د سلام فرهنګي ټولني ملاتړ ليک
په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب د ښاغلې غمخور صاحيب
له لوري خپور شوۍ احتجاج ليک مو ولوست ، په داسي حال کي چي له يوېخوا د ايراني کړيو روان فرهنګي يرغل زموږ پر ذهنونو د ژور ماتم لړزې خپرې کړي ، خو له بلي خواستاسو په غبرګون داسي ډاډمن او باوري شولو چي ډير ژربه ټول افغانان د دې فرهنګي چپاو په هر اړخيزه پيژندلو او پوهيدلو بريالي شي .
د افغاني کلتور او فرهنګ د سپيڅلي مورچل ورڼو ! لکه چي پوهيږۍ ، د اولسونو او هيوادونو پايښت د هغوۍ د تاريخي _ جغرافيايې ، سياسي _ اقتصادي او کلتوري هويت سره تړلۍ دۍ . همدا لاميل دۍ چي زموږ د هيواد ګاونډيانو د خپلوپر له پسې بريدونو موخي همدغو لورو ته اړم کړيدي . خو په ايران کي د يوشمير کړيو زيان رسونکي فرهنګي لاسوهني زموږ د هيواد د ملي وياړنو د مسخه کولو او کلتوري ارزښتونو د بدلولو تر بريده رسيدلي دي ، چي يوه غمجنه بيلګه يې تاسو ياده کړيده .
سلام فرهنګي ټولنه په افغانستان کي اړوندو کلتوري چارواکو ته ور په يادوي چي : ستاسو ملي او دولتي دنده ده چي د خپلو کلتوري او ملي ارزښتونو څخه د ملاتړ لپاره پر له پسې کوټلي ګامونه اوچت کړۍ ، او ملي ګټو ته په پام سره د دې فرهنګي چپاو مخه ونيسۍ . خپل د هيواد وياړني تر کاذبو اړيکو ځار نه کړۍ . راتلونکي نسلونه به هغه شخصيتونه او ادارې په زيات وياړ او سر لوړۍ يادوي چي د دې فرهنګي يرغل په وړاندي يې مقاومت کړۍ وي ، او هغه کسان چي د پرديو کلتورونو پراختيا سره يې لاس ورکړيدۍ ، هغه به د هيواد په تاريخ کي ناولي او تورمخي يادشي .
سلام فرهنګي ټولنه په داسي حال کي چي ستاسو د احتجاج ليک پوره ملاتړ کوي ، په افغانستان ، سيمه او نړۍ کي د ټولو افغانانو څخه هيله کوي چي په خپل کلک غبرګون سره ، د يوشمير ايراني کړيو د زيان راوړنکو او پارونکو ناولو فرهنګي لاسوهنو د پای ته رسيدو غوښتنه وکړي . د دې تر څنګ په ياده شوې بيلګه کي د ککړ و کسان په ډاګه محاکمه او هغوۍ ته ، په دې نيت چي د نورو بي باکه لاسوهنو مخه ونيول شي درنه سزا ورکول ، زموږ غوښتنه ده .
په درنښت
سلام فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري