دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه

ليکوال : پوهنوال باوري

 

                               

                                           

                         لرغونۍ  غزنۍ  او د  هغه  ځانګړي تاريخي وياړونه

 

د افغانستان هره لويشت خاوره د لرغونو مدنيتونو استازيتوب کوي ، کله يې د نورو ملکونو څخه راغلي تمدنونه په افغاني څيره اړولي او او بيا يې په نوي رنګ او ډول پراختيا ورکړې او د نړۍ د تاريځ ځلانده سرليک يې ګرځولۍ دۍ ، او کله يې د خپلو ميشتو وګړو په زيار او ميړاني د نوي  مدنيت بنسټ ايښۍ او د هغه د پراختيا لپاره يې دوياړ ه ډک ګامونه پورته کړي چي د غزني لرغوني سيمه يې د ښه ثبوت  بيلګه ده .

هغه سيمه چي  يوناني مورخينو په تاريخي متونو کي د کرسانه په نوم ليکلې ده ،  بيله شکه د اوسني غزني اړوندي سيمي دي ، چي لږ تر لږه درې سوه کاله پخواتر ميلاد يې څرک ترلاسه کولای شو( پالوال ؛ ص : ٣٦٤ ) .او که تر هغه وړاندي د ستاکيديا نوم ته ځير شو ، د دې لوی ايالت زياته برخه  هم د اوسني غزني  ولايت  هغه ورشوګاني را نغاړي چي څه ناڅه پنځه سوه کاله پخواتر ميلاد په سيمه کي د نامتو ايالت په نوم پيژندل شويده . د هو_ سي _نه_  تر نوم لاندي  د  چيني زيارت کونکو او په ځانګړي توګه د هونتسنګ يادوني   په څرګنده د اوسني غزني ولايت  بيلا بيلي برخي را پيژني ( حبيبي ؛ ص : ٦٨٧ )  او په دې ډول نوري تاريخي پاڼي د لرغوني غزني په اړه د برم او ستايني زيات لاسوندونه لري چي د ټولو يادول  په دې لنډه ليکنه کي شوني نه دي .

په افغانستان کي د لرغونو څيړنو د رسمي پيل سره يوځاي په غزني کي د لرغونپوهانو له خوا څيړني پيل شويدي . په پيل کي د فرانسوي لرغونپوهانو بيلا بيل څيړنيز هيئتونه د لنډي او اوږدې مودي لپاره د سپړنو او څيړنو په هڅو بوخت شول ، په دې برخه کي تر ټولو پخوانۍ فرانسوي هيئت په  ١٩٢٣ زيږد کال   د اغلی فوشه او ښاغلي ګودار په مشرۍ د غزني تاريخي ښار ته د څيړنو په نيت ورسيدۍ ،سر بيره پر دې چي دا سپړني د لنډي مودي لپاره تنظيم او پلي شول ، خو په غزني کي د اسلامي پير زياتي وياړمني بيلګي يې را څرګندي کړې ( پولاديان ؛ ص : ٤٤ )، تر فرانسوي لرغونپوهانو وروسته  د ايتالوي لرغونپوهانو څيړه نيز هئيت  و چي د غزني په بيلا بيلو سيمو کي يې ارزښتمني سپړني تر سره کړيدي ، د دې څيړنيز ټيم لارښود ښاغلۍ موريزو تدي  و چي په ١٩٦٧ ميلادي کال  غزني ته ورسيدۍ . ( تدی ؛ ص : ١٥ ) د نورو لرغونپوهانو د څيړنو او پلټنو تر څنګ امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په  ١٩٧٤ ميلادي کال  کي د غزني ولايت  ځيني سيمي او له هغې ډلي د ناور دښت تر څيړنو لاندي ونيوۍ ، چي په نتيجه کي د افغانستان تر ټولو زيات پخواني اثار تر لاسه شول . د دې اثارو تاريخي پير د ډبري دورې پخوانيو پيرونو پوري اړه لري  ، چي  تاريخي جرړي يې   څه نا څه سل زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي . ( دوپرې ؛  ص : ١٩ )

 د غزني  تاريخ  په هر پاڼه کي  د لرغونو  مدنيتونو ، کلتوري وياړنو او ستروامپراتوريو بيلګي شته ، چي هر اړخيزه  شننه او څيړنه يې  زياتو او پر له پسې  علمي هڅو ته اړتيا لري  ، د دې سره سره چي  د غزني په اړه څه ناڅه  تاريخي او ارکيالوژيکي څيړني شويدي ، خو لا نور هم  دزياتو او پر له پسې هڅو  اړتيا شته چي د هيواد د دې تاريخي ولايت په اړه ناڅرګندي غوټي پرانستل شي . د دې  لپاره چي د غزني ولايت تاريخي ارزښت مو را څرګند کړۍ وي ، يوازي هغه  تاريخي ځانګړتياوي را يادو چي د هيواد او سيمي په کچه  د غزني او اړوندو سيمو د تاريخي وياړونو په توګه منل شويدي .

