دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

  افغانستان  د  ١٩٢١ زيږد کال د اساسي قانون پر بنسټ   پر څلورو ولايتونو او څلورو لويو حکومتونو وويشل شو ، چي د زابل اوسنۍ ولايت د هغه مهال په کندهار ولايت پوري اړوند وشميرل شو. په ١٩٦٤ زيږد کال افغانستان په ٢٩ ولايتونو  او لويو حکومتونو وويشل شو،چي زابل هم دخپل ارزښت له مخي د ولايت مقام ته لوړ شو. د زابل ولايت ( ١٧٢٩٣  )اولس زره دوه سوه دري نوي کيلومتره مربع  پراختيا لري ، د اداري واحدونو شمير يې  لسو ته رسيږي  ، او  د ولايت مرکز يې د کلات   نامتوښار دۍ . د دې ولايت شمال لورته د روزګان ولايت ، سهيل ته سرحدي کرښه ، لويديځ ته يې د کندهار ولايت او ختيځ ته يې د غزني ولايت پروت دۍ ، دا ولايت د سهيل ختيځ له  لوري  د پکتيکا سره هم  د يوه لنډ واټن ګاونډيتوب لري .

 

 

 

         

 

 

زموږ د هيواد هر سيمه د لرغوني تاريځ نښانې او د وياړ سرليکونه او ځانګړي څپرکي  لري ، خو د زابل وياړني او تاريخي کارنامي ز موږ د هيواد په لرغونو   ، منځنيو  او د اوسنيو تاريخي  پيړيو کي ستر سرليکونه اوزموږ و هيواد دملي تاريخ  زرين فصلونه دي .  په ويدي او اوستايې متونو کي   ، د يونانو _ باختري پير  ليکوالانو ، د کوشاني او زابلي واکمنيو پرمهال د زياتو مورخينو په اثارو او ليکونو کي يې د برم او دبدبې او يا د مقاومت او سرښندنو کارنامي سته . د دې ليکني موخه د هغو ټولو تاريخي پيښو او وياړنو را يادول او سپړل نه دي چي زابل يې د تاريخ په اوږد مهال کي لري ، يوازي په دې لنډه ليکنه کي د زابل د لرغوني تاريخ هغه ځانګړي بيلګي را يادو چي  د افغانستان په ملي  تاريخ کي وياړلي سرليکونه ګڼل شويدي .

خبره به د زابل د نوم څخه را پيل کړو ، دانوم له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي د هيواد پر همدې برخي چي اوس يې د زابل ولايت په نوم پيژنو ايښودل شوۍ او پيژندل شويدۍ ،دا نوم  د املا او انشا له مخي په لږ او ډير بدلون کله د يوه خپلواک هيواد په توګه چي زياتي  سيمي يې تر ولکې لاندي درلودي ، کارول شويدۍ او کله هم د يوه ولايت او يوې محدودي سيمي په ډول د تاريخ په پاڼو کي  ثبت او ليکل شويدۍ . د يوشمير څيړونګو له نظره د زابل نوم  لږ تر لږه ١٧٠٠ يو زر او اوسوه  کاله پوخوا تر زيږد هغه وخت ياد شويدۍ ،  چۍ  درزدشت يا سپينتمان د ستورو پيژندونکو په مرسته د کال د فصلونو د ښولو او پيژندلو په نيت د سيمو د ټاکلو اراده وکړه ،  او په دې ډول يې د اوسني زابل سيمه هغه ټاټوبۍ وښودۍ چي د کال لمر له  ژمني  څنډي  څخه پسرلنۍ څنډي ته  ځان رسوي  ، هغه ته يې د زابل نوم ورکړ .

د زابل د نوم او ريښې په اړه د يوشميرنورو څيړونکو اندونه او نظريې هم په يوشمير رسالو او اثارو کي شته او را نقل شويدي  چي ورسته به يې يادونه وکړو ، خو د پورتنۍ طرحي لپاره د نورو لاسوندونو تر څنګ  د بيلګي په توګه تر ټولو  ارزښتمن دليل را يادو : او هغه  دا چي د زابل په سيمه او اړوندو برخو کي د(   زون  )   په نوم د لمر نمانځني تر ټولو ستر معبد له ډيرو پخوانيو زمانو څخه بيا د اسلامي لښکرو تر واکمنۍ پوري د يوه عبادت ځای په توګه  په سيمه کي د ميشتو وګړو واو هم د زابلي واکمنانو له لوري په درنښت ساتل کيدۍ او د هغه ته يې عبادت  کاوه   ، د زون معبد او د هغه معبد شا او خوا سيمي د زابل واکمنو تر ولکې لاندي وې . او د کابل په خير خانه کي د سوريا معبد پيدا کيدل هم د دې وينا ډاډمن لاسوندۍ دۍ .

