دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د هنري ژوند يوه ستره سوبه د پژۍ ( مجسمی ) جوړول

           

 

           په افغانستان کي دپژۍ ( مجسمې ) جوړولو هنر ته يو ځغلند نظر

 لا تر اوسه په افغانستان کي زياتي سيمي شته چي د لرغونپوهانو د علمي څيړنو او پلټنو لپاره په ليکه ولاړ دي . يوشمير هغه سيمي چي د لرغونپوهانو له خوا سپړل شوي ، په زياته پيمانه جوړي شوي پژۍ يا مجسمې او يا مجسمو ته ورته ډبرين او خاورين اثار تر لاسه شويدي. ، چي د افغانستان د لرغوني تاريخ په بيلا بيلو پيرو نو پوري اړه لري .

په افغانستان کي  تر ټولو پخوانۍ پژۍ چي د ډبري څخه جوړه شويده ، لرغونپوهانو په زيارد منديګک څخه  په ١٩٣٥ زيږد کال تر لاسه شويده چي لرغونتوب يې درېزره کاله پخوا تر زيږد کالونو ته رسيږي .   د هغي سره يوځاې يې د داسي خاوريني پژۍ هم تر لاسه کړې چي د د انساني مجسمو د جوړولو لومړنۍ هڅو په توګه ورته کتل کيږي .

 

                  

د منديګک څخه تر لاسه شوې ډبرينه مجسمه او خاوريني انسان ډوله  پژۍ

 

د منديګک څخه تر لاسه شويو اثارو وروسته تر ټولو پخوانۍ مجسمه چي د يوې ډبري  پر مخ د يوې انساني څيري شکل کښل شويدۍ د پخوانۍ اق کپرک څخه  تر لاسه شوې مجسمه ده  . دا مجسمه چي د ډبري پر مخ د څيرې او شکل ځانګړي رسم دۍ ،   په افغانستان کي تر ټولو پخوانۍ حک شوې مجسمه  ګڼل کيږي . د دې مجسمې لوړوالۍ ٦ شپږ سانتي متره دۍ او تاريخي پير يې د ١٥٠٠ يوزراو پنځه سوه کاله پخوا تر زيږد کال ، ټاکل سويدۍ .

 

                                                                                                

د اق کپرک څخه تر لاسه شوې  دډبري پر مخ کښل  شوي مجسمه

 

په داسي حال کي چي د ژويو رسامي د خاورينو لوښو پر مخ تر دې پير وړاندي زمانې په بر کي نيسي ، د بيلګي په توګه د منديګک  او شمشير غار څخه تر لاسه شوي خاورين لوښي هغه تصويرونه او رسامۍ په خپل بدن ساتلي چي تاريخي جرړي يې  درې زره کاله پخوا تر  زيږد کالونو ته رسيږي .

 

   

              

        

        د منديګک څخه تر لاسه شوي خاورين لوښي چي دژويو څيري پکښي ترسيم شويدي .

د افغانستان په اسا طيري تاريخ کي هم داسي روايات او نکلونه شته چي  لرغونپوهانو يې د ثبوت لپاره  شمير مجسمې تفسير او پيژندلي دي . د بيلګي په توګه  ، په سمرقند کي د يوه داسي قالب را برسيره کيدل چي د مجسمو د جوړولو لپاره کارول سويدۍ ، يوه بيلګه ده . دا قالب چي په هغه کي د ضحاک دنکل په تړاو د هغه د مجسمې د جوړولو لپاره دقالب په توګه پيژندل شويدۍ ، د دې قالب په وسيله داسي مجسمې جوړيدلې يا جوړي شوي  ، چي يو تن په داسي حال کي ښئي چي د دو اوړو اوږو څخه يې د مارانو سرونه پورته شويدي . په هر صورت دا څرګندوني لا د څيړنيز بهير په لومړيو پړاونو کي دي .

د ولسکيزو ( مسکوکات ) پر مخ هم د مخ او څيرو تر سيم لرغونو پيرونو ته رسيږي . تر ټولو پخواني  ولسکيزي په ليدي قوم پوري اړه لري ، خو په افغانستان کي د هخامنشي سکو ترويج او پراختيا نسبتا پخواني دوري په بر کي نيسي . خو د يو نان _ باختري  پير مسکوکات تر ټولو زيات او په تصويرونو کي تر نورو برملا او په هنري لحاظ تر نورو ښکلي او ځانګړي دي . د دې ولسکيزو تر څنګ په يونان – باختري پير کي تر ټولو ښه مجسمې جوړي سوي او د لرغونپوهانو په زيار را برسيره شويدي ، چي د هنري ارزښت تر څنګ يې کلتوري ارزښت  هم پياوړۍ او هم ځانګړۍ دۍ .

  

  

د بګرام څخه تر لاسه شوي  د تصوير يوه بيلګه   

 

 

                                         

                               د عاجو څخه جوړه شوې مجسمه ( بګرام )

 

                                                                   

 

                                                                       د فندقستان څخه يوه ګلي مجسمه 

 

دافغانستان په هنري تاريخ کي د يونان _ باختري پير ځکه ارزښتمن دۍ چي د هنر په بيلا بيلو برخو کي يې د يوناني هنرمندانو لاس ته راوړني او او برياوي  د خپل واکمنۍ لاندي برخو کي د بنديز پرته وړاندي کولي ، او هم يې د لا پراختيا لپاره هلي ځلي کړيدي . د ودانۍ جوړولو ، مجسمي جوړولود ، موسيقي ، ليک دود او نورو هنرونو د پراختيا او ودي لپاره يې اړين شرايط برابر کړي وه . هم يې د يوناني هنر مندانو په مخامخ کار او زيار هنري هڅي پياوړي کړي وې او هم يې  په سيمه کي د نورو سيمه ايزوهنر مندانو د ښوني او روزني لپاره پياوړي ګامونه اوچت کړيدي .

د يو نان _ باختري پير څخه را پاته مجسمې يو مخيزه د يوناني هنر او د هغو هنر مندانو د ذهن څرګندوينه کوي . دامجسمې که په ځانګړي کورنۍ او يا شخص پوري اړه لري او که د هغه پير په ادارې پوري تړلي پيژندل سويدي ، په ټولو کي يونانيتوب برملا دۍ ،په مجسمو کي د رندۍ ، مستۍ ،  عشرت  او د يوناني ار باب لا انواعو تمثيل شويدۍ .

                       

دهرکول برونزۍ مجسمه                دفلستر څخه جوړه د رليف افراديته       

د لومړۍ برخي پاې     

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006