د يونان هيواد پلازمينه اتن ښار په مرکزي برخه کي ١١ پونډه ولسکيزي ( سکې ) تر لاسه شويدي چي تاريخ يې تر ميلاد وړاندي څلورمي او پنځمي پيړۍ ته رسيږي .
د اسپړني د امريکا متحده ايالاتو د لرغونپوهني انستيوت محصلينو له خوا د اتن ښار په يوه تاريخي مارکيټ کي چي د نوموړي ښار يوه پخوانۍ برخه ده ، تر سره شويدي . د هغوۍ په باور دا نوي لاس ته راوړني به د يونان هيواد د لرغوني تاريخ هغه ناڅرګندي برخي را وپيژنۍ چي لا تر اوسه نه دي پيژندل شوي .
په اتن کي د تر لاسه شويو ولسکيزو( سکو) څو بيلګي