په ٢٠٠٠ دوه زرم ميلادي کال داکتوبر په مياشت کي يوه مومې د پاکستان په يوه ايالت کي د پوليسو لاس ته ورغلل ، او وروسته بيا د څيړنو لپاره دپاکستان لرغونپوهني ادارې ته وسپارل شوه . د دې خبر په اوريدلو لومړۍ ، د پاکستان په دننه کي د ايالتونو تر منځ د دې مومي د ملکيت ادعا وشول . او بيا خبره د هيوادونو حد ته ورسيدل لومړۍ د ايران هيواد د دې مومي د ترلاسه کولو په نيت د پاکستان سره د يپلوماتيکي مباحثې او مشاجرې پيل کړې ، او په افغانستان کي هم د طالبانو رژيم د دې مومي د ملکيت دعوا وکړه . خو هغه وخت د پاکستان دولت خپل هيواد په پريکړنده دريځ کي د دې مومي خاوند ګاڼه .
د څيړنو او پلټونو وروسته څرګنده شوه چي دا رښتينې مومې نه بلکي يوه غولونکۍ جوړ شوې تابوت دۍ . په پاکستان کي د (( ادهي فونډيشن )) وياند ښاغلي رضا ادهي د بي . بي . سي . انټرنيټ سايټ خبر يال ته وويل چي په ډبرين تابوت کي پروت مړۍ چي د مومي په نوم تر څيړنو او جراحۍ لاندي ونيول شو ، هغه لرغونۍ نه بلکي يو جعل شوۍ تابوت وو ، چي اوس بيرته خاوروته وسپارل شو .
په عکس کي د هغه غولونکي ( جعلي )مومي يوه برخه