.
د مۍ د مياشتي د ٢٤ مي نيټې څخه د جون مياشتي تر لومړۍ نيټې پوري د منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د يوه کلتوري جشن تيارۍ د يونسکو په مرسته پيل شويدۍ .
د هغه پروګرام له مخي چي د يونسکو له خوا تر تيب او خپور شوۍ ، داسي څرګنديږي چي د سي شنبي ورځ دمۍ مياشتي په ٢٤ مه په ځانګړي تالار کي د منځنۍ اسيا د هيوادونو د هنر مندانو له خوا به د کنسرت په وړاندي کولو دا فيستيوال پيل شي .د چهارشنبي په ورځ به د قرغز ستان د فيلمونو ننداره وشي ، د پنجشنبي ورځ د مۍ په ٢٦ مه نيټه به د تاجکستان څخه د رستم او سهراب فلم نندارې ته وړاندي شي ،د جمعې ورځ د ازبکستان فلمونو نندارو ته ځانګړې شويده ، د دوشنبي او سي شنبي په ورځو به د قزاقستان او منګوليا فلمونه وښودل شي او د چهارشنبي په ورځ د جون په لومړۍ نيټه به تر کمنستان هيواد خپل فلومنه نندارې ته وړاندي کړي .
ګران لوستونکي په لاندي پته تصويرونه هم ليدلای شي
http://portal.unesco.org/culture/admin/file_download.php/cinema.pdf?URL_ID=27040&filename=111709554211cinema.pdf&filetype=application%2Fpdf&filesize=85692&name=cinema.pdf&location=user-S/