د سويدن هيواد د مالمو په ښار کي د دوستۍ د فرهنګي ټولني په نوښت د
د مور ورځي په وياړ د نمانځني غونډي ته
د سلام فرهنګي ټولني پيغام
د مور ورځي د نمانځني لپاره د دوستۍ فرهنګي ټولني له خوا را بلل شويو درنو ميلمونو اغليو ميندو ، خويندو او ښاغلو ورڼو ته خپلي نيکي هيلي اودرناوۍ وړاندي کوو. ډير خوشاله يو چي تاسو په نړۍ کي د هر انسان لپاره ترهر څه او ټولوارزښتمن موجود يعني (( مور )) ورځ نمانځۍ .
مور د هر انسان لپاره د سپيڅلۍ ميني تر ټولو ښه مثال او د مهربانۍ تر ټولو لوړه کرښه ده ، دهر ماشوم لپاره د برم بنسټيز چاپيريال او د ژوند لومړنۍ ښوونکې ده ،هغه ځواک دۍ چي د بدل پرته په پوره مينه خپل توان د ماشوم د ځواکمن کيدوپه هيله ، له لاسه ورکوي ، د هر ماشوم د برخليک لوري ورکونکې اود ژوند پالونکې ده . مور د زغم او تحمل بيلګه ده . د هر انسان لپاره د پت ساتونکې او د پر مختيا هڅوونکې ده . او په لنډه وينا مورد هر انسان لپاره د شتون او هستۍ بل نوم دۍ .
په دې هيله چي دا غونډه په بري پاې ته ورسيږي سلام فرهنګي ټولنه يو ځل بيا د دې درني غونډي ګډونوالوته د مور د ورځي د نمانځني په اړه د زړه له کومي مبارکي وايې .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري