دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د صلصال تمثال جوړيږي

                                                   

                                                              

                                                             صلصال تر بشپړورانيدو وړاندي

 

صلصال دنړۍ په کچه د هنري پنځونو هغه بي جوړې  ټولګه وه چي د خپل پير تاريخي ، فکري او کلتوري هراړ خيزه مالومات يې  په  خپل  څه ناڅه يو زرو شپږسوه  ( ١٦٠٠ ) کلن  پايښت سره   د زمانۍ تر بيلا بيلو پيچومو راوژغورل او تردې ورستيو لسيزو يې راو رسوول  . د دې اوږدو کالونو په ترځ کي کله د درناوي داسي  لوړو پوړيو ته رسيدلۍچي د درنښت لپاره يې د ختيزو او لويديز وملکونو څخه  په زرګونوزايرين او سيلانيان راتلل ،  په مينه ناکو سترګوبه يې ورته کتل  اوپه  سپيڅلو زړونو به يې ورته د درناوي سر ټيتوۍ،   او کله هم د ناوړو ، حسودو او لنډ اندو د سترګو اغزۍ شوې او د هغوۍ له خوا د نازل شويو ناورينونو په وړاندي يې  خپل ټټر سپر کړۍ اود  زغم په ښوونه يې ، خپل دبدبه ساتلې وه  . کله د چنګيزي ورانکاروله پامه بد شوۍ ، او د غضب غشي يې پري اورولي دي ؛ کله بيا  د اورنګ زيب لښکرو د توپ په ډزو د هغه مخ  مڼګوړي  ( کشکاري )  کړۍ، خو له بده مرغه په ٢٠٠١ ميلادي کال دمارچ په مياشت کي د ړندواوکلتوردښمنو کسانوله خوادهيواد  دا تاريخي ميراث او کلتوري شتمني  دنورو شتمنيو په څير د باروتو په لمبو کي لولپه شول  .

                                          

                                             صلصال تر بشپړ وراندو وروسته

 

 صلصال او دهغه تر څنګ بله مجسمه چي  شمامه  نوميږي ،  زموږ په هيواد کي دا سلامي پير وړاندي زمانو هغه دوه بې جوړې اثار وه چي دبودايې مذهب او ګندهارا هنري مکتب  او داړوندو سمڅو په دننه کي د ساساني هنري انځورونو د را پيژندلو سربيره يې د اوسني پير لپاره هم د هيواد په توريزم او ګرځندوۍ  صنعت کي  اوچت دريځ درلود . د همدي امله د يوشمير کلتوري او فرهنګي موسيسو او کسانو هڅه داده چي د دې مجسمو په بيا رغونه دي نړيوالي کلتوري موسيسې او د افغانستان دولت اړويستل شي   . له نيکه مرغه دادۍ يوه جاپاني انځورګر د صلصال د تمثال دجوړيدو ژمنه کړې او د افغانستان لوري هم د دې وړانديز هرکلۍ کړيدۍ .

 

د  (  رڼا او ږغ ) په نوم هغه پروژه چي د جاپاني انځورګر له خوا يې وړانديز شويدۍ ، دهر افغان لپاره او په ځانګړې توګه دافغاني  کلتور او هنر مينه والو ته د خوښۍ زيرۍ دۍ ، چي د زړه له کومي يې هرکلۍ کوي . خو د دوو اړينو مسلو توضيح او بيان ته اړتيا شته لومړۍ داچي : دا پروژه د باميان  د لرغونو مجسمو بيا رغونه ، نه بلکي يو  نوښت دۍ ، چي د مجسمو د فزيکي بيا رغوني سره تړاو نه لري ؛  دويم داچي دا پروژه د لرغونپوهني د ارونو پر بنسټ نه پلي کيږي ،  بلکي د پرمختللې تخنيک اوکمپيوتري اسانتياو په مټ يوه داسي کلتوري هڅه ده چي هم به د يوې تاريخي پيښي ياد ژوندۍ وساتي او هم به دګرځندوۍ صنعت له لاري د هيواد مالي بنسټ غښتلۍ کړي .

د افغانستان دولت کلتوري چارواکو د دې پروژې ګټورتوب منلۍ خو د پلي کولو لپاره  د يونسکوادارې  موافقه د يوه شرط په توګه يادوي . د دې لپاره چي د دې ګټوري پروژې  د پلي کولو چاري ګړندۍ شي ، اړينه ده چي بوخت چارواکي د يونسکو ادارې  ته هغه مالومات او اسناد وليږي ، چي د دې پروژې ګټورتوب پکښې څرګند وي  ، او له بل پلوه د هغو ځانګړو انګيرونو د حل لپاره ،  د تخنيکي او علمي ارونو پر بنسټ ، وړانديزونه ترتيب کړي چي د يوشمير کارپوهانو له نظره د دې پروژې د پلي کولو په وړاندي مانع ګڼل کيږي . د دې خبري يادول هم اړين دي چي : د ( رڼا او ږغ ) پروژې پلي کول بايد د ورانو شويو مجسمو د پاتي شونو څخه د هغو مجسمود طبيعي بيارغوني د هڅو مخه ونه نيسي  . د ورانو شويو مجسمو د پاته شونو څخه د هغو طبيعي بيا جوړنه د تاريخي اړخه په هغه پيمانه اوچت ارزښت لري لکه  د دې مجسمو په  لومړي ځل جوړيدوکي چي پروت وو .  د دې مجسمو لومړۍ جوړيدل زموږ په هيواد کي د فرهنګي او هنري خلاقيت او نوښت د لوړتيا يې پړاو ښکارندويي کوي او ورانول يې د خپل مهال تور او تاريک خيالونه څرګندوي ،که د مجسمو  د ورانو شويو برخود پاتي شونو څخه  د مجسمو نيمګړي تنې ( صورتونه) جوړ شي هغه به په خپل وار دوې پيښي په يوه اثر کي برملا کړي . 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006