کاناډايې اژانسونو خبرورکړۍ ، چي د روم پوليسو تر درې زره زيات لرغوني توکي د هغو انتيک پلورنکو څخه ونيول چي په تورو بازارونو کي يې د پلورلو لپاره زيرمه کړي وه . په دې لرغونو توکو کي لرغوني طلايې اثار ، ولسکيزي ( سکې ) او ګاڼې شته .
د روم پوليسو يو تن مشر کاراډو کاټيس کاناډا يې اژانس ته ويلي چي له څه مودې پخوا دا اثار تر څارني لاندي نيول شوي وه ، خو دادۍ نن د چهارشنبي ورځ مو تر لاسه کړل ( نن د چهار شنبې ورځ د جولای او ويشتمه نيټه ) نوموړي زياته کړه چي دا اثار د ايتاليا کلتوري ميراث دۍ او موږ به يې د د ايتاليا اولسي موزيم ته تسليم کړو .