لومړۍ ځانګړتيا  :  د افغانستان تر ټولو لرغوني توکي د غزني ولايت څخه تر لاسه شويدي ؛  د غزني ولايت لويديځ لوري ته د ناور دښت په نوم يوه نامتو لرغوني سيمه پر ته ده چي  د د لومړي ځل لپاره د امريکايې لرغونپوه ، لويس دوپرې له خوا په  ١٩٧٤  زيږد کال تر څيړني لاندي ونيول شوه او تر هغه وروسته  بيا په ١٩٧٦ زيږد کال د لر غونپوهانو د يوه بل څيړنيز  ټيم په وسيله سروې او وڅيړل شوه ، د ناور دښت  په (  ٥ ، ٣٣  ) شمالې عرض البلد او(  ٥٠ ، ٦٧ ) ختيځ طول البلد کي  پروت دۍ .  لر غونپوهانو  د دې سيمي څخه د تر لاسه شويو اثار و د پيژندلو لپاره د غزني ١ ؛ غزني ٢ ؛ غزني ٣ ؛ او غزني ٤ ؛ نومونه ياد کړيدي ، چي په ټوليزه توګه د ناور دښت درې لويې برخي په برکي نيسي  . لومړۍ برخه  د ناوردښت  هغه  اواري سيمي را نغاړي  ، چي د دريو لويو غونډوي په منځ کي چاپيري شويدۍ . دو يمه برخه   د ناور دښت هغو لوړو حصار ډوله غونډۍ  چي  د ناور دښته يې احاطه کړيده ، او دريمه برخه  د ناور دښت هغه ډبرين  ځايګوټي دۍ چي  په لرغونو زمانو کي   انسانان پکښي ميشت  وه  .

د ناور دښت په شمالي برخو کي  لا تر اوسه د  ډبرو څخه د جوړ شويوحصارونو بيلګي شته چي په  نږدې ليدلو يې د حصار ونو پرته بل شۍ نه شي ګڼل کيدای . د دې ډبرينو حصارونو له لوړي برخي د ناور دښت ټولې خواې په پوره څرګندتيا ليدل کيږي . د دښت لويديځ  خوا ته هم دفاعي ډبرين حصار ورنه شته چي د دښت پر سهيلي خوا د ليدلو او څار پراخه سيمه لري ، د دې حصارونو تر څنګ  د يوشمير ګردي ( دايروي ) برجونو بيلګي هم ليدل کيږي ، چي په جوړښت کي يې د لويو ډبرو څخه کار اخستل شويدۍ ، خو د دې  ډبرينوبرجونو لپاره د جوړو شويو او تراشل شويو ډبرو څخه کار نه دي اخستل شوۍ بلکي ټولي ډبري په خپل طبيعي حالت  او ساده ډول کارول شويدي .  په ناور دښت  کي د اسي بيلګي هم په سترګو کيږي چي ښايې د پخوانيو انسانانو هديرې به وي ، چي د ډبرو په وسيله ماجر ( احاطه  ) شويدي . داسي بريښي چي د هر ي هديرې  پر چار پيره لږ تر لږه شل پنخه ويشت دانې لويې او وړي ډبري راګرځيدلي دي .

د لرغونو انسانانو د اوسيدو ځايونه  او د هغو انساني ډلو په وسيله کارول شوي  د کار وسايل  ، چي شمير يې تر زرګونو پارچو زياتيږي  ، د ناور دښت څخه  تر لاسه شويدي . په دې وسايلو کي ډبرين نوک تيزه پيکانونه ، دوڅوکي ډبريني چړې ، واړه ډبرين چاقوګان ، ګردۍ تراشل شوي ډبري ، تراشونکي  ،  پريکونکي  او سورۍ کونکي  ډبريني وسلې  او يو زيات شمير  منځۍ ډبري  ( هغه ډبري چي د نورو ډبرينو وسلو د جوړولو لپاره يې وړې اويا لويې برخي بيلي او غوڅي  شويدي ) هم  لاس ته راغلي  دي  .  په ناور دښت کي د ميشتو لرغونو انسانانو له  خوا   په زياته پيمانه د اوبسيدان ډول ډبرو څخه کار اخستل شوي او تر څنک يې  دکوارتيز او چقماقي ډبرو څخه  هم کاراخستۍ دۍ  .

   

د غزني په ناور دښت کي ډبرينو وسلو دوې بيلګي

د امر يکايې لرغونپوه لويس دوپري په باور د ناور دښت څخه دکار لپاره دو سيلو جوړولو  دوه  لوۍ مرکزونه چي  په هغو کي د اوبسيدان ډبري  څخه ډبرين وسايل جوړيدل  ، د ډبرينو استحکاماتو او حصارونو شتون ، او د هديرو په څير د ډبرينو دايروي کوټنيو نښانې او نور  په سلګونه د کار وسايل  ، هغه لاس وندونه دي  ، چي  بيله شکه د ډبري پخواني دورې ( پاليو ليتيک )  کلتور څرکندوي او  تاريخي جرړي هم د سلو زرو کالو پخوا زمانو ته رسيږي   

دويمه ځانګړتيا : د بودا تر ټولو ستره پرته( نيروانا ) مجسمه په غزني کي پيدا شويده : بو دايې دين د لرغوني افغانستان  هغه تاريخي پاڼه ده چي د نياو او عقيدې تر څنګ يې د يوه بشپړ کلتوري  بهير په څير د دې هيواد د لرغوني تاريخ پاڼي رنګيني کړيدي . بوديزم هم لکه د نورو مفکورو او عقيدو په څير د زمانې په تيريدو سره بدلون وموند او  په خپل لومړني شکل او دود پاته نه شو ، کله چي  د پخواني افغانستان ميشتو اولسونو ته ورسيدۍ ، له هره اړخه يې د نوښت او بدلون نښانې را څرګندي شوې . په بوديزم کي د بدلون تر ټولو لومړنۍ نښانه او بيلګه  د ګندهارا په هنري مدرسه کي د پژۍ يا مجسمې په جوړولو کي را برملا شول . د لومړي ځل لپاره د بودا پژۍ يا مجسمه په بشپړه توګه د ګندهارا په هنري مکتب کي رايج شول چي د ننګرهار اوسنۍ هډه يې دنوموړي مکتب د پلازميني په توګه  د پيژندني لوړو پړاونو ته ورسول  .

په غزني کي د سردار تپه د بودايې پير يوه بيلګه ده چي په ١٩٦٧ زيږد کال يې د ايتالوي لرغونپوهانو په مشرۍ  د سپړلو او څيړلو هڅي پيل شوې ، چي د زياتو ارزښتمونو اثارو په وړاندي کولو سره يې سيمه بيز او نړيوال شهرت وګټۍ . سردار تپه يوه مستطيل  ډوله غونډۍ ده چي د غزنوي پيرد  دريم مسعود ماڼۍيې  نږدې څنګ ته ودانه شويده . داسي بريښي چي د سر دار تپې  نوم  پخوانۍ نه دي ، ښايې دامير حبيب الله خان او  اعليحضرت امان الله خان د پير سر  تړاو ولري . په هر صورت هغه څه چي د دې تپي ارزښت زياتوي هغه د هغو لرغونو بوداي اثارو شتون دۍ چي د څيړنو په بيلا بيلو پيرو نو کي تر لاسه شويدي . لومړني سپړنې په ١٩٥٩ زيږد کال د داکتر ادم ستينو په مشرۍ تر سره شويدي ، په ١٩٦١ زيږد کال س. م. پوګليزې  د لنډي مودې لپاره څيړني تر سره کړې ، چي د دې سپړنو راپور په  ١٩٦٢ زيږد کال خپور شو . خو په ١٩٦٧ زيږد کال په سر دار تپه کي پر له پسې څيړني د ښاغلي  موريزو تدې له خوا پيل شوې چي  په پايله کي يې زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل .

د ايتالوي لرغونپوه  ښاغلي تدې په نظر د جوړښت له مخي د سر دار تپه د کابل دمرنجان غونډۍ ، د لوګر د مسهې د پروان د نجراب او د ننګرهار د درونټې د اثارو سره ورته دي . نوموړۍ په دې باور دۍ چي د ډيزاين له مخي د مجسمو ورته والۍ په تاجکستان کي د تمشک د اثارو سره ورته والۍ لري ، خو لا  نور هم  په دې اړه د تيپولوژيکي   څيړنو بهير  ته اړتيا شته . موريزو تدې د هغه ورته والې يادونه  هم کوي چي د سردار تپې او باميان څخه  د تر لاسه شويو انځورونو او نقاشيو په منځ کي شته . د نوموړي په باور د نقاشيو تر منځ ورته والې سربيره د هغو ليکنو تر منځ هم ورته والۍ شته چي د باميان د سموڅواو  د سر دار تپې د اصلي ستوپې څخه تر لاسه شويدي  .لر غونپوهان په دې باوردي چي د تيپو لوژي ميتود پر بنسټ د سردار تپې اثار  د اومي  زيږدي  پيړۍ په ورستيو او د اتمي زيږدي  پيړۍ په لومړيو لسيزو پوري اړه لري .

د الماني لرغونپوه بورخارد برينتس په عقيده د سر دار تپې هغه  ستره اوپرته  ( نيمه خوبولۍ ) پژۍ يا مجسمه چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله  تر لاسه شويده ، د تاجکستان له هغې پرتې مجسمې سره ورته ده چي د تاجکستان د سهيلې برخي اجينه تپې څخه تر لاسه شويده . چي په افغانستان کي تر اوسه  د نيراوانا په حال کي داسي بودايې پژۍ نه ده موندل شوې  .( بورخارد برينتس ؛  ص : ٦٤ )  د يادوني ده چي په دې ورستيو کي د افغان لرغونپوه ښاغلي طرزي له خوا د هغي ستري پژۍ د پيدا کيدو خبرورکړل شويدۍ چي د هونتسنګ له خوا يې  په باميان کي د شتون يادونه شوېده

دريمه ځانګړتيا : د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستره زيرمه لري   : د دې سره سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم   پرانستل شوۍ موزيم دۍ  .  د غزني موزيم د دولتي او يا حکومتي پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . بلکي  د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو  د زيات شمير اثارو  د يوځای کيدو زمينه برابره کړه تر څو د يوه زيرمتون اړتيا وليدل شوه  ، د اثار ورورو زياتيدل ،  چي پايله يې د محلي واکمنو له خوا د يوه موزيم د پرانستلو هڅه شوه . هغه وخت چي په غزني او شا اوخوا سيمو کي د لرغونپوهانو په وسيله دڅيړنوبهير ګړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه شول ، له هغه وروسته   د غزني موزيم ارزښت د پام وړشو . په 1338 لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته د 42 مرمرينو ډبر ليکونو تر لاسه کيدلوپه وجه د غزني موزيم نور هم بډاي شو .
  د لومړي ځل لپاره په 1340 لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلګه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه . په دې موزيم کي را ټول شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه اثار وه چي د حفرياتو او سپړنو پرته ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو ( فوارو ) په توګه کارول شوي ، اوداسي نور يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي  د اسلامي پير هغه اثار چي د غزنوي پير هنري مهارتونه راڅرګنده وي لکه  زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه جوړشوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو  بيلګي  دي ،  او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو .
  د غزني موزيم لپاره د ګرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠  لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په ګډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل  شوې  ، چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . په  ١٣٥٣  لمريز کال د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وشوه ، په ١٣٥٧  لمريز کال  نوموړې موزيم د عبدا لا احد ولسي له خوا دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول شو . دانوم بيرته په ١٣٥٩   لمريز کال د غزني موزيم شو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١   لمريز کال وروسته وځنډول شوي او په ١٣٦٩   لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل شوه ، اوپه موزيم کي  پاته اثارد مصونيت او امنيت په نيت تر ١٣٧١   لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل شوه . په  ١٣٧١  لمريز کال د غزني نوي والي قاري بابا له خوا د موزيم  د بيا پرانستلو هڅه و شوه ، خو له بده مرغه لا يې  د پرانستلو هڅي بشپړي نه وې  چي  يو شمير  هغه اثار چي تر اسلامي پير وړاندي زمانو پوري يې تړاو درلود  په عمدي توګه له منځه ولاړل او يو شمير نور غلااو په بهرنيانو وپلورل شوه .

 د لرغونو توکوقاچاقبرانو او توپکيانو يوازي د موزيم په لوټ بسنه ونه کړه بلکي د غزني پر هغه لرغونو سيمو او ځايونويې يرغل وروړ چي د غزني ولايت د لرغوني تاريخ  زياتي بيلګي يې د ځان سره ساتلي وې . په١٣٧٤ لمريز کال  د هغه کنفرانس په ترځ کي چي د سپک ټولني  له خوا په ننګرهار کي جوړ شوۍ وو ، د غزني د تاريخي اثارو او موزيم په اړه د نانسي دوپرې له خوا ځني پوښتني واورول شوي ،  چي په ځواب  کي يې په غونډه کي د هغه وخت د طالبانو استازي عبد السلام طيب د غزني د اثارو او موزيم په اړه د غونډي برخه والو ته د هغو د ساتني او پالني ډاډ ورکړ ، چي د غونډي د برخه والو له خوا يې تود هرکلۍ وشو ، خو په ١٣٧٥ لمريز  کال نړيوالو رسنيو د غزني د لرغونو اثارو په اړه  هغه ناوړه کړه وړه رسوا کړل چي  په غزني  کي د طالبانو چارواکو تر سره کول ، په همدې کال د پراته بودا( د نيراوانا په حال کي  د بودا جوړه سوې مجسمه )  مجسمې ته د زيان اوښتلو خبرونه خپاره سول ،  د طالبانو چارواکو  لرغونو مجسمو ته زيان رسيدل ومنل او پړه يې د توپکيانو پر دورې واچول ، خو په  غزني موزيم کي د شتو اثارو د ساتني  هوډ يې   يو ځل بيا  ياد کړ  . د دې وعدو سره سره   هغه وخت د موزيم  اثار نندارې ته وړاندي نه شول  او د تړلي ورونو شا ته بندي  وساتل شوه .

پايله او وړانديزونه :

غزنۍ د افغانستان د يوه  تاريخي ولايت  په توګه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري  ، چي  رښتينوالي يې په  هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرګند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو کيږي .  د غزني تاريخ زريني پاڼي  د سيمي لپاره هم   وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري  ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه  په خپلو اثارو کي  يادوني کړيدي . د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي  بيلګي  هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني بولي . د  امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې  په باور ، د ناوردښت  په  افغانستان کي د پخواني انسانانو  تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د الماني لرغونپوه بورخار برينتس په وينا په عزني کي  د بودا تر ټولو لويه پرته مجسمه  د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره شويده  ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني شته چي  د ټولو را يادول  د دې ليکني تر توان لوړ دي .

وړانديزونه : د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري  ادارو  او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راګرځوم  :

لومړۍ : په غزني  ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .

دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ  دي په ګوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو  داړوندو ادارو  په ملتيا بيړنې ګامونه واخستل شي؛

دريم : په غزني کي د ګرځندوۍ  ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي  ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛

څلورم : د غزني تاريخي موزيم  د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛

پنځم :  د غزني پوهنتون   دي ،  د لرغونپوهني  په برخه  کي  د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د  (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي  ځانګړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛

شپږم  : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په ګوته شي ،  چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه  او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره  ورکړل شي ؛

ورستۍ خبره داچي ، د غزني  چارواکي په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني  د تاريخي برم  درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي  .

اخځونه د الفبا په ترتيب  :

١ : باوري ، رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو دودي بهير . ( سپک ټولنه :  پيښور ) ١٣٧٤.

٢ : بورخارد برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن :  پوهاند داکتر زيار . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦. 

 ٣ : تدې ، موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن : واسع فيروزي . د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٩٨٣ .

 ٤: پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ  .  ١٩٩٤ .

٥ : پولاديان ، عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني . د افغانستان لرغونپوهنه. ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .

٦ : حبيبي ، عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام ( کابل : دولتي مطبعه )١٣٥٧ .

 ٧:Nancy Hatch Dupree . An Historical Guide To Afghanistan .(Kabul:A.T.Organization ) .1977

 

اړينه يادونه : د ځينو تخنکي ستونزو له امله مي ونه شوه کړاې  چي د ناور دښت او د سردار تپې  اړين انځورونه د دې ليکني سره يوځاې خپرې کړم . د دې تخنيکي ستونزو د حل په صورت کي به دا انځورونه د دې ليکني  سره ملګري شي .

 په درنښت   

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006