دنړيوال كلتوري ميراث د پروګرام له مخي دپاکستان دولت ديونسکو ملي كميسيون په مرسته د سهيلي اسيا هيوادونويوه نړيواله غونډه دهغه هيواد دﻻ هور په ښارکي جوړيږي٠ په دې ورکشاپ کي دسهيلي اسيا اوه هيوادونه هند ، بنګله ديش ،نيپال ، بهوتان ،سريلانکا،مالديو او پاکستان برخه اخلي٠ په پام کي ده چي ورکشاپ به د اپريل مياشتي له يولسمي نېټې څخه تراوه لسمي نيټې پوري دوام وکړي٠ دياد وني وړ ده چي په سهيلي اسيا کي دنړېوالو کلتوري ميراثونو ټوله شميره اته څلويښت ٤٨ سيمو او اثارو ته رسيږي ٠ د هند د اثارو شميره ٢٧ اوه ويشت پاکستان اوه ٧ ، نيپال ٤ څلور ،سريلانکا اوه ٧ اود بنګله ديش داثارو شميره ٣ دريو ته رسيږي ٠
په بنګلديش کي د نړېوال کلتوري ميراث يوه بيلګه