پتيل شوې چي د نړيوال کلتوري ميراث کالنۍ ٢٩ مه غونډه د جولاې مياشتي د لسمي نيټې څخه تر ١٧ مي نيټې د سهيلي افريقا د دوربا نومي ښار کي جوړه شي .
په دې غنډه کي به د نړۍ د بيلا بيلو سيمو څخه د نړيوال کلتوري ميراث ادارې ته کانديدي شوي ، لرغوني او تاريخ سيمي اود طبيعت ځانګړي ځايونه وړاندي او د عمومي غونډي له خوا به د ارزولو ړرړسته د نويو سيمو د منلو او يا رودولو په اړه ورستۍ پريکړه وشي .
د نړيوال کلتوري ميراث په تيره ٢٨ مه غونډه کي د افغانستان څخه د يوشمير سيمو د منلو لپاره وړاندويني شوي وې ، خو له بده مرغه ، عملي ګام پورته نه شو ، داسي ويل کيږي چي په را روانه ٢٩ مه غونډه کي به د افغانستان څخه د هرات ټوله حوزه د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي وشميرل شي .
د افغانستان د کلتوري چارواکو لپاره ډيره ښه موقع ده چي د خپل هيواد يو شمير سيمي په نړيوال کلتوري ميراث کي د منلو لپاره وړاندي او ور وپيژنۍ . کلتوري چارواکي کولای شي چي د هيواد لرغوني ، تاريخي او طبيعي سيمي پر ديو برخو وويشي ، د بيلګي په توګه :
الف : د خطر سره مخامخ لرغوني او تاريخي سيمي :
١ : په هلمند کي د بست کلا؛
٢ : په غزني کي تاريخي منارونه ؛
٣ : په ننګر هار کي د بساول سموڅي ؛
٤ : په نورستان کي ملي پارک او د تفريح حوض او اړوندي برخي ؛
٥ : په بلخ کي دحج پياده جومات ؛
ب : لرغوني ، تاريخي او طبيعي سيمي چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي د منلو وړتيا لري :
١ : په کندهار کي څلويښت زينې ؛
٢ : د کابل بالا حصار اواړوند غرني ديوالونه ؛
٣ : په سمنګان کي د رستم تخت ؛
٤ : د کابل درې باغونه ، د بابر بڼ ، څلويښت ستيز بڼ او د قرغې بڼ ؛
٥ : په جوزجان کي د باباحاتم زيارت ، او يوشمير نور
دا تصوېر د ميرمن نانسي دوپرې د يوه کتاب مخ پاڼي څخه کاپي شويدۍ