دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
يوه اړينه خبر تيا

 

د امريکا لرغونپوهني انستيوت د افغانستان د تاريخي او کلتوري اثارو د مرستي او ملاتړ لپاره  د ټولو هغو کسانو څخه چي  د افغانستان د تاريخي او کلتوري  ميراث اړوندو توکو سره مينه لري غوښتنه کړيده، چي د هغه قانوني لايحې ملاتړ وکړي چي دامريکا دکانګريس له خوا د منلواود جمهورې رياست  د لاسليک  کولو لپاره  وړاندي شوېده  .

د امريکا د لرغونپوهني انستيوت په دې غوښتنه کي د وړانديز په هکله اړين مالومات ليکل شوې او تر څنګ يې د دې وړانديز د ملاتړ لپاره ټولې لاري چاري او اسانتيا وي ليکلي دي ، چي ګران لوستونکي يې په لاندي پته لوستلای شي .

www.archaeological.org

Legislation to Protect Afghan Antiquities

سلام فرهنګي ټولنه د نوموړي وړانديز او لايحې  دهر اړخيزه ملاتړ سره يوځای د خپلو هيوادوالو څخه هيله کوي چي په دې اړه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006