دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دژويو په اړه د ودي تيوري وکرونولوژيک بهير ته لنډه کتنه

ليکونکۍ : باوري

 

 

 

وده ، پرمختګ ، انکشاف ، تکامل ، پيشرفت او دې ته ورته نور ي کلمي او اصطلاحات  هغه  مفاهيم دي چي د کارولو زيات ځايونه او اړ خونه لري . د ساده حال څخه پيچلتوب ته ، د وړکتوبه تر لويبښته ، د پيدايښت څخه تر اوښتون او بدلون پوري ، د نه پوهيدو نه تر پوهيدو ، د ناڅرګند حال څخه تر څرګنديدو پوري  ، د يوې څيري څخه تر بلي څيرې ؛ له پخوا څخه تر نن پوري   او په دې ډول نور ټوله د ودي  ښودلو لپاره اندازې او وزنونه دې  ، چي  څيړونکي ، پوهان  او ليکوالان يې د خپلو موخو د روښانتيا په هيله  د لوستونکو او اوريدونکو  دپوهولو لپاره کاروي .

 د ودي مفهوم د هري پوهي لپاره ځانګړۍ ارزښت لري خود څانګي  د پوهيدو پر مهال  بيا دا ځانګړتيا ښه څرګنديږي .  د څيړنيزو چارو پر مهال د يوې پديدې او يا يوه عنصر د پوهيدو او د هغه د ودي په لوري د پوهيدولپاره د هغې څانګي  تاريخ مرسته کوي  .  او يا په بله مانا د هغې څانګي اويا  عنصر د پوهيدو چاري کټ مټ دهغي څانګي د تاريخ سر په تړاو کي  څيړل کيدای شي  .  خو په دې ليکنه کي د علومو ټوليزه وده  تر څيړني لاندي نه ده نيول شوې ، يوازي د ودي تيوري ( د تکامل تيوري ) ته پام اړول شويدۍ  ، چي په اړه به يې اړيني څرګندوني را بر سيره شي.

 د ودي تيوري  په منځ ته راتلو سره په رښتني توګه هغه لاره پرانستل شوه  چي د علومو  بيلا بيلو څانګو ورته له ډيري پخوا زمانو اړتيا درلوده . د دې سره سره چي دا تيوري لا تر اوسه د هر اړخيزي   بشپړتيا پړاو ته نه ده رسيدلې خو د بنسټيزو قوانينو  د را څرګنديدلولومړي ګامونه يې د اولسمي پيړۍ په ترځ کي  پورته شوي ، او په پر له پسې توګه يې وده کړيده  .

پخوا تر دې چي د  ودي تيوري ټوليز حکمونه مطرح شي ، د انسان د پيدايښت ، او د ژونديو موجوداتو د منشا، بدلون او اوښتون په اړه په بيلا بيلو زمانو کي د ډول ډول  ذهنيتونو تر سيورولاندي   يوشمير نظريې او او خيالونه وړاندي شوي وه ، د بيلګي په توګه د ارچ بيشاپ اشر په اند ، د انسان   پيدايښت په  ٢٠٠٤ کاله تر زيږد وړاندي زمانې پوري اړه لري ؛ . د همدې نظريې پر بنسټ لومړۍ نارينه او بيا له هغه څخه ښځينه انسان پيدا شويدۍ ، چي د اخلاقي پلوه تر نور ټولو ژويو معتبر او مشرف دۍ . د دې نظريې پر  بنسټ د ودي تيوري مخه ډب  شوې وه .

 په اولسمه پيړۍ کي داسي يوه نظريه را وپنځيده چي ټول ژوي  يې په داسي يوه ترتيب او لړۍ کي وښودل  ، چي هره يوه کړۍ  د بلي شتون  ته اړتيا لري ؛  د ژويو د شتون په اړه دې نظريې ته د لړيز شتون  ( سلسله هستی )  نوم ورکړل شوېدۍ  . د دې عقيدې پر بنسټ انسان تر ټولو موجوداتو افضل او لوړ دۍ . د دې طبيعي مقياس پر بنسټ  د دې سره سره چي انسان  تر نورو ژويو لوړ دۍ  خو د هغو سره  يوشمير ورته  خصلتونه هم لري ؛ او د نورو ژويو له ډلي څخه يو هم   د انسان او بيزو تر منځ ورته والۍ او شباهت دۍ . خو هغه څه چي د دې نظريې  د منځپانګه بلل کيږي ،  هغه د ټولو موجوداتو ځان ته ځان ته شتون او د هريوه بيلا بيله لړۍ او د شتون ځانګړې کړۍ ده . خو دطبيعي  مقياس نظريې هغه بنديز ليري کړۍ چي د مځکي پر مخ دانسان سره ورته ژوي نه شته . د همدې بنديز د ليري کيدلو له امله يوشمير نوري نظريې او مفکوري منځ ته راغلې چي د  ودي تيورۍ ته يې بنسټيز ارونه کښيښودل .

