د کراچي ښار سهيلي برخو کي د پاکستاني مامورينو له خوا د لرغونو اثار ډک يو کانتينر نيولې شويدۍ . ويل شوي چي دا کانتينر په دې نوم چي فرنيچر وسايل پکښي ځای شويدي ، د کراچي څخه دوبۍ ته دوړلو لپاره تيار شوۍ وو .
د ګمرک ريس مسرت جبين په وينا په دې کانتينر کي تر ١٤٨٢ زياتي مجسمې او نور لرغوني توکي شته ، چي د يوشمير اثارو تاريخ اوه زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي . دا هم ويل شويدي چي په نړيوال مارکيټ کي د دې اثارو ارزښت تر لس مليونه ډالره زيات اټکل شويدۍ .
پاکستاني چارواکي د نيول شويو لرغونو اثارو سره
يادونه : هغه مهال چي زموږ د هيواد لرغوني توکي د کراچي بندر له لوري نوري نړۍ ته په قاچاق وړل کيدل ، هغه وخت د بندر مامورينو نه يوازي دا چي مخه يې ونه نيول بيلکي ورسره مله شول او په ليږلو کي يې ورسره مرسته وکړل ، اوس هم څرګنده نه ده ښايي په دې اثارو کي يوشمير د افغانستان څخه په قاچاق وړل شوي وي .