د خبر ليکونکۍ : شفيق باوري
د هلندهيواد په دنهاګ ښار کي د افغانانو اسلامي او کلتوري ټولني له خوا د شنبې ورځ د اګست په شلمه نيټه د افغانستان د خپلواکۍ شپږ اتيا يمه کاليزه د يوې پرتمني غونډي په ترځ کي ونمانځل شوه . د غونډي په پيل کي ، د ټولني مشر ښاغلي بابري را بلل شويو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د غونډي برخه والو ته يې د افغانستان د خپلواکۍد شپږ اتيامي کاليزي په وياړ مبارکي وويل ، او بيا ښاغلې ترابې په نولسمه پيړۍ کي د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو تر منځ د لاسليک شويو تړونونو په اړه خپله مقاله واورول . تر هغه وروسته پوهنوال رسول باوري دافغانستان د خپلواکۍ پر مهال د درېو ستر مورچلونو د څرنګوالې په اړه خپله وينا واورول ، ورپسې اغلي خور ويدا اکبري بابوکري د خپلواکۍ په اړه يوښکلۍ شعر اوخپله ليکنه واوورول ،تر هغې وروسته د غونډي دويمه برخه چي موسيقي ته ځانګړې شوې وه پيل شوه . د ځوان سندرغاړي سيد فارق شفا د خوږو سندرو تر څنګ افغان زلميو، يو په بل پسې داسي ملي اتڼونه وکړل چي بشپړه افغاني فضا يې غونډي ته ورکړې وه .
داکتر محمد انور ترابې
پوهنوال رسول باوري
د ځوانانو په زړه پوري ملي اتڼ
د غونډي برخه وال
د غونډي برخه وال