د افغانستان کلتوري او تاريخي وياړني د ناورين او ملنډو په پړاو کي
هره ورځ د هيواد پر کلتوري زيرمو او تاريخي شتمنيو د بريد او ناتار خبرونه اورو ،داسي بريښي چي د هيواد غليمانو د دې اولس د تاريخي وياړنو او کلتوري شتمنيو د لوټ او تالان لپاره بډي رانغښتي او د دې هيواد د پت او برم د ورکيدولو او له منځه وړلو اوږد مهاله پروګرام تر لاس لاندي لري .
د دې اوږ دمهاله پروګرام لومړۍ برخه د دې هيواد د موزيمونو په چور او تالان پيل شوه او داسي يې ټوله شتمني د دې هيواده يوړل چي نه يې د هغه وخت واکمنو پوښتنه وکړل او نه يې ساتندويانو مسوليت ومنۍ . په دې ترځ کي هغه ټوله کلتوري او تاريخي شتمني چي د تيري يوې پيړۍ په موده کي د ډيرو ستونزو په ګاللو را ټوله شو ې وه، يو په بل پسې بهر ته يوړل شوه او د دې هيواد او اولس وياړ دبهرنيو کلسيونرانو ځانګړو ويترينونو ته ډالۍ او يا د يوشمير موزيمونو د ښکلا ګاڼه شول .
په دويم پړاو کي پر هغو سيمو د بريد چاري پيل شوې چي زموږ په هيواد کي د لرغونو او تاريخي ناليږدوموزيمونو په څير پيژندل شوي وه ، او د دې تر څنګ يې د هغو سيمو په پلټونو او کيندنو هم پيل وکړ چي پخوا د لرغونو سيمو په توګه نه وي په ګوته شوي . د هيواد نامتو لرغوني سيمي يې يو په بل پسې داسي د کلنګ او بيلچې تر څوکي ويستلې چي د هري يوې لويشت خاوري څخه يې دهيواد د تاريخي برم بيلګي او دلرغونو زمانو لاسوندونه تر لاسه کړل ، هغه هم د بهرنيانو ناوړه لاسونو ته ورسيدل .
دريم پړاو همدا اوس د پلي کيدو په حال کي دۍ . له بده مرغه دا پړاو تر هغه نورو زيات زړه بږنيونکۍ دۍ ، په دې پړاو کي نه يوازي داچي د هيواد شتمني او د دې اولس تاريخي وياړونه بهر ته وړل کيږي بلکي په زياتي سپکاوۍ افغاني هويت او د دې هيواد کلتوري پت تر پښولاندي کيږي . نن اورو چي د خواجه حسن ميمندي ( رح ) د زيارت ډبره يې وړيده او سبا اورو چي د خواجه عبدا لله انصار د زيارت سپکاوۍ کيږي او بله ورځ د ناصر خسرو بلخي پر زيارت بريد شوۍ ، او په دې ترتيب نور بريدونه .
دا پر له پسې والۍ او دا ورځ په ورځ د دې هيواد د بې پتۍ لپاره هڅي ، دا پوښتني را منځ ته کوي چي : دا څوک دي ؟ او ولې يې مخه نه نيول کيږي ؟
سلام فرهنګي ټولنه باوري ده چي په روان کلتوري ناورين او سپکاوي کي بيلا بيل لاميلونه اغيزمن دي ، خو واکمن کلتوري چارواکي زيات پړه او په ورسپارل شويو دندو کي پاتي راغلې دي ، د دې لپاره چي ژر تر ژره د دې ناورين او سپکاوي مخه ونيول شي زموږ غوښتنه او وړانديز دادۍ چي : که د کلتوري چارو لوړ پوړي واکمن خپله ګوښه کيدوته چمتو نه دي ، د افغانستان غوره شوي اولسمشر ښاغلي حامد کرزۍ دي هغوۍ ګوښه کړي . او پر ځای دي هغه کسان وګماري چي افغانستان او افغان اولس ته د چوپړ هوډ لري . او په دې ډول به افغانستان د نور کلتوري ناورين او سپکاوي څخه وژغورل شي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري