:
١ : د مهارت جايزه :
دا جايزه د ٢٠٠٥ زيږد کال د مارچ په ٢٦ او ٢٧ مه نيټه و تونس هيواد ته د جوري هئيت د دريو تنو له خوا منظور او ورکړل شوه .
٢ : د ډيزاين مسابقې جايزه :
د ډيزاين دې جايزي ته په ټوليزه توګه ٧٦٤ بيلګي د ٧٣ هيوادونو څخه د جايزي ګټولو په نيت وړاندي سوي وي ، چي د ټولو کانديدانو څخه د جوري هئيت د يريشو تنو دوړاندي شوي اثار د ډلي څخه يوشت اثار د جايزې وړ وګڼل .
٣ : د جوس مارتين په نوم نړيواله جايزه :
د جوس مارتين جايزه د يونسکو د مشر له خوا د مکسيکو يوه تن ټولنپوه ليکوال ته ورکړه سوه .
٤ : د سيمون بولي وار په نوم جايزه :
سيمون بولي وار د سهيلي امريکي په کارا کاس نومي ښار کي په ١٧٧٣ زيږد کال زيږيدلۍ او په ١٨٣٠ زيړد کال مړشويدۍ . د نوموړي په نوم ٢٠٠٤ زيږد کال نړيواله جايزه يوه تن ژورنالست ته ورکړل سوه .
٥ : د هنري پياوړتيا جايزه :
د هنري پياوړتيا لپاره د يوې نړيوالي کميټي تر مشرۍ لاندي چي د جوري هئيت د غړو شمير يې پنځو تنو ته رسيدۍ د ٢٠٠٤ زيږد کال جايزه يې د نړيوالو سمپوزيمونو د تکنالوجيکي اسانتيا په اړه مبتکر او د ٢٠٠٣ کال جايزه يې د پلوراليزم لپاره د وړ شرايطو د برابرونکي په برخه شوېوه .
٦ : د ميلينا نير کوري په نوم جايزه :
دا جايزه د يوشمير هغو کسانو او هيوادونو لپاره ده چي په خپل هيواد کي د ښکلو منظرو او ښکلو سيمو ښه څرګندونه وکړي او په دي لار کي سيلانيان وهڅوي داجايزه د يونان هيواد له خوا ورکول کيږي . د دې کال جايزه ناروي هيواد ته ورکړل سوه.
٧ : د عربي کلتور لپاره د شارجې جايزه :
د شارجې په نوم د عربي کلتور لپاره جايزه د يونسکو له خوا ورکول کيږي . سږ کال دا جايزه عبدالوهاب اهاديبا ته چي هسپانوي مورخ دۍ ورکړل سوه .
٨ : د مهارت جايزه ؛ د اوسني د لارو جوړولو په اړه جايزه :
دا جايزه په ١٩٩٥ زيږد کال په ابوجا کي را منخ ته سوه او د دې جايزي موخه په افريقا کي د هيوادونو يواو بل سره وصل کول وه . دا جايزه په تير کال کي د هغه زيار له کبله چي د اوسپنيزو لارو په جوړولو کي يې ګاللۍ و د ټولي افريقا لپاره ومنل سوه :