ټاکل شوې ده چي د جولای مياشتي د لسمي نيټې څخه تر اولسمي نيټې پوري د نړيوال کلتوري ميراث نه ويشتمه ( ٢٩ ) غونډه په سهيلي افريقا کي جوړه شي . د دې غونډي لپاره د يوشمير هيوادونو له خوا په نړيوال کلتوري ميراث کي د نويو طبيعي او کلتوري اثارو د پيژندلو وړانديزونه شويدي .
داسي بريښي چي د دې غونډي لپاره تر اوسه ٤٢ اثاراو سيمي ورپيژندل شويدي .په دې ډله اثارو کي اته ويشت ( ٢٨ ) لرغوني او تاريخي اثار ، لس ( ١٠ ) طبيعي سيمي اود څلور ( ٤ ) ګډو کلتوري او طبيعي سيمو وړانديز شويدۍ .
د پام وړ ده چي د هغه هيوادونو په لړ کي ، چي ښايې اړوند اثار اويا اړوندي سيمي يې د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي وشميرل شي د افغانستان نوم لا تر اوسه نه په سترګو کيږي، په داسي حال کي چي يوه مياشت وړاندي ديونسکو يو ه پلاوي افغانستان ته د رسمي سفر پر مهال د هرات تاريخي سيمه او د هيواد يوشمير نورتاريخي او لرغوني اثار د دې جوګه بللي ،چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي شامل شي .
که چيري د نړيوال کلتوري ميراث د دې ٢٩ مي غونډي څخه هم د تير کال په څير د افغانستان د اسلامي دولت کلتوري چارواکو ګټه پورته نه کړل ، د دې بې برخي کيدو مانا به خامخا دا وي چي د هيواد کلتوري چارواکي په خپله دنده کي پاتي راغلي دي ، او نه شي کولای چي په نړۍ کي د افغانستان د اوسني ځانګړي دريځ څخه ددې هيواد په ګټه کار واخلي . بيا به اولس وويني چي رښتني وجدان شته چي خپله ماتي او کمزوري ومني او د چارو واګي پريږدي څو کار اهل ته وسپارل شي . او که داسي ونه شول بيا به اولس دې ته ځير وي چي د هيواد ټاکل شوۍ اولس مشر د خپلو کلتوري چارواکو د پر له پسې ناکاميو پر بنسټ هغوۍ له دندو ليري کوي ، او که د پخوا په څير د يوې بلي ناکامۍ په وياړ ، يو بل ستاينليک ور کوي . د هغو هيوادونو په لړ کي چي د خپلو اثارو وړانديزي يې کړيدۍ د افغانستان ددوو ګاونډي هيوادونو ( ايران او ترکمنستان ) نومونه هم شته
د وړانديز شويو اثارو يوه بيلګه