د اتلسمي پيړۍ په  ترځ کي  کارل ليني  ( ١٧٠٧_ ١٧٧٨زيږد کال  ) نامتو سويدنۍ بوتانيست  ( Botany   )( نبات پيژندونکې )  د ژويو او نباتاتو داسي ټولګۍ تر تيب او وړاندي کړې چي ، انسان يې د تې لرونکو ژويو په ډله کي وشميرۍ او  د انسان  د صنف او ټولګۍ سره يې  د يوشمير بيزوګانو ډولونه هم په ليک لړ کي راوستل .  خو په ټوليزه توګه يې د پخوانيو اندونو څخه زيات توپير نه درلود  ، د هغې په نظر  د ژويو هر ډول   په خپلواک ډول د زيږيدني  او زيږوني  لړۍ پر مخ بيايې ؛   د دې تر څنګ  ، کنت دي بوفن  ( ١٧٠٧ -  ١٧٧٧ زيږدکال  ) هغه طرحه وړاندي کړل چي د ژويو او نياتاتو وده يو له بله سره په تړاو کي ده ، او يو او بل ته د اوښتون وړتيا لري ؛  په دې تر تيب يې د نويو نظريو د را برسيره کيدو لپاره زمينه برابره کړه .

ژان بپتست لا مارک ( ١٧٤٤ – ١٨٢٩ زيږد کال) دي پوښتني ته د ځواب په پيدا کولو کي زياته ونډه واخستل چي : که چيري ژويو يو له بله وده کړي وي بيا نو دا څنګه د منلو وړ کيدای شي ؟ نوموړي په خپل    (  د زولوژۍ  فلسفه  )  نومي اثر کي د دې پوښتني لپاره  وړانديز وکړ  چي زښت زيات موثر وګرځيدۍ . د هغه په باور ، ټوله  ژوي کسبي ځانګړتياوي خپلو نويو نسلونو ته په ارث ليږي ؛ د دې مطلب وضاحت د ودي تيورۍ سره داسي مرسته وکړل چي د بشپړتيا پر لوريې د ورو خوځيدو پر ځاي د چټک يون او بدلون  زمينه برابره کړل .  نوموړي په  زرافه  کي د هغې د وجود  اوږدې غاړي د هغوۍ د کسبي ارث يوه پايله وګڼل او هم  يې په نورو ژويو کي د دې مطرح شوي اصل د ثبوت لټه وکړل . د همدي اصل څخه ارسموس داروين ( ١٧٣١ – ١٨٠٢ زيږد کال )  چي د لامارک په وخت کي يې ژوند کاوه  ، د خپلو ارادو او نظريو د ثبوت لپاره پوره ګټه پورته کړل .

چارلس لايل ( ١٧٩٧ – ١٨٧٥ زيږد کال )  چي  د مځکي د نه بدلون نظريه زړه وګڼل او پر ځای يې د مځکي د بدلون نظريه په خپلو ليکنو او په ځانګړي توګه د ( مځکي پوهني ارونه ) تر سر ليک لاندي  وړاندي کړل ، نه يوازي داچي د کليسا او مذ هبي  مخکښانو د مقاومت سره مخامخ شو ، بلکي يو شمير روڼ اندو هم دا رايه ونه منل او دهغې په مخالفت کي ودريدل ، خو چارلس لايل د خپلو نظريو د ثبوت لپاره د ژويو فوسيلونه وړاندي کړل چي  په دې تر تيب سره يې  د علومو د يوشمير مخکښانو پلوې تر لاسه کړل .  د لايل په اندونو کي   د کسبي خصوصياتو ليږدوني ته زيات پام اړول   شويدۍ   . د نوموړي په باور ټوله ژويو د چاپير يال د محدوديتونو پر بنسټ بدلون  کړۍ  او هغه بدلون  يې نويو نسلو نو ته ليږلۍ دۍ  .

