دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
احتجاج ليک

  2005.07.03 

 

 

 

په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولنه

د علامه حبيبي په تاريخي اثارو کي  دايران  بربنډي لاسوهني  په کلکه غند ي

 

د تيرو درو لسيزو را په ديخوا له بده مرغه زموږ په هيواد کي  دپر ديو  او په ځانګړي توګه د ګاونډيو هيوادونو دهر ډول  لاسوهنو لړۍ روا نه ده  . زموږ د  هيواد په  سياسي  _ نظامي او کلتوري  چارو کي  د ايران  لاسوهني  د پر له پسې تيري تر بريده رسيدلي دي  ، که روسي او پاکستاني مخامخ نظامي لاسوهنو زموږ د هيواد هر څه وران او له مينځه يوړل ، د ايران له لوري  سياسي  _ نظامي او کلتوري لاسوهنو هم زموږ د هيواد سياسي هويت  ، ملي يووالي او کلتوري پياوړتيا ته  درانه زيانونه  رسولي دي .

زموږ د هيواد په يوشمير ولايتونو کي د ښونځيو سره د مرستي تر نامه  لاندي  په ايراني روحيه ليکل شوي کتابونه د خپل فرهنګ د خپرولو په نيت ويشي ، د فرهنګي اړيکو په بهانه زموږ په  هيواد کي منل شوي دري ادبيات د ايراني مغرضو اصطلا حاتو تر سيوري لاندي  کړ کيچ ته ور ټيل وهي ؛ د خپلو يوشمير روزل شويو کسانواو لاسپو څو په مرسته  زموږ د هيواد په ميشتو اولسونو کي د ژبني  او مذ هبي  اړ پيچ  پيدا کولو او زياتولو ته زمينه برابره وي  ؛  او په دې تر تيب نوري لاسوهني .

په ايران کي د يو شمير څرګندو کړيو د لاسوهنو زياتي بيلګي شته چي را يادي شي  ، خو د کلتوري لاسو هنو  يوه بيلګه يې د خپلو هيوادوالو په وړاندي رسوا کوو :

زموږ د هيواد ستر مورخ علامه پوهاند حبيبي د ځان څخه تر يوسل او ديرش ټوکه   زيات ارزښتمن کتابونه په ميراث پريښي دي ، د دې جملې  څخه يوهم د ((  تاريخ  افغانستان  بعد از اسلام  ))  نومي کتاب دۍ چي  نه يوازي  په هيواد کي  د څيړونکو او مورخينو لپاره د يوه معتبر  اثر په توګه منل شويدۍ ، بلکي د سيمي او نړۍ د پوهانو او څيړونکو له خوا هم د يوه ډاډمن  اخځ په توګه د ګټي وړ ګرځيدلۍ دۍ . دا کتاب د لومړي ځل لپاره  په 1357 لمريز کال د افغانستان  په دولتي مطبعه کي چاپ او خپور شو ،  هغه وخت د دې کتاب  د چاپ اوخپريدو چاري د   علامه حبيبي تر مخامخ پاملرني لاندي  تر سره شوې  .  دادې اوس د دې نامتو اثر دريم چاپ خپور شويدۍ چي د خپريدو چاري يې د افسون په نوم  کوم چا تر سره کړي ،  او د چاپ بڼه يې د پيک ايران  له لوري په 1380 لمريز کال  بشپړه شويده .

د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) کتاب په دې ورستيو کي  په سويډن  کي د دوستۍ فرهنګي ټولني لاس ته رسيدلۍ دۍ ، له بده مرغه ايراني کړيو د تير په څير دا ځل بيا د افغانستان  د پيژندل شوي  مورخ علامه حبيبي  په لاس ليکل شوي   تاريخ کي بر بنډه  لاسوهنه کړيده  ، چي څو بيلګي يې را يادوو :

لومړۍ  : د  ((  تاريخ افغانستان بعد از اسلام  )) تر لومړي سر ليک وروسته  د متن په پيل کي  ،سر ليک داسي ليکل شويدۍ (( تاريخ ايران وافغانستان بعد از اسلام )) په دې سر ليک کي د ايران نوم ور پيوند شويدۍ  ، کله چي لومړۍ ځل دا کتاب خپور شو ، هلته   د ايران نوم   نه دۍ ليکل سوۍ  ؛

دويم :  د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) په لومړي چاپ کي د کتاب مخ پوښ  کي داسي انځور خپور شوۍ  وه چي زموږ د هيواد په لرغوني تاريخ کي   د سمبول بڼه لري ، هغه وخت د ستر کنشکا يو انځور خپور شوۍ وو چي  مجسمه لا تر اوسه هم په ملي موزيم کي ساتل سويده . په داسي حال کي چي د دريم ايراني چاپ  په مخ پوښ کي  نه يوازي دا چي هغه لرغوني سمبول نه دۍ خپور شوۍ ، بلکي داسي کرغيړن ډيزاين ورکړل شويدۍ چي په هيڅ ډول د افغانستان  د وياړلي تاريخ  لپاره  سمبول نه شي ګڼل کيدای ؛

دريم : د  (( تاريخ افغانستان  بعد از اسلام )) دريم ايراني چاپ  پر  مخ پوښ  ( ساتندويه پوښ )  کي دافغانستان داسي نيمګړې نقشه انځور  شوې چي د هيواد درې لويديځ ولايتونه ( هرات ، نيمرز او فراه  ) په مغشوش ډول ښودل شويدي ، چي دا په خپل  وار  په ايران کي  د هغه نا روا او کرغيړنو کړيو د هيلو ښکارندويې کوي چي  د ښکاره او پټو لاسوهنو شا ته يې لري .

په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولنه   په دي تنګ او لنډ وخت کي د دې تاريخي اثر په اړه د ايراني چاپ  يوشمير نيمګړتياوي  او لاس وهني  په ګوته کړې  ، دا ټولنه  په هيواد کي  د ټولو علمي او فرهنګي مرکزونو،  د کابل پوهنتون ، د افغانستان د علومو اکاډمي  ، د اطلا عاتو او کلتور وزارت او بيا په ځانګړي توګه په هيواد کي دننه او له هيواده بهر افغان مورخينو ته  د يوې ملي دندي په توګه بلنه ورکوي چي د ايراني کړيودا ډول لاسوهني را برملا او زموږ جګړې ځپلي اولس ته يې رسوا کړي  .

  راځۍ په يوه بشپړ افغاني ملي هويت دا ږغ اوچت کړو  چي :   ګاونډي هيوادونه  دي زموږ په هيواد کي  هر ډول  نظامي او فرهنګي لاس وهني بندي کړي  !      په درنښت

 

د دوستۍ فرهنګي  ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب

حبيب الله غمخور

يادونه : د ټولو هيوادوالو څخه هيله کوو چي د دې غندني په اړه خپل ملاتړ په لاندي پتو څرګند کړي :

په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي  ټولني مرکزي دفتر    :

  Ghamkhor@ hotmail.com

     Ghamkhor .H     Snödropps gatan;7  

په سويډن کي د  (( نوې هيله )) اداره   :              Nawey_hilla@hotmail.com

www.tolafghan.com

www.benawa.com

www.salaamtolana.com

www.ariaye.com

 

 ګران هيوادوال کولای شي  چي د يادشويو پتو سر بيره  د هری ممکني او اسانه لاري  په وسيله   خپله رايه او ملاتړ څرګند کړي  .  

 

 

 

            د ايراني چاپ پر مخ پوښ خپور شوۍ انځور

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006