دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په هاويلت کي د ډبري لرغونۍ ، منځني او نوي پير پاته شوني

ليکوال : سيفکي وان دير  زي  (Sipki van der zee  )

ژباړونکۍ : باوري

 

 

                      په هاويلت کي د ډبري لرغونۍ ، منځني او نوي پير پاته شوني

 

يادونه : دا ژباړه په هلند کي  د درنتي ايالت  د ماقبلل تاريخ ټولني د خپرندويه  ارګان ( De Spieker  ) د مارچ ٢٠٠٥ م کال شمارې څخه چي   د ( په هاويلت کي د ډبري لرغونۍ ، منځني او نوي پير پاته شوني )  ليکني  لومړۍ برخه  .

 

لومړني او څرګند شوي وسايل چي  په  درنتي ايالت  د لرغونو اوسيدونکو له خوا جوړ شويدي  ، د ډبري په پخواني پير  او په ځانګړي توګه د ډبري منځني پير ( Meldden Paleolithicum    ) پوري اړه لري ، چي تاريخ يې د ١٢٥٠٠ يوسل او پنځويشت زره کاله  څخه  تر ٣٥٠٠٠  پنځه ديرش زره  کاله پخوا زمانوپوري مربوط ګڼل شويدي .

په هاويلت کي د موستيرين پير يوشمير اثارچي په څرګنده د نوموړي پير ښکارندويې کوي ، او همدا ډول د پخواني ډبر (Paleolithicum    ) اړوندځوان پير ( Jong- Paleolithicum  ) اثار او توکي چي د نياندرتال انسان د الاشې او زامي ځيني برخي ورسره يوځای تر لاسه شويدي ، د دې سره يوځاي د معاصر انسان  هومو سپين سپين انسان په لاس جوړ شوي اثار هم تر لاسه شويدي  ، چي د يخنې پير  ( IJstijd  ) ورستۍ دورې په برکي نيسي  ، دا پير د زماني واټن له مخي د ١١ څخه تر ١٢ زره کاله پخوا زمانې په  ځپل لمن کي رانغاړي  . يو شمير ليکونکو د ١١ يولس زره کاله را په ديخوا    پخواني  اثارو د پيژندلو لپاره د همبورګ ( Hamburg cultuur  ) کلتور نوم ورکړيدۍ .

د پاليو بونتانيک  ( Paleobotanie    ) يا  لرغوني نبات پوهني څيړونکو څرګنده کړې چي  د يخنۍ پير د توکو تر څنګ د لنډويا ټيټو ونو لرونکو  انسانانو ( کوتا قد ) ، الوتونکو مرغانو ،( Poolwilg ; Dryas ; Ephedra; ) او د ژويو دنوروډولونوپاتي شوني ، انګليسي واښه ،د زامي لرونکو حيواناتو بيلګي ، ځپل سره واښه ( علفه هرزه ) او د ګلفي په څير د سبزيو بيلګي او نښانې په زياته پيمانه تر لاسه شويدي . پر دې سر بيره د يو شمير حيواناتو هډوکي او نښاني هم د سپړنو په ترځ کي تر لاسه شويدي ، د بيلګي په توګه الوتونکي  مرغان او چټک حيوانات ، د پشکي وړۍ ، د شکمبو حيواناتو بيلګي ، وحشي اسونه ، اروپايې ګاوميشي ، واورين سويان ، واورين هونان ، اود حيواناتو د نورو ډولونوپاتي شوني د لرغونپوهانو له خوا را برسيره شويدي.  

   

             

د هاوبلت څخه تر لاسه شوي ډبرين وسايل چي په پاليو ليتک او ميزوليتيک پيرونو پوري اړه لري

په هاويلت کي د نوي ډبري پير اړوند اثار د لازياتي پاملرني وړدي ، او په ځانګړي توګه د هونبيد کلتور ياد لويوډبرو کلتور چي د اروپايې هيوادونو او په ځانګړي توګه د انګلستان ، هلند ، دنمارک ، سويدن او نورو هيوادونو د لرغونو زمانو يوه ځانګړې بيلګه ګڼل کيږي ،

   

                                            په هاويلت کي د هونيبدن يوترسيم شوۍ انځور

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006