دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
جاپاني لرغونپوهانو په مصر کښې ډير ه پخوانۍ مومي وموندل

 

 

 

 جاپاني لرغونپوهانو په مصر کښې ډير ه پخوانۍ مومي  وموندل

 

دمصر دتوريزم وزارت خبر ورکړ  چي  په دي ورستيو کې دجاپان د ((باسيدا )) دپوهنتون دلرغونپوهانو هغه ټيم چي دلسو کالو راپديخوا دتاريخي اثارو او ابداتو څيړني اوپلټني کوي  ، دقاهري ښار سهيلي خوا  80 کيلومترۍ کښي  يې د پخوانۍ هديري په يو قبر کښي ديوه نارينه مړي  بدن پداسي حال کي چي  په  تابوت کي پروت ؤ پيداکړيدۍ  .

ددي څيړنيز ي ډلي مشر ښاغلۍ((ساکيدزي ايسيمورا))وويل : موږ دسپړنو په پايله کي چي د ((داسخير)) دسيمي په يو پخوانۍ کليوالي  هديره کي مو تر سره کړې ديو ه نارينه تن  داسي بدن چي دلرگيو په تابوت کي پروت و وموند ،دا جسد هيڅ ندۍ  خراب شوۍ اوتر اوسه پوري  په ښه شان ساتل شوۍدۍ .

داسړۍ هغه څوک دۍ چي تر افسانوي فرعون ((توتانخامون )) يې ډير پخوا ژوند کاوه ،دده دبدن په هکله تر علمي څيړنواو پلټونو  وروسته دا څرگنده شوه چي نوموړې دميلاد مخه څوارلسمي  پيړۍ په دوهمه نيمايي او دپنځلسمي پيړۍ په پيل کي   ژوندکاوه ، او ديو شمير بيلگو نه داسي څرگنديږي چي نوموړۍ د وخت يوجګپوړۍ دولتي  چارواکۍ ؤ .

دنوموړي سړي دسراو مخ برخه د سره او زرغونه  رنگه ماسک په واسطه  او دبدن پاتې برخه ئي په زيړرنگ پوښل شوي ده .

بايد وويل  شي چي په مصر کښي دداشان موميايي شويو مړو دپيداکيدو خبرونه يو په بل پسي نشريږي .

دتير عيسوي کال په اخير کي د لرغونپوهانو يوې بلي ډلي  د((اوزيسي بحريه )) په نوم  سيمه چي دهغه هيواد په لويديځ  کي پرته ده  ((20 )) موميايي شوي مړي  په يوې پخواني هديرې  کي  پيداکړل ، چي دهغو تاريخي پير  2000 کاله پخوا ټاکل سويدۍ .  دتاريخ پوهانو اولرغو نپوهانو له نظره  دا ورستۍ لاس ته راوړنه لويه علمي بريا ده  .

 

 

له  ايزويستيا ((IZVESTI ((ورځپاڼي  څخه

  ,04.02.2005            

      ليکوال : باريس پيلياڅين 

    ژباړونکۍ : حبيب اله غمخور 

             سويډن   مالمو   

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006