 فرانسوي پوه جورج کويه ( ١٧٦٩ – ١٨٣٢ زيږد کال  ) د چارلس لايل  په نوښت د فوسيلونود تجزيي  او تحليل متود څخه   په پراخه پيمانه  کار  واخست .  د کويه ليد لورۍ  نوۍ او پرمختللۍ وو، نوموړي  د ژويوهغه فوسيلونه تر څيړني لاندي ونيول چي د فرانسې هيواد په يوشمير سيمو کي د ځمکي په اهکي پوړۍ کي تر لاسه شوي وه . نوموړي دا پوښتنه وڅيړل چي د ژويو تر منځ ولي تفاوتونه رامنځ ته کيږي ؟  او دا تفاونتونه په فوسيلونو کي څنګه پيژندلای شو ؟ په پيل کي هغه يوازي د يوه اناتوميست په توګه دا څيړنه پر مخ بيوله ، خو وروسته د جيولوژيکي څيړنو لوري ته هم  د اړتيا له مخي ورمات شو او په دې تر تيب يې د نوۍ تيوري د( Catastraphism   ) کتاستراپيزم   يا  ناورينتيا  ( فاجعه ګرايې  )   په نوم مطرح او د هغې لپاره يې يوشمير دلايل او لاميلونه وړاندي کړل ، د نوموړي  باور داو چي په نړۍ کي د طبيعي  ناوړه پيښو او ناورينونو له  امله په ژويو کي بدلون راځي او ژوي بيادابدلون خپلو راتلونکو نسلونو ته ليږ دوي .

بريتانوي توماس مالتوس  ( ١٧٦٦ – ١٨٣٤ زيږد کاله )  د خپلو اندونو په وړاندي کولو سره د ودي تيورۍ ته بنسټيز ارونه کښيښو دل .د مالتوس په نظر د ژويو او غلو دانو تر منځ د ودي او زياتوالې  ارونه او اصول يو له بله تفاوت لري ، د دانو غلو زياتوالۍ  حسابي دۍ په داسي حال کي چي د ژويو او د هغو د د بيلا بيلو ډولونو زياتوالۍ هندسي دۍ . مالتوس په خپل يوه اثر ( د نفوسو په اړه اصولي بحث ) کي دا ټکۍ په ګوته کړيدۍ چي : د نفوسو زياتوالۍ د چاپير يال تر امکاناتو چټک پر مخ ځۍ ؛  د طبيعت ظرفيتونه او د نفوسو د زياتوالي تر مځ يوه توازن ته اړتيا شته ، چي دا اړتيا د انسانانواو نورو ژويو د خپل ډول توليد په کنترول سره تر لاسه کيدلای شي ؛

چارلس داروين  (١٨٠٩ – ١٨٨٢ ) په خپلو اندونو دژويو په اړه د  ودي تيورۍ ته  د ارونو يوه ځانګړې ټولګه جوړه کړل ، چي له يوې خوا يې د دې تيورۍ لورۍ څرګند کړ او بله پلوه يې د د مادي لاسوندونو په وړاندي کولو او د بيلا بيلو پوهنو په  وسيله د نويولاس ته راوړنو په کارولو د نا څرګند چاپير يال څخه يوه روڼ لوري ته د دې ځانګي مينه وال ور برابر  کړل . د داروين هغه اثر چي د  د ډولونو اخځ    (  منشا انواع ) په نوم خپور شو د زيات شمير پوهانو پام يې ځان ته واړاوه . داروين  هغه وخت په ځانګړي توګه د انسان د ودي په اړه خپله رايه څرګنده کړل چي د يوشمير پخوانيو پوهانو ليکني او څيړني يې  ولوستلې ، او په ځانګړي توګه د الفرد والس ( ١٨٢٣ – ١٩١٣  ) هغه څيړنيزي ليکني چي په پر له پسې توګه يې داروين ته ليږلې وې ،  د هغه په اندونو کي  يې  څرګند اثر پريښود .

