دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګي ټولني له خوادپښتو او پښتنوتاريخي بري په اړه د مبارکۍ پيغام

 

يو وخت  الماني شاعر ګويته ويلي وه چي :   دژبي سره بوختيا  دسترو  متفکرينو،مستعدو او لوړو ذهنونو لرونکوکسانو کار دۍ  ؛ دا چي هغه وخت د دې وينا سپيناوۍ څنګه کيدۍ ، هغسي به وو ، خو نن دا وينا تر هغه څه چي پخوايې تصور کيدۍ پراخه او هر اړخيزه  ارزښت لري ، هغه اولسونه چي په خپل دننه کي يې د متفکرينو او مستعدو کسانو پالنه کړې ، اوس د نړۍ پر افکارو واکمني لري  ، او دا واکمني د کمپيتر په مټ د فزيکي  او سياسي جبر پرته منل شويده  .

داوسني پير يوه ستره ځانګړتيا په کمپيوتر پوهيدل او د خپلو موخو لپاره د هغه کار ول دي . دې ځانګړي پوړ  ته د هغو اولسونو لاس ژر رسيدلای شي چي کمپيوتر ته يې خپله ژبه رسولې ده ، هغه اولس چي خپله ژبه يې ژر رسولې هغه  د نورو پاته اولسونو مشري کوي . 

له نيکه مرغه دادۍ پښتوژبه  هم د کمپيوتر لمن ته ورسيدل ،  لا تر اوسه نه پوهيږو چي په ځانګړي توګه به کوم افغان پوه ، او يا افغان پوهانو د دې ستر بري لپاره ربړونه ګاللي وي  ، کوم سياسي شخصيت او يا سياسي ادارې به د دې هڅي مرسته کړې وي ،کوم کلتور پال  افغان او يا کلتور پالو افغانانو او يا کلتوري موسيسو به د دې چارو هڅي پيل کړي ، پر مخ بيولي او ګړندي کړي دي . د دې ټولو ناڅرګندتياو سره سره د خپل لوري دادنده او دين ګڼو چي هغو ټولو ته چي دا ستر کار ته يې لاره پرانېستې او ربړونه يې ګاللي د درناوي سر ټيټ کړو او د زړه له کومي يې مننه او ستاينه وکړو.او په وياړ به يې د بيټ نيکه دابيت ور نذرانه کړوچي وايې :

دا وګړي ډير کي خدايه

لويه خدايه لويه خدايه

 

په سپيڅلي مينه او درنښت

د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006