دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان ځني ځانګړتياوي

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

د علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان  ځني ځانګړتياوي

د تاريخ پيژندنه به هر چا په خپله رايه کړې وي  خو يوه رايه دا ده چي ،  تاريخ  يو داسي تفصيلي نوم دۍ  چي په هغه کي د  (( زمان  )) او  (( مکان  ))  د يوالې بيان  شته  . دا دوه مفاهيم په حقيقت کي د دې علم بنسټ او هم يې دعلمي شته والۍ اساسي فکتورونه  ګڼل شويدي .  تاريخ د خپل اوږد ژوند په بهير کي بيلا بيل موقفونه درلودلي او يا ورکول شويدي  . د يوې سپيرې کيسې  او ساده نکل څخه بيا تر عقيدتي مضمون پوري ؛  د پيښو د ساده بيان څخه بيا تر فلسفي يون پوري يې ټول پړاودنه لرلي دي . خو هغه وخت چي  د زمان او مکان مفاهيمو د تاريخ په تدوين کي بنسټيزه ونډه واخستل ، تر هغه وروسته بيا ديوه علمي دسپلين په څير معرفي او خپله لاره يې روښانه کړل .

د نولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي د مورخينو تر منځ دوو محوري طرحو پرا ختيا وموندله ، چي په حقيقت کي دا د مورخينو تر منځ د دوو سترو فکري جريانونه تمثيل وو . يو شمير مورخين په دي عقيده دي چي بشري تمدن واحده منشا لري او ديوې لرغوني مدني حوزي څخه را پيل شوېدۍ . اليوت سميت  ( Elio Smith   )  ګوردن چايلد  (   Gorden Cahild    )   تاينبې  ( Arnold Tainbe    ) او مورګان  ( Morgan    ) د همدې فکري لوري په سر سر کي پيژندل شويدي .

د خپريدني يا  (  Diffiusion     ) يو نامتو پلوي ګوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چي  هغه يې  د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسګونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلول  . نوموړي د مصر ، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړني لاندي ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي را برسيره کړل او په نتيجه کي يې د ټولو مدنيتون منشا د مصر څخه را پيل شوې اعلان کړل . چايلد د خپل نامتو اثر  (( سير تاريخ  )) تر عنوان لاندي  خپله را يه برملا کړيده ، او په خاصه توګه   (( د ښار اوښتون  ))  تر سر ليک لاندي يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه کړيده . په دي تر تيب د چايلد او دهغه د نورو ملګرو نظريه چي  د تاريخ د يوه مهم فکتور  (( مکان  ))په اړه مطرح وه تر زياتو زمانو پوري يې خپل حاکميت وساتۍ .

پخوا تر دې چي د (( خپريدني  )) تر نوم لاندي يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي ، په ختيځ کي زيات شمير مورخينو او ليکوالانو د مذ هبي تمايلاتو تر تاثير  لاندي په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ  ( خپريدني ) په محدوده کي عملي ګامونه پورته کړيدي . دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا  په منځنيو پيړيو کي پوره جوت دۍ . د هغه مهال په زياتو اثارو کي د يوې واحدي منشا څرک شته  ، خاصتا په پخواني افغانستان کي  زيات شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړنۍ فصل د انبيا  ( عليهم ) څخه را پيل کړيدۍ . چي د بيلګي په توګه اخبار الطوال  ( دينوري ) زين الاخبار  ( عبدالحۍ ګرديزي )  تاريخ ګزيده  ( احمد الله مستوفي ) تاريخ مرصع  ( افضل خان خټک ) رو ضته الصفا ( ميرخواند ) تاريخ طبري  ( جرير طبري ) تاريخ ګلستانه  ( احمد ګلستانه ) تاريخ فرشته  ، مطالع النوار ، او يو زيات شمير نور د همدې ډول  اثارو څخه شميرلای شو  چي د واحدي منشا مانا ځني اخستل کيدای شي .

د مورخينو دوهمه ډله هغه شمير پوهان دي چي  د چاپير يال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړيده . د دوۍ په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده اود نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دۍ کړۍ ، بلکي د هري سيمي د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کي ځانګړۍ مدنيت منځ ته راغلۍ او وده يې کړيده . خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنګ  د مدنيتونو تر منځ اړيکي هم ارزښتمني ګڼي  جوليان استوارد  ( Julian Ostward   ) ميرمن بوسر اپ  ( Ms. Buser Aupe  )  کاسمينسکي  ( Kazminisky    ) او يوشمير نور د دې نظريې د مخکښانو څخه شميرل کيږي .

جوليان استوارد په خپل يو اثر کي چي د ( فرهنګي بدلون پروسه ) تر سر ليک لاندي خپور شويدۍ ، په دې اړوند ليکي :  د خپريدني پلويان د ټولنو پر مشابه او ورته  ودي زور اچوي ، په داسي حال کي چي د لومړيو مدنيتونود پيژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم  ( Cultural Ecology   ) څخه ګټه اخيستل دي .يوازي د همدې  روش او متود په خپلولو او کارولود لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او  د ودي لاري  په رښتيني توګه پيژندلاي  او تر لاسه کولای شو .  د دې ډلي يو بل نامتو پلوي  کاسمينسکي  دي ،  چي په خپل يو ه اثر کي    ( د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر ليک لاندي يې خپور کړيدۍ ، ليکلي چي : لومړني مدنيتونه په بيلا بيلو سيمو او بيلا بيلو زمانو پوري اړه لري ، هر مدنيت ځانګړي او ټاکلي مميزات لري  چي د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو ، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلۍ دۍ ، وده يې کړې او پيژندل شويدۍ . د دې نظريې پلويان د کلتوري ، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته زياته پاملرنه کوي .

په ختيځ کي د دې نظريې د پلويانو شمير زيات نه دۍ ، خو د کيفيت له مخي  يې وزن او وړتيا په لوړو پوړيو کي ښودل شويده . ابن خلدون او البيروني او يوشمير نورو مورخينو بيله دې چي د تاريخ ليکني روش او ډول ته يې پام اړولۍ وي ، د تاريخي  پيښو تصوير يې  په يوه يا بل ډول داسي تر تيب شويدۍ چي افاده يې د مدنيتونو پر خپلواکۍ متکي دۍ  خو د تاريخ ليکني دا تيوري چي پخواني مدنيتونو د خپل چاپير يال مطابق وده کړې ، د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي  ډير لږ پلويان  در لودل .  يوازي د شلمي پيړۍ په پيل کي يو شمير مورخينو د مدنيتونو د خپلواک منځ ته راتللو او ودې کولو ته پام وکړ . په افغانستان کي د دې ډلي مورخينو په سر کي علامه حبيبي او د تاريخ ټولني دوه تنه نور مورخين  خدای بخښلۍ استاد احمد علي کهزراد او خدای بخښلۍ مير غلام محمد غبار وو . په هندوستان کي  ه . ش . ډانګې   او ، ب  . ن . پوري  په ايران کي عبدالحسين زرينکوب اوحسن پيرنيا او په تاجکستان کي بابا جان غفوروف  له دې ډلي مورخينو څخه شميرل کيږي .

د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي د ياد شويو مورخينو له خوا ليکل شوي  او خپاره شوي اثار د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي ، تاريخ  در ترازو د ښاغلي عبدالحسين زرين کوب  تاريخ قديم ايران د حسن پيرنيا ليکنه هغه اثار دي چي په ايران کي دننه او بهر د پاملرني وړ ځای لري ، په هندوستان کي  د   د هند تمدن  ، هند د کوشانيانو تر واکمنۍ لاندي ، او هند د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري  چي په پر له پسې توګه د هندي مورخينو  شيري واستوا ، ب . ن . پوري  او ه . ش . ډانګې له خوا ليکل شويدي  ، هم د هغو هندي نامتو اثارو په شمير کي راغلي چي  د چاپيريال پر امکاناتو متکي دي ، په تاجکستان کي د بابا جان غفوروف ليکنه هم د همدې لړۍ يو بل اثر دۍ .

په افغانستان کي د علامه حبيبي د زياتو اثارو تر څنګ  تاريخ قديم افغانستان  او افغانستان در مسير تاريخ هم له هغو اثار څخه شميرل کيږي چي بنسټيږ اډانه يې د چاپيريال پر شتو او امکاناتو تکيه لري   ، چي د مرحوم استاد احمد علي کهزاد  او مرحوم  مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شويدي . د دې سترو مورخينو تر څنګ يوشمير نورو افغان مورخينو هم  د علامه حبيبي پر قدم ګامونه پورته کړيدي  اوداسي تاريخي اثار يې  تدوين کړي چي د افغانستان په تاريخ  او تاريخ ليکنه کي وياړلي ځايونه لري  چي د ټولو را يادول په دې لنډه ليکنه کي شونې کار نه دۍ .

د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ  ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، سنګ بنشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاريخ مشروطيت  در افغانستان ، کابل شاهان ،  صفاريان او تر ١٣٥ ټوکه زيات  څيړنيز او بديع  خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کي ارزښتمن  او دشهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي .  حبيبي د يوه مبتکر او خلاق مورخ په توګه  داسي تاريخي اثار تاليف او خپاره کړل چي عملا يې د مدنيتونو پر خپلواک منځ ته راتللو او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير ، د تائيد او ترجيح اثار ګڼلای شو . په دې برخه کي د تاريخ مختصر افغانستان  څخه څو بيلګي په ګوته کوو او د دې ادعا دثبوت لپاره يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو .

علامه پوهاند حبيبي د تاريخ افغانستان په لومړي ټوک کي د ويدي تمدن په اړه ليکي :  (( در حدود ١٤٠٠ ق . م . مدنيت باشکوه تحت عنوان ويدي  در سرزمين افغانستان باستان حاکم بود ، که از کتب چهار ګانه ويدا  ، ميتوان به وجوه ګونه ګون ان مدنيت پی برد . نامهای بعضي از اماکن  ، قبايل  و دريا ها در اين سرود ها امده و تاکنون باقی مانده است . کلمه پکتها ( پښتون ) الينا ( مردم شمال لغمان ونورستان ) سند  ( سيند  ) کوبها  ( کابل ) هيروتی ( دهراوت )و غيره را  ميتوان ياد کرد . ))

 د دې متن څخه په ډاګه کيږي چي ويدي مدنيت د افغانستان د لرغونو اوسيدنکو ځانګړې لاسته راوړنه ده  ، چي د اړوندو سيمو يادونه يې جغرافيا يې  محدوده ټاکي . حبيبي د همدې مدنيت د ټولنيز او سياسي جوړښت په اړه ليکي : ((    خانواده ارين ها را کولا  ( در زبان پښتو کهول )  ميګفتند و اساس زنده ګی اجتماعی ان جمعيت ها را تشکيل ميدادند  که از ان عشاير به وجود مي امد  و رئيسی به نام  پتي  داشت هنګاميکه چند کولا باهم جمع ميشدند  ګرامه يا ويسه را تشکيل ميدادند . و مسکن شاهی را پور ميګفتند  اين کلمات تاهنوز در اسما واماکن  مشهود است . بګرام ، ميروېس ، شير پور وغيره ؛ رئيس خانواده پاتي معادل پدر کنونی رئيس عشيره را کوترا پتي  ، رئيس  ويا ملک قبيله را ګرام پاتی  رئيس قريه را ويس پاتی و شاه را به نام راجان ياد مينمودند .همه ارين ها بالترتيب از مقام پدرو رئيس خانواده الی مقام شاه احترام ميګذاشتند . ))

علامه حبيبي د ويدي او اوستايې مدنيتونو تر منځ هم ځانګړتيا ته پام کړيدۍ ، او دا دوه مدنيتونه چي يو د راغلو اريايې قبيلو سره يوځای وده کړې او بل يې څه نا څه دوه سوه کاله وروسته په لرغوني افغانستان  او په ځانګړي توګه بلخ کي پيل شوۍ  ، داسي ليکي : (( در حدود ١٢٠٠ قبل از ميلاد مدنيت اوستا يې که از لحاظ محتوا با مدنيت ويدي تفاوت داشت در سر زمين افغانستان شګوفان ګشت ، در اوستا امده است  : يمه به اهورامزدا امر فرمود ، يک   (  واره )  را ساخت که طول وعرض ان به اندازه يک اسپرس  ( يک ميدان اسپ دوانی ) بود ودرا ن حيوانات و جانوران مانند ګسفند ، ګاو ، و مرغان وغيره را نګاه داشت  وجای اب را هم به درازی يک هانه ( ميل ) کند ودر ان واره بازارها ، ګذرها  وخانه ها را به ترتيب مخصوص ساخت ، ولی مردم عليل ، دروغ ګو ، و پيس را در ان شهر جای نداد. ))

هغه کلي حکم چي ټول مدنيتونه يوه ريښه لري ، عملا د علامه حبيبي په هغو ټولو تاريخ اثارو کي چي د افغانستان د تاريخ په اړه يې ليکلي دي ، له پامه ليري پريښودل شويدي . علامه حبيبي خپل نامتو اثر تاريخ مختصر افغانستان  د منځني ختيځ څخه نه بلکي  د منډيګګ څخه پيل کړيدۍ . دا پيل چي د پخواني معمولې دود څخه خلاف وو ، خو دومره موثر وو چي په ډيره لږ موده کي د پوره پاملرني وړ وګرځيد ، او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستوافغانانو ته د هيواد دتاريځ دپيل حد څرګند شو او د افغانستان  د پنځه زره کلن تاريخ خبره دهر ي علمي او سياسي غونډي تر ټولو منلی  او معمولي وينا وګرځيدل  او دا دۍ اوس د افغانانو تر منځ د يوې معقولي علمي  مقولې په څير منل شوېده .

علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ پر له پسې رښتنۍ مسير  روښانه کړ . او د پنځه زره کلن اوږد  زماني واټن  ټولي پيښي يې په خپل خلاق استعداد ګام پرګام داسي وڅيړلې او ووډلې چي له يوې خوا يې د دې ليري زماني واټن  يو ا حتی نيم کال هم پټ پرينښوداو له بلي خوا يې د هري ادعا د ثبوت لپاره مطمئن او باوري اسناد وړاندي کړل او په دې ترتيب يې د افغانستان تاريخ هويت او عظمت نړيوالو سياسي او علمي  کړيو ته جوت کړ . لنډه دا چي د علامه حبيبي ځای او مقام د افغانستان په تاريخ کي هومره اوچت دۍ لکه د يوشمير سياسي نامتو څيرو او شخصيتونو چي د افغانستان په له سره جوړښت ، ساتلو او يا وده ورکولو په اړوند  د درنښت وړدي ، که سياسيونو د افغانستان سياسي هويت ګټلۍ او ساتلۍ دۍ ، علامه پوهاند حبيبي د همدې هيواد تاريخي هويت تدوين  او ثابت کړيدۍ .

د علامه حبيبي سره زما يوه خاطره او د هيواد مورخينو ته دهغه يوه توصيه :

خاطره : په ١٣٦١  لمريز کال د کوشاني پير په اړه  پنځم  نړيوال  څيړنيز سيمنار د يونسکو په مرسته په کابل ښار کي داير شو . د سيمنار مرکزي موضوع د کوشاني امپراتورۍ سياسي سرحدونه او د هغو حدود او ثغور  ، څرګندول وه . د دسيمينار د درې  ورځنيو علمي غونډو په ترځ کي د کوشاني شاهانو د عقيدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سيمنار کي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نامتو پوهانو او څيړونکو ګډون درلود ، د بهرنيو پوهانو له ډلي څخه هندي  نامتو مورخ  پروفيسور ب . ن . پوري جاپاني څيړونکي پروفيسور کويا ما ، فرانسوي نامتو پوه پروفيسور فوسمن  ،د پخواني شوروي نامتو څيړونکۍ و. ي . سريانيدي  او د يوشمير نورو هيوادونو لکه تاجکستان ، ايران ، ايتاليا ، المان ، ترکيې ، انګلستان  څخه زيات شمير پوهانو  برخه  درلوده  .

زياتو څيړونکو او د سيمنار ګډونوالو د کوشاني پير او کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې په اړه خپله را يه څرګنده کړل ، لکه نن داسي  مي ياد دي چي علامه حبيبي ته د رايې څرګندولو نوبت ورسيدۍ ، علامه حبيبي د دې سره سره چي د سپيږيريتوب بيلګي يې په اواز او څيره کي ښکاريدې ، د کوشاني دورې د مذهبي او عقيدتي نظام او روش په اړه يې  په خپل ځانګړي   اوخلاق استدلا  هر اړخيزه مالومات  وړاندي کړل . د علامه حبيبي څرګندونو د سيمنار د برخه والو دومره پاملرنه ځان ته وګرځوله چي د حبيبي د بحث وروسته سمدلاسه ټولو برخه والو په يوه ږغ وړانديز وکړ چي د کوشاني څيړنو د راتلونکي نړيوال سيمينار عنوان دي د کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې جوتولو ته ځانګړۍ شي . همداسي وشول د سيمنار پريکړه ليک يونسکو ته د برخه والو وړانديز څرګند کړ او د يونسکو مرکزي دفتر  له لوري هم دا وړانديز ومنل شو .

د کوشاني څيړنو د پينځم نړيوال سيمنار د وړانديز او د يونسکو د موافقې سره سم شپږم نړيوال سيمنار د کوشاني پاچاهانو د عقيدې تر سرليک لاندي په ١٣٦٦ لمريز کال د کابل په ښار کي داير شو .له بده مر غه  هغه مهال علامه حبيبي له دې دنيا رحلت کړۍ وو . او د سيمنار برخه وال يې د خپل حضور څخه محروم کړي وه ، خو د سيمنار د علمي غونډو په جريان کي د ټولو لوستل شويو مقالو څخه  چي  د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري ولوستل شوې  ، د علامه حبيبي هغه مقاله چي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د يوه تن غړي له خوا ولوستل شوه او هغه مقاله په ١٣٥٩ لمريز کال د کوشاني څيړنو مجلې له خوا خپره شوې وه ، تر ټولو ښه مقاله او د سيمينار تر ټولو ښه تيزيس ومنل شو .

يوه توصيه : په افغانستان کي د کيڼ اوښتون د پيل سره ځيني ځانګړي اصطلاحات رايج شول ، او اوښتوبيانونو زور واخست ، له هرې خولې او له هر ځايه به د اوښتون خبره لومړۍ وه . هر وينا او خبره به د اوښتون په نوم پيل کيدل دا چي اوښتون ته يې څومره عقيده درلوده ؟ ايا دا ريښتينې وه  او که د ځينو ملاحظو پر بنسټ به يې د اوښتون اوښتون ويناوي کولې ؟ په هر صورت د ورځي د موډ خبره اوښتون ګرځيدلې وه .

په داسي يوه فضا کي د علومو اکاډمۍ له خوا يو سمپوزيم د ١٣٥٩ لمريز کال په ورستيو کي داير شو . په سمپوزيم کي د هيواد نامتو پوهان او څيړونکي برخه وال وه د ګډون کونکو له ډلي څخه يو تن چي د کابل پوهنتون د تاريخ د څانګي د استاد په توګه يې دنده درلوده ، په بربنډو ادبياتو د(( تاريخ مختصر افغانستان  ))  په انتقاد پيل وکړ او د دې انتقاد منځنۍ ټکۍ داو چي دا تاريخ د طبقاتي لرليد او انقلابي ايديالوژۍ پر بنياد نه دۍ ليکل شوې ، ضروري ده چي يا مصادره شي او يا يې ليکوال د اصلاح لپاره کار وکړي  . او په دي ډول يې خپله رايه په داسي شکل څرګندوله چي ګويا د حاکمي سياسي فضا ملاتړ ورسره شته  .

علامه حبيبي د دې مسلې په اړه يو منلۍ او غوڅ دريځ وښود ، ويې ويل : که مورخ هيله لري چي د هيواد تاريخ وليکي ، بايد د هيواد تاريخ وليکي ، نه داچي د هيواد تاريخ تر نوم لاندي د يوه قشر ، يوې ډلي او يا يوه سياسي نظام تاريخ وليکي . علامه حبيبي زياته کړه چي : مهمه خبره داده چي د لومړنيو مدنيتونو د پيل څخه بيا تر اوسه سياسي واکمنانو د ټولني عمومي چاري پر مخ بيولي دي ، واکمنو به د خپل سياسي واک د پايښت لپاره يو مذهب يا بل مذهب ، يو دين او يا بل دين ځان ته غوره کاوه او هغه به يې د خپل حاکميت د دوام لپاره وسيله ګرځوله ، خو په دې تفاوت چي په اوسنيو پر مختللو ټولنو کي د ايزم خبره ده . زما رايه داده چي ټول خلک خاصتا مورخين بايد تر هر څه وړاندي خپل هيواد ته رښتنيني  وي  ، ځکه چي منحريف مورخ د خپلي ټولني لپاره د اوبا اپيدمي ده .

پای

دوې يادوني

لومړۍ ، دا ليکنه لومړۍ  په افغاني شمله نومي ټولګه کي خپره شويده ، چي د ټولو لو زيار يې ښاغلې داکتر طارق رشاد کښلۍ دۍ .

دويم :  اخځونه د تخلص پر ترتيب او هغه هم د الفبا په لومړيتوب ليکل شويدي .  

اخځونه :

١ :   باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٧٥ .

٢ : پيرنيا ، حسن . تاريخ قديم ايران  . تهران  . پوهتنو ن تهران . ١٣٤٦ .

٣ : پوري . ب . ن . هند تحت تسلط کوشانيان . مترجم ضمير ساپۍ . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٥٧ .

٤ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتي . ١٣٤٦ .

٥ : حبيبي ، عبدالحۍ . ( برخي ايزدان کوشاني ) تحقيقات کوشاني . کابل . اکادمي علوم . ١٣٥٩ .

٦ : چايلد ، ګوردن . سير تاريخ . مترجم : بهمنش . تهران .پوهنتون تهران .١٣٤٦ .

٧ : ضمير ساپۍ ، حسن . تاريخ قديم افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٦٣ .

٨ : د کوشاني څيړنو د شپړم سيمنار د مقالو مجموعه . کابل . علومو اکاډمي . ١٣٦٦ .                    

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006