د روان ميلادي کال د جولای مياشتي په دولسمه ( ١٢ )نيټه د يونسکو هئيت په مشرۍ يوشمير کارپوهانو د هرات پنځه منارونه او په هرات کي د يوشمير نورو تاريخي اثارو څخه ليدنه کتنه وکړه . د دي هئيت د ليدنو کتنو پايله داشوه چي د هرات پنځه تاريخي څلې يا منارونه دي د ورانيدو څخه وژغورل شي . د همدي پايلي پر بنسټ يې د سيمه ايزو چارواکو سره يوځای د يوې بيړنۍ پروژۍ د پلي کولو چاري پيل کړی. ، د دې پروژي د پلي کولو لپاره يو مليون امريکايې ډالره منل شويدي ( د يادوني ده چي د جام څلي د ساتني او پايښت لګښت هم د همدې پيسو څخه کيږي ) ، چي د يونسکو تر څنګ د امريکايې ځواکونو مرسته هم ملګرې ده .
ايتالوي کار پوه پروفيسور جورج مشې او د يونسکو ځانګړۍ کار پوه کرستين منهارت له نظره د نوموړو ابداتو د ساتني لپاره لومړي هڅي بايد د هغو تلوراتلو لاري بنديدل وي چي د همدي لوړو منارو څخه تيريږي ،او ورسره جوخت دا هم اړينه ده چي د دې لوړو منارو د ساتني او پايښت لپاره ګړندي ګامونه واخستل شي . د هرات دا پنځه منارونه د پنځلسمي پيړۍ اړوند ابدات دي چي هر يو يې تر ٥٥ متروپوري لوړوالۍ لري .
د هرات د پنځوڅلو يوه بيلګه چي همدا اوس يې د ساتني کار روان دۍ