ډير زيات غمجن او ويرجين شولو چي د هيواد دنامتو ليکوال او فرهنګي شخصيت ميرزا عالم حميدي د ناببري مړيني خبر موپه بينوا انټرنيټ پاڼي کي ولوست .
انا لله وانا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه د خدای بخښلي حميدي ناڅاپه مړينه د هيواد علمي _فرهنګي چاپيريال ته ستره ضايعه ګڼي . د ټولني ټول اړوندان په دې ستر غم کي ځانونه شريک بولي او د لوی خدای حضور ته د مرحوم سپيڅلي روح لپاره د فردوس جنت دعا کوو او دکورنۍ غړو ، دوستانو او د فرهنګي هڅو ملګرو او مينه والو ته يې د زړه صبر غواړو.
په زياتي خواخوږۍ