 

         

                  

                 د خير خانۍ کوتل  د سوريا مجسمه

 

انګليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره  تر درنې جګړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنګي او د لر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري  په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنګرونه تاوده  وساتل .  

يو شمير څيړونکي د زابل نوم د هيپتلي پاچاهانو د نوم سره تړي ، دا ډله څيړونکي په دې باور دي چي د هيفطل ، هيا طله او هبفتليانو نو مونه په ډير لږ بدلون په تاريخي متونو کي د بيلا بيلو مورخينو او څيړونکو له خوا په خپلو اثارو اوليکنو کي کارولي دي .  زيات شمير څيړونکي او په ځانګړي توګه د مرحوم استاد احمد علي کهزاد  له نظره  يفتليان او د هغو اړوند ټبر ونه  په اوسني زابل کي څه ناڅه يوزر او پنځه سوه کاله پخوا تر اوس ميشت شويدي .  همدا کورنۍ وې ،   چي د دريمي زيږدي پيړۍ څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري يې د افغانستان زياتي برخي په ځانګړي توګه د هندوکش  پرلويديځو ، سهيلي او ختيځو سيمو واکمن  درلوده  .

 علا مه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه  د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله  تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو د قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو  لويۍ ټبر دۍ ،  ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلګه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود  درې غلزۍ دۍ ، چي  په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي  .

د هغو مسکوکاتو څخه چي د کابل ، هډې ، غور بند او نورو سيمو څخه تر لاسه شوي ، د يفتلي پاچاهانو څيره او قيافه د اوسي پښتني  غلجي کوچيانو سره ورته والۍ لري  ، لوړي پزي ، جګي وني ااو د پاچاهۍ تاجونه يې پر سر دي ، دا اولسکيزي ( مسکوکات ) د يفتلي پاچاهانو په بيلا بيلو واکمنو او بيلا بيلو دورو پوري اړه لري  . د يفتلي پاچاهانو د پيسو څو بيلګي  :

                 

 

             

 

د يفتليانو کورنۍ د دريمي زيږدي پيړۍ څخه د پخواني افغانستان پر ټولو برخو واکمني درلوده چي  يو ستر اداري  او نظامي مرکز يې  داوسني زابل  نامتو ښار کلات وو  ، خو د شپږمي  زيږدي پيړۍ وروسته په وړو او سيمه ايزو واکمنيو واوښتل ، چي د اعرابو سره په جګړو کي يې د خپلو سيمو د ساتلو پوره زړه ورتوب ښودلۍ دۍ .

  زابليان يا يفتليان چي د هندوکش پر سهيلي ، سهيل لويديز او سهيل ختيزو سيمو  پوره  واکمنۍ در لوده او  د واکمنۍ برم يې د هند تر پوتالي پوترا رسيدۍ په  پر له پسې توګه په ددريو لورو د خطر  او حملو لاندي وه . يفتليانو د خپلي واکمنۍ په لويديز ي خواکي  د ساسانيانو  سره نامالومي سرحدي کرښي درلودۍ ، چي په پر له پسې توګه د دې دواړو سياسي واکمنيو تر منځ د سيمو لاندي کولو لپاره د جګړو اور بليدۍ ،  د بيلګي په توګه د زابلي يفتليانو او ساسانيانو  لومړۍ نښته په ٤٢٧ زيږد کال د يفتلي   بقوت پاچا او بهرام ګور تر منځ شويده . په دې جګړه کي د بهرام ګور زرين تاج او د هغه ټول مال او منال د بقوت  بريمنو لښکريانو ته ورسيدۍ . دويم يزد ګرد چي په ٤٣٨ زيږدکال د پارس واکمن سو هم ،  څو ځله  د يفتلي پاچاهانو پر سيمو  جګړ ه ايز عمليات وکړه ، خو بريالۍ نه شو او د يفتلي پاچاهانو دسيمو د لاندي کولو او غصب کولو په ارمان کي ومړ .

د پارس پر سيمه د لومړي فيروز واکمني  چي د ٤٧٥ زيږد کال څخه بيا تر ٤٨٤ زيږد کال پوري يې  دوام درلود ،  څو ځله د يفتلي پاچاهانو سره د جګړي ميدان ته راووت ، د لومړي فيروز سره په يوه جګړه کي پارسي ځواکونو ماتي وخوړه او فيروز خپل زوي قباد  د يفتلي پاچاه اخشنوان در بار  ته د داسي ضامن په توګه ورکړ چي بيا به د يفتليانو پر سيمه يرغل نه کوي ، خو فيروز دا وعده پرځاي نه کړه او په يوه بله خونړۍ او د هغه د ژوند  په ورستۍ جګړه کي  يې  د يفتليانو پر سيمو يرغل وکړ او دا ځل بيا د ماتي سره مخامخ شو او خپله فيروز هم په دې جګړه کي  ومړ او پر ځای يې دهغه زوي قباد واکمنۍ ته ورسيدۍ ، څرنګه چي  د پارس نوۍ واکمن   قبا د  د يفتليانو سره د ضامن په توګه ډير کالونه تير کړي وه ، نو يې د يفتلي پاچاهانو سره يې د دوستۍ اړيکي ټينګي کړې .

د زابلي يفتليانو د سياسي واک په وړاندي دويم سرخوږۍ د واکمنۍ په دننه کي د يوشمير سيمه ايزو او محلي  وړو واکمنيو مقاومتونه او پاڅونو نه وه ، د هندوکش په شمال کي د د کيداريانو پاتي شوني ، د هيواد په مرکزي سيمو کي د شيرانو او د کابل شا  او خواکي دکوچيني کوشانيانو پاته شونو ، وخت ناوخت د يفتلي پاچاهانو د واکمنۍ د پراخيدو لپاره خنډونه را منځ ته کول ،  د بيلګي په توګه ، د کيداريانو او بهرام ګور تر منځ د يوې درنې جګړې وروسته  اوربند وشو چي کيداري واکمن  د ساساني پاچا د خور سره د واده په اړيکو دې اور بند ته غاږه کښيښوده ( ٤٥٩ زيږد کال ) همدا وخت  يې د يفتلي پاچاهانو سره د تربګنۍ لاره ونيولو ، دالماني څيړونکۍ مارکوارت  په اند کابلي پاچاهانو چي د کوچني کوشانيانو په نوم هم ياديږي ، د هغه زور او دباو په وجه چي د زابلي واکمنانو له خوا پر راغلۍ وو خپل پلازمينه کاپيسا يې پريښوده او پيښور ته وکوچيدل .

د سياسي واکمنۍ پراخيدل او د نويو سيمو لاندي کول بله هغه بوخته وه چي زابلي يفتليان او دهغو يوشمير پياوړي مشران ورته ژمن وه . په پارس کي  د انو شيروان تر واکمنۍ وروسته زابلي پاچاهانو خپله مينه د پارس له لوري لږ کړه او د پارس پر ځای يې د هند او هندوکش شمالي سيمو لاندي کولو ته مخه کړه ، د چيني مورخ ليانګ  شو  په قول يفتلي پاچاهانو ورو سته له هغه چي د هندوکش شمالي زياتي برخي لکه کوګيار،واخان ،زيباک ،او او د امو سند دواړو خوا وته پرتې سيمي تر خپل واک لاندي راوستې ، بيا يې  په سهيلي لور کي  لومړۍ د ګندهارا سيمه خپله کړه او ورورويې  د هند لويې وچي  لور ته د خپلو پرخوا د فتوحاتو لمن  وغزول . د هندي او اروپايې مورخينو پر دې ټکي يوالۍ شته چي د هند پر لور د زابلي پاچاهانو فتوحات  ورورو د زابل ارزښت ديوې ستري امپراتورۍ د پلازميني  په توګه لږ کړ او  د يفتلي پاچاهانو پام د هند پراخو سيمو د نيولو او اداره کولو پر لور زيات شو ، او ددې کار لپاره تر ټولو ښه جغرافيايې موقعيت د پيښور او تاکسلا او بيا وروسته د پوتالي پوترا او ډهلي په برخه وو . مهرا کولا ، تورامانا او دې ته ورته نورو يفتلي پاچاهانو په زياته پيمانه د خپلي امپراتورۍ سهيلي لوري ته پام کاوه .

د دې سره سره چي د زابلي پاچاهانو او د هغې سلسلې دلويو امپراتورانو زياته پاملرنه د سهيلي خوا او په ځانګړي توګه د هند لوري  ته ګرځيدلې وه ، خو زابل ديوې پخواني پلازميني په توګه  د خپلو نږدې سيمو په کنترول او اداره کي تر زياته حده واکمن وو  ، په زابل کي واکمنه سلسله په پر له پسې توګه د ساساني يرغلګرو  او تر هغو وروسته د عربي لښکرو سره د ترپ او خرپ په جګړو لږ تر لږه تر ٦٤٠ زيږد کال پوري بوخت وساتل شوه په دې ترتيب يې د خپلي واکمنۍ د دوام  لپاره د اسلام مبارک دين تر پوره خپريدو تر مهاله  د خپلو اولسو پوره ملاتړ د ځان سره  درلود او تر خپل واک لاندي سيمي يې   په پر له پسې  توګه د بهرنيانو په وړاندي  وساتلې  . تر څو چي د اسلامي لښکرو  يو مشر عبدالرحمن ابن ثمره په يوه تنده جګړه کي تر کابله ټول موانع ليري او د سيستان څخه تر کابل ټولي سيمي ونيولۍ ، خو دا يوه بريښنايې جګړه وه لا زياته موده نه تيره چي بيرته د  زابلي پاچاهانو پاتي شونو د خپلواکۍ بيرغ پورته کړ او د جګړو دا لړۍ لږ تر لږه نور سل کاله وغزيدل ، چي يادونه  به يې د زابل په منځنۍ زمانه کي تر بحث لاندي راشي  .    

