دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟

                                                                       

        د پوهاند دوکتور زيار ليکنه

                       پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟

پښتو د پښتنو ژبه ده . پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير ، بلخ ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانوپه نومونو يادېدل .  او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده .

ساکان د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو  تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي  چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کو کاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين ، هند و کشمير ه سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې  او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني  يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا ، بلخ  او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې  او راوروسته يې په ګډه  يونان _ باختري  واکمنۍ کې برخه اخستې ده .

٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه  چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل .

پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني  ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو  پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي .

( د زياتې خبرتيا لپاره : پښتو او پښتانه  د ژبپوهنې په رڼاکې ، له ساکي مخينې سره

خپرندوی :  دساپي  د پښتوڅېړ نواو پراختيا مرکز ، ګل حاجي پلازا ، پېښور .)

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006