دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګي ټولني غوښتنليک

 

نن د ٢٠٠٥ زيږد کال د دسپتامبر ٦ نيټه  د سلام فرهنګي ټولني لارښودي جرګه ګۍ  دهلند هيواد په اسن ښار کي غونډه وکړل .  په غونډه کي د نورو اړينو چارو د سمون او سپارښتونو سره يوځاې د هيواد د ملې سرود په اړه لاندي متن د سلام فرهنګي ټولني غوښتنليک تر نوم لاندي د خپريدو لپاره چمتو اود   مشرتابه له خوا ومنل شو  :

           

د جرګه ګۍ په غونډه کي پوهنوال رسول باوري ، داردو پخوانۍ ډګروال احمد ګل ساپي ، عبدالشکور نورزي ،ديپلوم انجينر محمد فاروق ايوبي  ، د جرمني څخه راغلۍ ميلمه محمد اسحق احمدي ، احمد وليد ساپی ، هارون  اڅکزۍ ، نجيب ا لله ، شفيق الله  او يو شمير نورو برخوالو د ملی سرود په اړه يو په بل پسې خپل اندونه واورول او داغوښتنليک يې د خپريدو لپاره چمتو کړ .

غوښتنليک

 

ډيره موده تيره شوه چي زموږ اولس د هيواد د ملی سرود په هيله ناست دۍ . داسي بريښي چي دا هيله وروروپه نهيلۍ اوړي . زموږ باور دادۍ چي د ملي سرود په هکله ځنډ او خنډ د اوسنۍ واکمنۍ په دننه کي د يوې داسي برلاسي ډلې کار دۍ چي له يوې خوا په هيواد کې د ميشتو اولسونو تر منځ نفاق او بيلوالۍ ته لمن وهي ،او له بلي خوا غواړي چي  د اولس د استازو د هغي  پريکړي  د پلي کيدومخه ډب کړي  چي د اساسي قانون په لويه جرګه کي د ملي سرود په اړه شوې ده .

 هغوۍ په دې نيت چي د پښتو او دری  تر منځ به دا مسله توده وساتي او د هيوادوالو تر منځ به د بيلتون اور ته لمن ووهې . له يوې خوا پښتانه په دې خواشيني  کړي  چي ګويا ملي سرود نه جوړيږي او په دې يې  توهين کړي چي پښتانه  شاعران يې د جوړولو توان نه لري ، او له بل لوري به  په هيواد کي  درې ژبي وګړي  په دي ناخوښه وساتي  چي ګويا په پښتو دملي سرودجوړول پښتنو  ته يو امتياز دۍ .

 اوس  د بي کفايته مسولينو او فرصت طلبو کسانوله خوا د ملي سرود چاري  هغه ځای ته رسيدلې ،  چي د ملنډو او مسخرو لپاره يوه سوژه ده . يوه بيلګه يې تاسو ښاغلو مسولينو ته د دې غوښتنليک له لاري درليږو .

   سرود مُلی 

قو قو قــــــــــو برگ چنار
رهبرا شیشته قطـــــــــــار
میزنن چرس و قمـــــــــار
کتی دالر و کــــــــــــــلدار

کاشکی صیاف می بودم
ریش تا ناف می بـــودم
ده زیرِ لیاف می بـــودم
از گناه صاف می بودم

کاشکی فهیــم می بودم
ده چور سهیم می بودم
بلند منزل می داشــــتم
ده آن مقیم می بــــودم

کاشکی جهاد می کدم
نامـم استــــاد می کدم
خوده آباد می کـــــدم
مُلـــکه برباد می کدم

وازکت کشـــال می داشتم
جیب پُر از مال می داشتم
عقــل خال خال می داشتم
رتبه مارشال می داشـــتم

قو قو قو برگ چنار
رهبرا شیشــته قطار
میزنن چرس و قمار
کتـــــی دالر و کلدار

چرا مه نیستم رهبر؟
الله اکــــبر الله اکبر  ( * )

((  * دا متن د اريايې انټر نيت پاڼي څخه را نقل شويدۍ  ))

 غوښتنه مو دهيواد د ښاغلې اولس مشر حامد کرزی څخه  دا ده  ، چي نور ملي سرود  د ملنډو څخه و ژغورۍ او په دې اړه   ژر تر ژره پرېکړ ه وکړي .  

په افغاني مينه

د سلام فرهنګي ټولني مشرتابه جرګه ګۍ

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006