د نالاندا په سيمه کي تر څيړنو او پلټنو وروسته زيات شمير لرغوني اثار او د بودايي پير عبادتځايونه را څرګند شول .
په دوه سوه خاورينو غونډيو کي تر سل زيات د بودايې راهبانو پژۍ ، او تر سل زيات د شيوا عبادتځايونه را برسيره شول . د دې سپړنو مشري دهندي لرغونپوه ښاغلي ک . ک . محمد په غاړه وه ، تر لاسه شوي اثار د زياتوالي او لرغونتوب له اړخه زيات ارزښتمن ګڼل شويدي . په دې اړه يو بل تن هندي لرغونپوه شرما د هند پر دولت ږغ کړيدۍ چي د سير پور سيمه دي د يونسکو نړيوال کلتوري ميراث ادارې ته وروپيژنۍ ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د هغه ادادرې په لړۍ کي ثبت او راجسترشي .
د سير پور په سيمه کي د تر لاسه شويو لرغونو عبادتځايونو يوه بيلګه