دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
درنو هيوادوالو نوی ١٣٨٤ يم کال مو مبارک شه

د بابوزي په قلم
هر کال چي نوۍ شي ، د دود له مخي يو او بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکۍ وايو ، خپلي هيلي يو او بل ته ښيو او دعاوی کوو چي هيلي مو تر سره شي . له نيکه مرغه د نړيوال جال پرمخ افغاني پاڼو، ورځپاڼو ، اونيزو ، مياشتنيو او نورو ډله ايزه رسنيو کي په زياته پيمانه د هيواد او ټول اولس لپاره د نيکو هيلو او مرادونو غوښتني کيږي او هرڅوک د خپل انده هيواد او اولس ته خواخوږۍ اود نيکمرغۍ ليوالتيا څرګنده وي . خو د داسي دود لمن لا نه ده غوړيدلې چي د نوي کال د مبارکيو سره سم د تير کال کره کتنه وکړي ، ښايې يو شمير داسي کره کتني چي خپل اندي دي تر سره شوي وي ، خو لا يې دومره پراختيا نه ده موندلې ، لکه د مبارکۍ دود چي زيات دۍ . هر څوک کولای شي چي د مبارکۍ د ويلو سره يوځای په څو لنډو جملو کي د خپل انده د تير کال ارزونه وکړۍ .

زما له نظره د تير کال ارزونه :

نړۍ په تير کال کي : تر ټولو ستر طبيعي ناورين د څونامي زلزله وه ؛ تر ټوله ستره علمي لاس ته راوړنه د مريخ سيارې په اړه ارزښتمن مالومات وه ؛ د نړۍ په سياسي جوړښت کي تر ټولو ستره بيلګه د لويې امريکا ( د امريکا متحده ايالات ) بې رقيبه واکمني وه ؛ پر هنري نړۍ د سياسي فضا د تاثير ستره بيلګه د اسامه په نوم هنري فلم ته نړيواله جايزه وه ؛ د بشري جناياتو تر ټولو ستره بيلګه د امريکايې عسکرو جنايتونه د عراق او افغانستان په زندانونو کي وه ؛ د هيوادونو تر منځ د دوستانه اړيکود پيل تر ټولو ښه بيلګه د هند او پاکستان تر منځ او هم د فلسطين او اسرائېلوتر منځ د اوربند لاسليک وو . د دولتي تروريزم په لړ کي تر ټولو زړه بږنيونکۍ عمل د روسيي د وسله والو ځواکونو بريد پر يوه محاصره شوي ښونځۍ وو ؛ او په اوکراين کي ټولټاکني په نړۍ کي د ملي ارادې تر ټو لو ښه تمثيل وو؛

هيواد په تير کال کي : تر ټولو ستره سياسي پيښه په هيواد کي د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکني وې ؛ تر ټولو هيښ کونکۍ ليست د کابيني د غړو نومونه وه ؛ تر ټولو ستره رسوايې د شير پور د مځکو ويش وو ؛ تر ټولو ستره علمي ضايعه د علامه پوهاند رشاد مړينه وه ؛ تر ټولو ناوړه طبيعي پيښي د يخني له امله د زياتو هيوادوالو مړني وې ؛ تر ټولو کلتوري ټولنو (( بينوافرهنګي ټولنه )) بريالۍ وه ؛ تر ټولو خپرندويو ادارو د (( ساپي پښتو خپرونو مرکز )) بريالۍ وو؛ د هيواد تر ټولو ښه ژورناليستان ظاهر طنين او داود جنبش وه ؛ د هيواد په شاعرانو کي (( کاروان او جهاني )) تر ټولو ښه وځليدل ؛ د کابينې په غړو کي جلالي تر ټولو ښه او رهين تر ټولو ناکارن وو ؛ د هيواد په ولاياتونو کي باميان او پنجشير تر ټولو ګټندويه او بادغيس او اروزګان تر ټلو بايلونکي وه ؛ په تير کال کي تر ټولو ښه چانس د اغلي ميرمن جلال او تر ټولو بد چانس دښاغلي فهيم مارشال وو ؛ په تير کال کي د صنايعو وزارت د نه منلو تر ټولوښه دليل د ښاغلي اسماعيل خان او تر ټولو عجيب د نوموړي له لوري دانرژۍ او برق وزارت منل وه ؛ په تير کال کي تر ټولو ښه ټاکنه د حضرت مجددي او حيرانونکي ټاکنه د دوستم وه ؛

هيله من يم نور دوستان هم خپلي ارزوني وليکي چي په تير کال کي د پيښو ښه پيژندنه وشي .

په درنښت

*******************************
د نوي کال په وياړ څلوريځي

سپيره دښته وي راشنه کړي چمنونه
يو تور غر وي پرې راوسپړي ګلونه
مسيحا دۍ چي به هره غوټۍ سپړي
که ، سپرليه دغه ستاښکلي لاسونه
*********************
څومره مينه ور دۍ د سپرلي ماښام
خوند لري ، مزه کليوالي ماښام
شپه چې د صحرا د ګلو بوی راوړي
عطر د ختن ترې هيره وي ماښام
**********************
څه حالات بدل دي څه ګلان وينم
سيل د توتکيو شنه توتيان وينم
هريو په سندروکي سپرلې ستايې
شين بخملي پوښ کي بيابان وينم
*********************
ويښ دي کړم سپرليه په نڅا دي کړم
ښکلي نغمي اوروم رسوا دي کړم
بله معجزه را باندي ونه کړۍ
زاردي کړم ، پتنګ دي کړم بورا دي کړم

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006