د فرانسې په لويديزه خوا د بيګ نيوکس په ښار کي ديوه ميګاليتي قبر د پلورلو اعلان شويدۍ ،دا لرغونۍ قبر چي د ميګاليتک پير د دولمن ډول څخه دۍ ، پنځه زره کلن تاريخ لري . د خبر تيا پر بنسټ تر يو مليون او پنځه سوه زره يورو چي د يومليون او اته سوه زره ډالرو سره سمون خوري د يوشمير کسانو له خوا د دې تاريخي اثر د رانيولو هيله څرګنده شويده ، خو لا تر اوسه ورستۍ پريکړه نه ده شوې .
د دې اثر په اړه ښاغلي پاسکال نورماند ويلي چي : دميګاليت پير اړوند داقبر ١٥ متره اوږد اود ١٥ لويو ډبرو څخه جوړ شوۍ ، چي د هري ډبري وزن يې څه نا څه ٥٠٠ ټنه ته رسيږي او د پلورلو پر وخت به د دې اثر څيرمه يو در پوړيزه اپارتمان ، او د دې اثر شاه او خوا نيم ايکړ نوره مځکه به هم ور سره يوځای وپلورل شي . د نوموړي په وينا فرانسويان د ميګاليت پير له اثارو سره مينه نه لري ، پخوا به دا اثر د٤٥ ورځو لپاره د مينه والو په وړاندي پرانستۍ وو او په هغو ورځو کي به تر ٩٠٠٠ نه زرو کسانو پوري د دې اثر ليدلو ته راتلل ، خو اوس دا شميره ٣٠٠٠ تنو ته را ټيټه شويده .
نور ماند او د ميګاليت پيرد دولمن ډول قبر