د کلات بابا غونډۍ چي اوس دولتي ادارې ورڅخه ګټه اخلي

 

 

                     د کلات لويه غنډۍ په يوه انځور کي

پايله : زابل د افغانستان په تاريخ کي وياړلۍ باب او د لرغوني تاريخ زرين سرليک دۍ .د دې سره سره چي د زابل په سيمه کي لا تر اوسه علمي او فني څيړني او سپړني نه دي شوي ،خو زابل ته د څيرمو سيمو څخه داسي زيات لاسوندونه تر لاسه شوې چي د دې سيمي تاريخي جرړي زرګونو کالو پخوانيو زمانو ته رسوي . د بيلګي په توګه د زابل لويز ته دکندهار منډګک ، اود سيستان نادعلي ، سهيل ته يې  د کوټي لور لايې او ژوب او ختيز ته يې د لرغوني غزني سيمي  واقع دي چي هر سيمه  يې زموږ د هيواد لپاره وياړلي اثار او لاسوندونه لري ، که په زابل کي د علمي او فني څيړنو اړ سپړنو کار پيل شي ، په ډاډ ويلای شو چي په دې سيمه کي به هم د افغانستان د لرغوني تاريخ   تر اوسه پټ خو ارزښتمن اثار او لاس وندونه تر لاسه شي  . په دې اړه د زابل اوسنيو چارواکو او د کلتوري چارو واکمنو او د دې سيمي مخکښو کلتور پالو شخصيتونو ته د وړانديز په توګه لاندي ټکي  يادول غواړم :

١ : د زابل څخه دې د لرغونو او تاريخي اثارو د قاچاق په مخنيوي کي لا ګړندي ګاومونه واخستل شي ؛

٢ : په زابل کي تاريخي ودانۍ او زيارتونه ، چي د پخوانيو دورو د ودانيو ځانګړي بيلګي دي ، د هغو په ساتلو او له سره رغولو کي د عملي کار لپاره   د هيواد د کلتوري  وزارت  څخه ځانګړي ژمني واخلي ؛

٣ : په زابل کي دي  ((  د زابلي پاچاهانو موزيم  ))  په نوم ، د يوه موزيم  د جوړولو او پرانستلو پروژه طرحه او اړوندي چاري دي ګړندۍ کړي ؛

٤ : د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کي د موزيم خوا ته د يوه تفريحي پارک د جوړيدو لپاره دي  بهرنۍ مرستندويه موسيسې وهڅول شي .  

    

په درنښت ، د ځوان فرهنګپال ښاغلي  خالد حيدري څخه مننه کوم چي ددې  ليکني لپاره يې د انځورونو په پيداکولو کي را سره مرسته وکړه :

ښاغلو  لوستونکو  ته  د دې ټکي يادول اړين ګڼم چي د دې ليکني د ثقم او لا زياتو مالوماتو لپاره دي د نورو اثارو تر څنګ  لاندي اخځونو ته ورشي .

اخځونه د الفبا په تر تيب

١:باوري ، رسول  . د افغانستان لرغوني مدنيتونه ،(  کابل : ودلتي مطبعه ) ١٣٦٤ .

٢ : جوينده ، مير احمد ، د يفتليانو سياسي تاريخ ، ( کابل : دولتي مطبعه  ) ١٣٥٨ .

٣ : حبيبي ، عبدالحۍ . د افغانستان لنډ تاريخ .  ( کابل  : دولتي مطبعه ) ١٣٤٦ .

٤ : صافۍ ، لطف الله . ﻻ افغانستان عمومي جغرافيا . ( پيښور : دانش کتابتون ) ١٣٧٧ .   

٥ : کهزاد ، احمد علي . غرغښت نامه ،  ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٥٧ .

٦ : همايون  ، سرور.    په ادبياتو کي   د لمر نمانځني ائين  ( کابل : دولتي مطبعه  ) ١٣٦٤ .

 

                              

 

        

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006