داروين په خپل نامتو اثر  ( د انسان نسب او د طبيعت انتخاب  )  تر نوم لاندي د خپلو څيړنو او انګيرونو لورۍ څرګند کړ . د دې اثر د منځپانګه په ځانګړي توګه پر دريو حقيقتونو او دوو پايلو را ګرځي :

لومړۍ حقيقت  : ټوله ژوندي موجودات بدلون کوي  ؛ د دې حقيقت په راسر بيره کيدلو د ثابت  او بې بدلونه مفهوم  ته د پای ټکۍ کښيښودل شو .

دويم  حقيقت : ټوله ژوندي موجودات په هندسي زياتوالي سره وده کوي ؛ دا نظريه د مالتوس د باورونو څخه را زيږيدلې ده .

دريم حقيقت : طبيعي نظامونه  د توازن په حال کي پر مخ درومي ؛ هر ژوۍ د خپل طبيعي جوړښت له مخي په دې هڅه کي دۍ چي  د خپل پايښت په هيله توازن وساتي .

د دې دريو حقيقتونو پر بنسټ دوې پايلي تر لاسه کيږي :

لومړۍ پايله دا ده چي :  په طبيعت کي د داسي متوازن شتون  پايښت  د ژويو تر منځ د پايښت لپاره د مقابلې او مبارزې اړتيا منځ ته راځي ، په دې مجادله کي يوازي هغه ژوي د پايښت توان پيدا کوي چي د طبيعت له خوا غوره وګڼل شي او يا په بله مانا په روانه مجادله کي ژوۍ بريمن وه اوسي  ؛

دويمه پايله داده چي : هغه ټوله ژوي چي د طبيعت له خوا بريمن  ګڼل شوي او دپايښت وړتيا يې تضمين شوېده ، هغه ژوۍ په خپل فزيکي جوړښت کي  ټوله راغلي بدلونونه  چي د طبيعي ټاکني له لوري يې ملا تړ شويدۍ  ، راتلونکو نسلونو ته ليږي ؛

 د دې سره سره چي د داروين پر اندونو او نظريو ځانګړي نيوکي شته ، خو لا تر اوسه  يې د ودي تيورۍ په اړه خپله وړتيا  نه ده بايللې  ، خو د ودي تيورۍ  په اړه د لرغونپوهانو او انسان پوهانو تر منځ اړيکو د پخوانيو نظريو اوږدې او لنډي لاري په ګډ کار د ژر پوهيدلو وړ وګرځولې .  په ( ١٨٤٨ زيږد کال ) د هسپانيې په يوه ډبرينه  ګاره کي د پخواني انسان د سر کوپړۍ تر لاسه شوه ؛  په ١٨٥٦ زيږد کال د المان په دوسيل دورف کي د نياندرتال ( د انسان لرغونۍ ډول ) هډوکي پيداشول ؛په (   ١٩٦٠ زبږد کال ) لويس ليکي او ريچارد ليکي د افريقا څخه د لرغونو انسانانو هډوکي را څرګند کړل ؛ دې او دې ته ورته څيړنو د انسانانو د ودي په اړه هغه تسلسل ﻻا څرګند کړ چي انسان  د يوه ابتدايې حالت څخه اوسني پرمخ تللي  حالت ته وده کړيده  ؛ په دې ترتيب  د لرغونپوهانو او انسانپوهانو تر منځ ګډو څيړنو د ژويو په اړه د ودي تيورۍ ته بنسټيز ارونه او د منلو وړ لاسوندونه وړاندي کړل . چي په علمي او څيړنيزو کړيو کي يې  د منلو او باور کولو پراخه زمينه برا بره کړيده .

اخځونه د الفبا په ترتيب

١ _ باوري ، رسول . د لرغونپوهني بنسټونه او څيړني  . ( کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٦٢ .

٢ _ ځدراڼ ، الفشاه . تيوريهای بشر شناسي . ( کابل : پوهنتون کابل )  ١٣٦٥   .

 ٣ _  دي . بي . مارس . ژوند په ماقبلل تاريخ کي . ( بروکسل : د پاتريمونيم انستيوت ) ٢٠٠١ .

٤ _  ژ . ا . هيندريک .  د لرغونپوهني ٢٠٠٠ اصطلاحات .  (  دنهاګ : سلطنتي کتابخانه) ١٩٩٦ .

٥ _ پارد ، انتوني . لرغونې نړۍ او هسپانيه . (  ژنيو : منير وا ) ١٩٧٦ .    

 

        

       

ليکونکۍ : باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006