انا الله انا اليه راجعون
د بده مرغه يو په بل پسې د هيواد د نامتو هنر مندانو د همېشني يون او بيلتون خبرونه اورو ،پرون مو د خدای بخښلي استاد فضلي په وير ژړل او دادۍ نن بيا ديوه بل نامتو هنر مند او د هيواد وتلي لوبغاړي جانمحمد پلار په وير ناست يو ، د داسي يوه هنر مند په وير ناست يو چي په رښتني توګه يې د هيواد په هنري کړيو کي دپلارنوم ګټلۍ وو .
سلام فرهنګي ټولنه د جان محمد پلار مړينه ستره ضايعه ګڼي ، د لوی او متعال خدای ( ج ) و دربارته د دعا لاسونه پورته کوو او د هغه سپيڅلي روح ته فردوس جنت غواړو ، او پاته کورنۍ او دوستانو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوو .
امين يا رب العالمين
د ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري