دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
افغان اولس د ډيورنډ کرښه هيڅکله نه ده منلې

 

  د افغانستان سرحدونه او په ځانګړي توګه ختيزي او سهيلي کرښي  د يوې ستري ستونزي په توګه   د افغان اولس او ټولو افغاني دولتونو او حکومتونو په وړاندي وې او لا پاته دي  . افغانستان په خپل  معاصر تاريخ  کي  چي د ستري احمد شاهي امپراتورۍ سره يوځای  راپيليږي ، د زياتو لوړو ژورو او بيلا بيلو  پيښو سر ليکونه لري . خو هغه څه چي اغيزي يې تر اوسه شته هغه د دې هيواد د سياسي پلو او سرحدي کرښوټاکنه ده ، که د هيواد تاريخ ته ځير شو نو د لوۍ احمد شاهي امپراتورۍ د پيل څخه بيا تر اوسه چي د ښاغلي  حامدکرزي د واکمنۍ مهال دۍ ،  زموږ د هيواد  سرحدي کرښي دوه ځله ټاکل شويدي ، لومړۍ ځل هغه وخت چي افغانانو لويه امپراتوري درلوده  او د واک چاري د اعليحضرت احمد شا بابا سره وې ( ١٧٤٧ __ ١٧٧٣  ميلادي )  او دويم ځل هم هغه وخت چي  امير عبدالرحمن خان واک ته ورسيدۍ (  ١٨٨٠   __  ١٩٠١  )  . خو د دې دواړو تر منځ بيلوال دا و چي  ،  په لومړۍ  دوره کي افغاني واکمنو پرګاونډيانود خپلو ارادو دمنلو توان   درلود او په دويمه دوره  کي ګاونډيو واکمنو  پر افغانستان  د خپلو ارادو  د تحميل  ځواک درلود .

د اعليحضرت شاه زمان تر واکمنۍ وروسته بيا د امير عبدالرحمن خان تر واکمنۍ پوري د افغاني  لويې امپراتورۍ ټولي برخي په يوه او يا بل ډول د سيمه ايزو او خپل سرو واکمنوتر منځ ووېشلې شوې  او کله نا کله يې ځني برخي لامالکه  يا بې خاونده پاته شويدي . د سدوزو کورنۍ په منځ کي شخړي او بيا د محمد زو د کورنۍ تر منځ جګړي او د دې تر څنګ  پر افغاني سيمو د بهرنيانو له لوري يرغلونه او تحديدونه د دې سبب شول چي  د افغانانو پخوانۍ لويه امپراتورۍ د روسانو  او انګريزانو تر منځ و ويشل شي او د هغې امپراتورۍ  د نيوکليوس ( Nucleus   )  هستې څخه  داوسني افغانستان سياسي او جغرافيايې جوړښت منخ ته راشي  . هغه وخت چي د اوسني افغانستان  سرحدي کرښي ټاکل کيدلې ، دا هيواد نه يوازي دا چي متمرکز دولت او ځواک يې نه درلود بلکي د دوولويو اروپايې زبر ځواکونو تر منځ داسي را ګير او محاط شوۍ وو چي متعرضو ګاونډيو هر ګړۍ او هر لحظه پر افغانستان د بريد توان درلود او يا يې  په افغانستان کي  دننه د تجزيې او ملک الطوافي ادارو د تپلو وسايل  او ګوډاګيان په واک کي  وه .

په ١٨٨٠ ميلادي کال اعليحضرت عبدالرحمن خان  په کابل کي د واک چاري تر لاسه کړې . دا په داسي حال کي وه چي ، د دولت او حکومت په نوم هيڅ نه وه پاتي يا له سره نه وه او يا هم د انګريزانو سره د جګړې پر مهال له منځه تللې وه ؛ د هيواد په هر سيمه کي  سيمه ايزو  واکمنو ځان ته د  خپلسري دولت په څير چاري پر مخ بيولې ؛ او  شمالي او سهيلي ګاونډ يان هم د نړۍ دويش په لټه او ليوالتيا په خورا بيړه د افغانستان پر لور را روان وه ، انګريزانو خو دوه ځله خپل بخت وازمويه او د دريم ځل لپاره يې د تيارې چاري پر مخ بيولې او تزاري روسيې خو د منځنۍ اسيا زيات هيوادونه يوپه بل پسې ونيول چي د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال يې د افغانستان شمالې څنډه ( پنجده ) تر خپلي قبضې لاندي راوستل . په داسي حالاتو کي د يوه جګړه ځپلي هيواد په توان کي هيڅ هم نه وه چي د دې زبر ځواکونو سره د خپلو سرحدي کرښو رښتنۍ سپيناوي وکړاې شي .

 

پنجده د افغانستان خاوره وه او لا هم په ناقانونه توګه د افغانستان څخه بيله ساتل شويده ، خو تر پنجدې زياته افغاني خاوره د ډيورنډ کرښي تر نوم لاندي زموږ د هيواده غوڅه شوېده ، چي  زموږ د هيواد لپاره تر ټولو ستره ستونزه بلل کيږي . د دې ستونزي حل اوسپيناوۍ  د افغانانو ستره هيله ده . دا پوښتني چي دا کرښه څنګه او کله وتپل شوه ؟ د يوې تاريخي پيښي په توګه زيات بحث ته اړتيا لري خو په دې برخه کي  د درنو لوستونکو لپاره لنډ او اړين مالومات وړاندي کيږي .

د ډورنډ کرښي په اړه  تر هر څه لومړۍ دا اړينه بريښي چي د هغه مهال  پيښو ته پام وکړو چي  د اوسني افغانستان په جغرافيايې  جوړښت  کي ځانګړي کالونه بلل کيږي ، د دې کلونو پيښي داسي يو په بل پسې وشوې چي :  د ١٨٧٨ ميلادي کال د نوامبر پر ٢٠ مه نيټه انګليسي ځواګونو د خيبر ، کورم او بولان له لارو په بريد پيل وکړ ، امير شيرعلې خان د روسانود مرستي په هيله مزار ته ولاړ او په ناکامۍ کي هلته مړ شو ، انګريزانو د خيبر او بولان سيمي لاندي کړي او د جلا اباد تر نيولو وروسته  پر کابل د بريد لپاره راوخوځيدل ، او په کابل کي له زندانه راوتۍ محمديعقوب خان يې د ګندمک سيمي ته وغوښت او دهغه سره يې په ١٨٧٩ ميلادي کال د مۍ په ٢٦ مه نيټه  داسي تړون وکړ چي پر بنسټ يې انګريزانو ته د خيبر ، کورم او پښين سيمو ور کول ومنل شوه ، اوپه ١٨٧٩ کال د جولای په مياشت کي کيو ناري د انګريزاونو د استازي په توګه د کابل په بالا حصار کي ځای ونيوۍ ، خو د همدې کال د دسامبر په مياشت کي د انګريزانو په وړاندي د پاڅون  اواز اوچت شو او د هيواد هر سيمه د مبارزې سپيڅلۍ سنګر وګرځيدۍ  .  

په کابل کي د کيوناري تر ځای پر ځای کيدو ورورسته پوره يوکال   جګړه په ډيره تندۍ روانه وه چي انګريزانو د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره  په برتانوي هند کي نوي هوسا او تازه نفسه قوتونه افغانستان ته د ليږلو لپاره تيا رکړل ، خو د افغانستان په قبايلي سيمو کي داسي ميړنۍ مقاومت وشو چي هيڅ انګريز  ، و افغانستان ته په ننوتلو ونه توانيدۍ . او په کابل  او د هيواد په نورو سيمو کي هم افغاني اتلانو د دښمن پر ځواکونو ناتار جوړ کړ . د ميوند فاتح  غازي ايوب خان  ، غازي محمد جان خان ، مير مسجدي خان ، ملا مشک عالم او يوزيات شمير نور اتلان  د اولسي ځواکونو په ليکه کي ودريدل او د دښمن  ځواکونه يې ورځ په ورځ تر محاصرې او تنګۍ لاندي راوستل ، تر څو انګريزان وتلو ته اړ ويستل شوه ، د دې لپاره چي په هند کي د انګريزانو په وړاندي  د افغانانو څخه په الهام پاڅونونه تر سره نه شي ، نو يې د امير عبدالرخمن خان سره د دوستۍ په نوم د هغه  واکمني  په دې شرط ومنل چي د هيواده بهر به د چارو په سمبالښت کي  د انګريزانو سره مشوره کيږي  . دهمدې شرط په منلو سره  د افغانستان  بهرنۍ خپلواکي له منځه ولاړه .

امير عبدالرحمن خان په هيواد کي هر څه له سره پيل کړه ، دولتي اداره او د هيواد پر بيلا بيلو برخو د واکمنۍ تامين ، په هيواد کي د سولي او امن ډاډمنه فضا ، د دولتي بودجي پياوړتيا ، او نوري هغه اړيني دندي چي د يوه واکمن دولت  په توګه ورته اړتيا وه ،  ﻻد هيواد پر زياتو برخو يې د واکمنۍ لاس نه وو برشوۍ چي  د ګاونډيو زبرځواکونو تر فشار لاندي  د هيواد  شمالي ،  سهيلي ،  ختيزو او لوديزو سرحدونو د تثبيت او څرګندولو اړتيا مخ ته شوه . د امير عبدالرحمن خان په  وينا  : د سرحدي کرښو د تثبيت په لړ کي تر ټولو زياتي ستونزمني کرښي د هيواد سهيلي او شمالي کرښي وې ، دا ځکه چي  دواړو ګاونډيانو د افغانستان  خاوره او سيمي  د ځان  کړيدي ؛ امير عبدالرحمن خان انګريزانو ته د غوښتني او مشورې په توګه ليکلې چي : دا به دافغانستان او دوست هيواد بريتانيا په ګټه وي چي   سرحدي سيمي د افغان دولت په واک کي پريږدي ، د يوې خوا به زموږ خاوره نه وي ويشل شوې او له بله پلوه به د بريتا نيا دوست هيواد په هميشنۍ جګړو کي راښکيل نه وي ؛ ( تاج التواريخ : ١١٤ )  خو د امير دا خبره او غوښتنه وانه وريدل شوه ، په مقابل کي يې  د افغان امير د تحديد لپاره سياسي ديپلماتيکي لاري وتړلې او د نظامي افسرانو په وسيله په ځانګړي توګه  د (  لارد رابرتس  )  په وسيله  يې ګواښونه پيل کړه ، امير عبدالرحمن خان  د دا ډول حالت څخه په وار وار سرټکولې او هغه يې د دو هيوادونو د دوستي خلاف کړه وړه شميرلې دي .

 په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن خان لا په بشپړه توګه د هيواد ټولي برخي تر خپل واک لاندي نه وې راوستي او امير د هيواد په منځنيو سييمو کي د ياغيانو په ځپلو بوخت وو چي د انګليسانو له خوا د سرحدي کرښو د تثبيت لپاره د  هانري تيمور ديورند ،  چي  په هند کي د انګليسي واکمنۍ  د بهرنيو چارو وزير وو ،  په ١٨٩٣ ميلادي کال  د سپتامبر په نولسمه نيټه د يوه   هئيت په مشرۍ کابل ته ورسيدۍ .

امير عبدالرحمن خان يوځل بيا انګريزي هئيت ته د سرحدي سيمود ټاکلو په اړه خپل پخوانۍ دريځ  وښود ، چي داسيمي بايد له افغانستان څخه بيلي نه شي ، خو انګريزانو د امير دې دريځ ته په يوه بيړني نظامي اکټ جواب ورکړ ،  او د هئيت د مرکو او مذاکرو په جريان کي يې پر ژوب ، بلند خيل ، واڼه او يوشمير نورو سيمو يرغل وکړ او هغه يې د افغاني ځواکونو څخه ونيولې ، امير ته په دريو محاذونو ( د هيواد په دننه کي دواکمنۍ ټينګښت ،د شمالې  يرغلګر ګاونډي مخنيوۍ  او په سهيل کي د انګريزانو مقابله ) کي جګړه تر توانه وتلې بريښيدل نو يې د راغلي هئيت سره د تړون پر منلو موافقه وکړه . او په دې ترتيب د افغانستان سهيلي سرحدي کرښي وټاکل شوې ، چي د انګريزي هئيت د مشر  هانري تيمور ډيورنډ په نوم ياديږي .  د يادوني وړ ده چي  نړيوالو ارونو ته په پام سره دا ډول  سرحدي کرښه  د ډيفکتو  سرحد په نوم ياديږي ؛ چي قانوني او حقوقي ارزښت يې په بشپړه توګه نه دي منل شوۍ . د ډيورنډ کرښه په رښتيني ډول د يوه زبر ځواک تر نظامي او سياسي دباو لاندي  د يوه امير ځانګړې پريکړه ده ، هغه پريکړه نه د اولس استازي پارلمان او نه په افغاني دود لويې جرګي  ته وړاندي شوې ، او د تيرو ( ١٠٢ ) يو سل او دوو  کالو په ترڅ کي  د هيڅ افغان واکمن له خوا نه ده منل شوې ، ځکه لا تر اوسه  هم  ټول افغان اولس  دا پوله د يوه غير قانوني او تپل شوي  سرحد په توګه پيژني  .

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006