دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په ازبکستان کي د يوه کلتوري فيستيوال دجوړيدوپه اړه شکونه

  پتيل شوې چي د روان زيږدکال دمۍ په ١٨ مه تاشکند ته څيرمه دبايسون ښارګوټي کي يو نړيوال فيستوال د يونسکو ادارې د ازبکستان جمهوري دولت کلتوري ادارې او د هغه هيواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډو هڅو جوړ شي .

د دې کلتوري فيستوال لپاره د منځنۍ اسيا د بيلا بيلو هيوادونو څخه سندرغاړي ، نڅا کونکي ، د سيمه ايزو لوبو اجراکونکي د لباس او دوديزو کاليو وړاندي کونکو او نوروته بلنه ورکول شويده ، خو دا څرګنده نه ده چي په ازبکستان کي د ورستيو سياسي پيښو اغيزي به د دې فيستيوال پر دايريدو اغيزمن وي که نه ؟

       

    boysun_bahori.gif

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006