په هند کي د شپږمي زيږدي پيړۍ بودايې اثار تر لاسه شويدي
هندي لر غونپوهانو د روان ٢٠٠٥ زيږد کال د مۍ مياشتي په ٢٤ مه د خپلو نويو څيړنو په ترځ کي د شپږمي زيږدي پيړۍ يو شمير اثارسپړلي او پيژندلي دي . دا اثار د هغه پير د بودايې راهبانو په کورنيو پوري اړه لري چي د سيرپور په سيمه کي اوسيدل .
ارون کمار شرما چي د دې سپړنو مشري کوي ، ويلي چي په لومړي ځل هغوۍ ته يوعکس د سيمي اوسيدونکو ښودلۍ او تر هغه وروسته يې د څيړني اوسپړني چاري پيل کړيدي . د سير پور سيمه د د را يپور د لوی ښار څخه ٨٤ کيلومتره واټن لري ، چي اوس د بودايې راهبانو د شپږمي زيږدي پيړۍ يو ارزښتمن ټاټوبۍ پيژندل شويدۍ .
د سيرپور څخه د تر لاسه شويو اثارو يوه بيلګه