د نړيوال کلتوري ميراث ٢٩ مه نړيواله غونډه چي په سهيلي افريقا کي دايره شوې وه پاې ته ورسيدل . په دې غونډه کي ( ١٧ ) اولس نور ارزښتمن اثار د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي وشميرل شوه . د دې اثارو په ګډون اوس د نړيوال کلتوري ميراث په ټل کي ( ٨١٢ ) ارزښتمن اثار ثبت او شميرل شويدي . د دې اثارو له ټولګي څخه ٦٢٨ شپږ سوه اته ويشت تاريخي او لرغوني اثار ١٦٠ يوسل او شپيته طبيعي سيمي او ٢٤ څلورويشت طبيعي او کلتوري ګډي سيمي شاملې شويدي .
په دې غونډه کي د البانيا ، بحرين ، بيلاروس ( ٢ ) بلجم ، بوسنيا ،چيلي ، چين ، کوبا ، فرانسې ، ايران ،اسرائيل ( ٢ ) ايتاليا ، نايجيريا ،روسيه او ترکمنستان هيوادونو څخه ارزښتمن اثار او سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي ثبت او راجستر شويدي . د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو څخه دهغو اثارو انځورونه چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ليکل شويدي .
په ترکمنستان کي ( کنيا اورګونج ) په ايران کي ( سلطانيه ) په چين کي ( ماکاو )