مځکي پر مخ   بې شميره بيلا بيل ژوي  شته  ، چي د نباتاتو او حيواناتو په څير ژوند کوي . دا ژويې په پوره ډول يو له بله بيل دي . يو شمير له دغو ژويو څخه دومره واړه دي چي يوازي د غښتلي مايکرسکوپ په وسيله د ليدلو وړ دي . او يو يوشمير  نورو بيا زياته وده کړې او ستر شويدي . داسي ژوي هم شته چي د نباتاتو او يا حيواناتو په لړۍ کي  يې د شميرلو حد ستونزمن کار دۍ . 

مځکه هيڅ کله د يوه ځانګړي ژوي استوګنځای نه وه  ، بلکي  دژويو تنوع او بيلا بيلو ډولونو د مځکي پر مخ  ژوند کړيدۍ . پوهان  د له منځه تللو ژويو په اړه په څيړونو بوخت دۍ  او په  دې  برخه کي د پاليو اانتولوجي  ( Paleontologie   ) په مرسته  د هغو ژويو څرګندونه کوي چي د مځکي پرمخ يې په بيلا بيلو پيړيو او زمانو کي ژوند کړ ۍ او بدلون يې موندلۍ دۍ .  لومړني  ژوي څه ناڅه پنځه سوه ( ٥٠٠ ) مليونه کاله پخوا  د کامبريم  (   Cambrium      ) په دوره کي  را څرکند شويدي . دا ژوي هغه وخت  دپريميتيف  ( Primitieve   ) يا  (  نيمګړۍ ؛ هغه چي پوره وده يې نه وي کړې  )  حيواناتو په څير وه  ، داسي بريښي چي  هغه مهال  به هم ټولو پريميتيف ژويو  بيلا بيل ډولونه درلودل  ، خو له بده مرغه چي موږ لا تر اوسه د هغوۍ څخه څه شۍ يا نښانې  نه دي ترلاسه کړۍ . تر هغه مهاله بيا  سل ( ١٠٠ ) مليونه کاله ورسته  يو څه څرګند تيا شته . هغه څه چي رښتيني دي هغه د لومړني ماهي  د هډوکو پاتي شوني دي  . د ماهي دا اسکليت او هډوکي د ديوون   ( Devoon    )  په مهال پوري اړه لري   چي زماني واټن يې   څه ناڅه درې سوه پنځه ويشت  ( ٣٢٥ ) مليونه کاله پخوا ټاکل شويدۍ . دماهي دا پخواني   هډوکي د اوسنيو پيژندل شويو ماهيو د هډوکو څخه بيخي بيل دي ، خو دا څرګندوي  چي  تر پنځوس مليونه کاله پخوايې په اوبو کي ژوندکړيدۍ .   د هغوۍ تر هغه  مهاله  د رسيدو  بيلا بيلي دورې تيري کړيدي ، او په ځانګړي توګه د کاربون  د پيرم  ( Perm      ) پر  مهال  يې زياته وده کړې او اوښتونونه يې منلي دي ، چي تاريخ يې  ( ٣٠٠ __ ٢٠٠ ) له درې سوه مليونه کاله  څخه تر دوه سوه مليونه کاله پخوا زمانو پوري رسيږي .  د پيرم تر مهال وروسته  حشرات او خزنده ګان هم را پيدا شويدي . او دا  مهال   د مځکي په  تاريخ  کي   د مسيو زوئيکيوم ( Mesozoicum ) په نوم ياديږي  ، چي  پر مځکه  د ژويو پايښت څرګندوي  . اوزماني واټن يې  د (  ٢٠٠  -- ٧٠  ) دوه سوه مليونه کاله څخه تر اويا مليونه کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي . په همدې مهال کي لومړني  تې  لرونکي  ژوي  او هم لومړني الوتونکي را څرګند شويدي . دا وده او پرمختيا تر کينيو زويزم ( Kenozoicum ) پوري دوام کوي ، دا پير د ( ٧٠ )  اويا مليونه کاله پخوا زمانو څخه را پيليږي  ، او په  دا را وروسته  يو څو سوه زره کاله  کي د لومړني انسان نښانې د مځکي پر مخ څرګندي شويدي  ، او موږ کولای شو ووايو چي د انسان اوسنۍ ډول د مځکي د تاريخ د ژويو  تر ټولو نوې او ځوانه برخه ده . 

د لومړۍ برخي پای            

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006